دفاع وزارت روسیې ته په ځواب: د افغانستان جغرافیه مو تر کنټرول لاندې ده – دعوت میډیا ۲۴

0 886

دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): د افغانستان د دفاع وزارت له لوري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لافروف هغه وینا رد شوه چې په کښي ویلي وه، طالبان د افغانستان پر نیمايي جغرافیه واک لري.

نوموړي د امریکا له لوري افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو او د ټرمپ جنګي ستراتیژۍ ته په اشاره ویلي وه چې د افغانستان شخړه نوره په جګړې نه حل کیږي، باید د جګړې پر ځای پر سیاسي هلو ځلو ټینګار وشي او د طالبانو سره د خبرو له لاري حل را منځته شي.

خو د افغانستان دفاع وزارت په خپل لومړي غبرګون کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرې رد کړي دي او ویاند یې د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا څرګندونې بې اساسه او له واقعیته لیري دي.

د دفاع وزارت د «ویاند دفتر سرپرست» محمد رادمنش ازادۍ راډیو ته تېره ورځ وویل: “د افغانستان د خاورې په اړه ګنګوسې او وروستۍ څرګندونې کاملاً ناسمې دي، موږ ښه روحیه لرو او د افغانستان د ټولو دښمنانو پر وړاندې له خپل ظرفیت څخه استفاده کوو، د افغانستان جغرافیه زموږ تر کنټرول لاندې ده”.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په تاشکند کې د ناستې تر پیل مخکې په افغانستان کې د ناپيژاندو الوتکو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي وه چې ددغو الوتکو په اړه باید تحقیقات وشي چې دا د چا اړوند دي او تور یې پوري کړی وو چې په افغانستان کې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته وسلوال انتقالوي او هغوی ته وسلې ورکوي.

د روسیې دفاع وزیر سیرګي لافروف دغه خبرې د اوزبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان د سولې اړوند په وروستي کانفرانس کې وکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply