د امنيتي ځواکونو روزنه او سنبالښت/محمد روښان ښاد

0 656

په وروستیو درې نیمو کالو کې د امنيتي ځواکونو په روزنه، تمویل او سنبالښت کې پام وړ بدلون راغلی، د دوی مسلکي او پوځي وړتیاوې لوړې شوي، له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي او په لویه کې د هېواد په کچه په وسله والو ځواکونو یو تحرک رامنځته شوی دی او دا ټول د هېواد د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې برکت دی.

د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مسلکي پوهې او پوځي وړتیا لوړېده دوه عمده ګټې لري، لومړۍ ګټه یې داده چې د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې موثر اقدامات ترسره کېږي، په عملیاتو کې د تلفاتو کچه فوق العاده راکمېږي او دویمه ګټه یې داده چې د دوی موثرو کړنو، وطنپالنې، مبارزې، سرښندنو او چلند ته په پام له وسله والو ځواکونو سره د هېوادوالو مینه او خواخوږي زیاتېږي.

له همدې امله د هېواد په تاریخ کې تر بل هر وخت زیات زموږ هېوادوال د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړي دي او پر دوی یې د پخوا په نسبت باور هم زیات شوی دی، ځکه د ټولو هېوادوالو هیله او غوښتنه همداده چې غیر مسوول وسله وال افراد او ګروپونه دې له منځه لاړ شي ځکه له هغوی څخه دوی د خطر احساس کوي، مګر له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ارامۍ، امنیت او ډاډ احساس کوي.

د وروستيو دريو لسيزو جګړو په بهير کې زموږ د ملي وسله والو ځواکونوظرفيتونه هم د تجهيزاتو او لوژستيکي امکاناتو او هم د پوځي نظم او ديسيپلين او قواعدو له مخې صفر ته رسېدلي وو. ان تر دې چې هیڅ عسکر او څارندوی مو نه درلود چې يونيفورم ولري او لږ تره لږ د پوځي نظام له نورمونو سره برابر وي. په همدې ترتيب داسې مناسب پوځي تاسیسات مو نه لرل او یا راپاتې نشو چې د يو ځواکمن امنيتي بنسټ  استازيتوب وکړي.

له ۱۳۷۹ کال راهیسې د طالبانو د رژیم له را پرځېدو او په هېواد کې د نوي تحول له راتګ وروسته په دې برخه کې له صفر څخه کار شروع شو، سره له دې چې میلیاردونه ډالر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشکیل او د پوځي تاسیساتو او بنسټونو په جوړولو ولګول شو، سره له دې چې پایله یې د لګول شویو منابعو او امکاناتو په اندازه چې توقع یې کېده نه وه، خو په وروستیو درې نیمو کلونو کې په دې برخه کې پام وړ اصلاحات، پرمختګ او بدلون راغی، ځکه چې هم د روزنې او تجهیزاتو له پلوه په کې ښه والی راغی او هم په کې د فساد مخه ونیول شوه، سلسله مراتب مراعت شوه، واحده قومنده ایجاد شوه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته د رسیدګي لپاره اقدامات وشو او لا هم کېږي او همدارنګه د ټپیانو اساسي درملنه، د دوی د حالت پوښتنه او د ګڼو اسانتیاو په ایجاد تمرکز زیات شو.

نن موږ ګورو چې د افغانستان دښمنان او ترهګرې ډلې زموږ له مېړنیو او اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري او ډېرې سیمې یې هم له ولکې وتلي دي دا ټول د همدغو درې نیمو کالو د هلو ځلو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو دسرښندنو برکت دی او باور دی چې دې برخې ته د هېواد د رهبرۍ د پاملرنې له امله به لا ښه پرمختګ او بدلون راشي، ځکه چې د وسله والو ځواکونو ملاتړ ته د نړیوالو پام او مرستې را جلب شوي او د دوی په لیکو کې ورځ تر بلې ښه والی او بدلون محسوسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply