د فرصتونو مدیریت / اغاملوک سهر

0 855

د فرصتونو مدیریت
آغاملوک سهار
په ۲۰۰۵ ميلادی کال کې MySpace شرکت(د فیسبوک په شان ټولینزه شبکه وه) غوښتل چې فېسبوک په ۷۵ میلیون ډالر واخلي، خو د مایسپیس شرکت مشر وویل چې دا لوړ قیمت دی،ترې تیر سو، څو کاله وروسته همدي فېسبوک مايسپیس شرکت یې له پښو وغورځول، حتا د خلګو له دهنونو یې لا ویستل. اوس د فېسبوک اقتصادي ارزښت ۵۰۰ میلیارده ډالر دی.
په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د براین اکټون په نوم یو کس له فیسبوک نه د دندې غوښتنه وکړه، خو فیسبوک یې غوښتنه رد کړه. همدي کس د وټس اپ په نوم شرکت جوړ کړ، چې همدي فېسبوک په ۲۰۱۴ میلادې کال کې وټس اپ په ۱۹ میلیارډه ډالر له براين نه وپیرل.
مارکزوکربرګ چې د فېسبوک اجرایوي رئیس دی مګر کلنی معاش یې یو ډالر دی.
دا دري نموني مې ددی لپاره ولیکلي چې څنګه فرصتونه مدیریت کړو. لویه تیروتنه داده چې په وخت فرصتونه مدیریت نسي،ځکه تللی فرصت یا لوی سري درد دی، یا لویه ضایع، په هر صورت په اوسني نړۍ کي هغه څوک ډیر بریالی دی، چې فرصتونه په وخت درک کړي.
په ژوند کې یوازې په مادي اړخ یا په معنوي اړخ یا په یو فرصت یا په یو مهارت یا په یو ځای،کار او یا بزنس تکیه کول لویه تېروتنه ده، ځکه په دواړو پښو د اوبو اندازه کول معمولاً د ځان ډوبه ول دي. بهتره ده بدیلونه هم د کار او ژوند یوه پلان سوي برخه وي.
ډیر وخت ټولو ته منلي معیارونه هم انسان نه مشبوع کوي، بهتره ده چې په یوه اندازه نوي معیاورنو او کارونو فکر وسي، ممکن د یو نوی فصل پیل وی او د لوی فرصت رامنځته کول او یا د راتلوونکي مدیریت وي.

تر راتلونکو څو لسیزو ممکن تر ۵۰٪ زیاتي داسې دندې رامنځته سي، چې اوس یې هیڅ ایډیا لا نسته. د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې الان ماسک د تسلا او سپیس ایکس شرکت مشر،د حمل او نقل داسې نوي توغندي چې له نیویارک تر توکیو ښار پورې د الوتکي د ۲۶ ساعتونو مزل یې شاوخوا ۲۶ دقیقو ته را لنډ کړ، وازمویل. تر هغي ورځي هیچا دا فکر نه کول چې یوه ورځ دي د عصرې الوتکو پاڼه هم واوړې.
نو نوښت، نوي فکر،او تازه ايډیاوو ته غیږه پرانستل نه یوازې مهارت او د فرصتونو مدیریت دی، بلکې مجبوریت هم دی ځکه که له نوي ژوند، ټکنالوجۍ او ساینس سره ځان عیار نکړي نو زر ده چې د تاریخ پاڼه یې واوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply