ساینس او قرآن د فکر کولو په هکله ډېر ټینګار کوي / سرور ستانکزی

0 1,342

مشهور فزیک پوه سټیفن هاکینګ وایي ” د نوي لوی څیز د اختراع کیلي لوړ فکر کول دي“
همدارنګه انسټاین او نورو مشهورو ساینس پوهانو هم د فکر کولو په هکله ډېر ټینګار کړی، هو ریښتیا یوازې ساینس پوهانو نه، بلکه؛ الله ج هم د قرآن په مختلفو ځایونو کې ډېر د فکر او تدبُر یادونه کړې، په مترادفو عربي لغاتونو یې نغوته کړې، د مثال په ډول؛ او لا یعقلون، افلا یتدبرون، افلا یتفکرون …
زه ډاډه ویلی شم، چې د فکر په هکله سلګونه قرآني آیتونه موجود دي او ټینګار پرې شوی، خو د خفګان ځای دادی، چې پر هغو آیتونو باور یا عملي کول مو پریښي، مګر هغه محدود څو آیتونه چې د بعضو شرایطو پر بُنیاد د جګړې په هکله راغلي، مونږ ټولو په زغرده عمل پرې کړی، د خلکو د وژنې او وطن ورانونې لپاره لیار د همغو آیتونو پر مبنا جوړوو.
زه وایم، چې د انسټاین بیخي ریښتیا ویلي وو ” دوه شیان لایتناهي دي، د کایناتو پراخوالی او د انسانانو کمعقلي، خو بیا هم د کایناتو د لایتناهي پراخوالي په هکله مطمئین نه یم“

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply