په هندوستان کې مړی را ژوندی شوی

0 855

په هندوستان کې تر یوه ټرافیکې پېښه وروسته یو ځوان روغتون ته ولېږدول شو، ډاکټرانو ولید، پایله دا شوه چې ځوان مړ دی او باید په سړه خونه کې واچول شي، خو یوه ورځ وروسته له هماغې سړې خونې مړ شوی ځوان بېرته ژوندی راووت.

هندۍ رسنۍ لیکي، هیمنشو بهردواج دماغي سکته کړې وه او ډاکټرانو د همدې پر اساس ویلي وو چې هغه مړ دی، خو کله چې یوه ورځ وروسته د هغه کورنۍ د خپل مړي د تر لاسه کولو لپاره روغتون ته ولاړه او ډاکټرانو غوښتل مړی ور تسلیم کړي، نو یوه ډاکټر وکتل چې د هغه نبض په حرکت کې دی.

له هغه وروسته سم د واره بهردواج بېړنۍ خونې ته یووړل شو او وروسته رک روغ له روغتونه ووت.
هندي ډاکټرانو ویلي، بهردواج ته خدای دویم ژوند ورکړی او دا یوه معجزه ده.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply