پر لاهور د ريکټر تر کچې لوړه زلزله؛

0 956

پر لاهور د ريکټر تر کچې لوړه زلزله؛
اوس د منظور سلګونه زره پلويانو ته د پاکستان ډېر څه نامنظور دي

سرخط ورځپاڼه
د پښتون ژغورنې غورځنګ به د راتلونکې مياشتې پر ۲۲مه نېټه په لاهور او په ۲۹مه يې په سوات کې جلسه کوي.
تر روژې وروسته به خلک وزیرستان ته ځي چې هلته د پاکستاني پوځ ناکردې په خپلو سترګو وويني.
پښتون ژغورنې غورځنګ به د خپلو ټولو غوښتنو تر پوره کولو، مبارزې او هلو ځلو ته دوام ورکوي.
پرون پر لاهور د ريکټر تر درجه‌بندي لوړه زلزله تېرېده، خو دې زلزلې د پاکستاني سټبلشمينټ ودانۍ نه، بلکې هغه تهدابونه لړزول چې پاکستان ورباندې ولاړ دی.
لسګونه زره پښتان د منظور پښتون په مشري د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو پر پېښور ورمات وو او هلته يې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد داسې شعارونه ورکول چې د پاکستان په تاريخ کې يې ساری کم لېدل کېږي.

دوی پاکستان پړ باله چې په خاوره کې يې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړې، روزي يې او په وسلو تر بارولو وروسته هم خپل خلک ورباندې وژني، هم يې افغانستان ته د وارنکاريو لپاره رالېږي.
د منظور پښتون په مشري د لسګونه زرو نفرو په پروني احتجاج کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو عثمان کاکړ او عبيدالله بابت هم ويناوې وکړې او په دې سربېره پکې د بلوڅ د ملتپال ګوند بلوچستان نېشنل عوامي پارټي مشرانو او پلويانو هم برخه اخيستې وه، خو تر کرښه پورې غاړه د پښتنو د نورو سياسي ډلو چندان لوړپوړي مشران احتجاج ته نه وو ورغلي.

دغه احتجاج چې يوه برخه يې د هغو پښتنو، بلوڅو او نورو ځوانانو د راخلاصون په هدف وه چې د پاکستان پوځ او استخباراتو تښتولي او بيا يې مړی ژوندی نه دی مالوم، په دوه ساعته کې يې مشرانو ته تر دوه زره د زياتو ورکو شويو ځوانانو نومونه وسپارل شول.
په دې سربېره، د پاکستاني پوځ او استخباراتو له لوري د تښتول شويو هغو ځوانانو شمېر چې د نومونو لېسټ يې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته سپارل شوی، تر پنځلس زره تنو اوړي.
له خيبر ايجنسي راغلې يوې مېرمنې بصرو بي بي چې خاوند يې د پاکستان پوځ تښتولی، په چادري کې يې په چيغو چيغو غونډې ته وويل چې د پنځو اولادونو ساتنه ور په غاړه ده.

دې چې خبرې کولې، تقريباً د غونډې ټول برخه‌وال يې ورسره په ژړا کړل.
مېرمن بصرو بي بي وويل، په پنځو اولادونو کې يې دوه په سرطان اخته دي او دا چې يې د ساتنې لپاره له کوره وځي، خلک ورباندې بېل بېل نومونه ږدي.
اغلې بصرو وويل، په هغو ځايونو کې چې د پاکستان عسکر ولاړ وي، تر بل هر ځای، ځان ناخوندي احساسوي.
سرخط پر خپله فيسبوک‌پاڼه د لسګونه زرو انسانانو دغه احتجاج په ژوندۍ بڼه خپراوه، خو غونډه چې نيمايي ته رسېده، د پاکستان حکومت سيمې ته جامرونه يووړل او انټرنيټ يې ورباندې پرې کړ.

د غونډې په پای کې منظور پښتون خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، تاريخ به خپل کار کوي، د ده په اړه به پرېکړه لر و بر افغان ولس کوي.
ده وويل، که چا په خيانت وليد، اجازه ورکوي چې پر تندي يې په توپک وولي.
منظور پښتون چې پخوا يې يوازې د نقيب مسوود کورنۍ ته د انصاف خبره کوله، خو يو ګام وړاندې غږېده او ويل يې چې خبره پر همدې ځای نه پاتېږي.
ده وويل، د پاکستان حکومت که رښتيا د دوی خبرو ته غوږ نيسي، نو احسان الله احسان دې محاکمه کړي او تر هغه وروسته به د پاکستان پخوانی ډيکټاټور ولسمشر پروېز مشرف هم همداسې ارتې تڼۍ نه پاتېږي.

منظور پښتون وړاندې وويل، د پښتون ژغورنې غورځنګ به د را روانې مياشتې پر ۲۲مه په لاهور او پر ۲۹مه يې په سوات کې جلسه کوي. تر روژې وروسته به خلک وزیرستان ته ځي چې هلته د پاکستاني پوځ ناکردې په خپلو سترګو وويني او په دې سربېره به، دغه غورځنګ د خپلو ټولو غوښتنو تر پوره کولو، مبارزې او هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply