طلايې فرصت؛ طالبان کولی شي ځان ثابت کړي چې ولس کې څومره ځای لري / خوشحال آصفي

0 882

طالبانو ته د ولسمشر غني د کمساري وړانديز چې ويلي يې و که طالبان له جنګه لاس واخلي، د سیاسي ګوند په توګه به یې په رسمیت وپېژني، بندیان به یې خوشي کړي او ګڼ نور امتیازونه به ورکړي؛ اوس يو ځل بيا غني له طالبانو غوښتي چې که غواړي ځان ثابت کړي چې په ولس کې ريښه لري نو په ټاکنو کې دې برخه واخلي. تېره ورځ په ارګ کې ټاکنو لپاره نوم ليکنه پيل شوه. غني دغلته د نوم لیکنې په پیل کې رسنیو ته وویل، دا د طالبانو لپاره مناسب وخت دی چې سیاسي فعالیت ته مخه کړي. نوموړي طالبانو ته په اشارې ويلي «که دوی باور لري چې د افغانستان په خلکو کې ریښې لري، انتخابات ورته ښه چانس دی او افغانان هم د سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د برخلیک په توګه پرېکړه کولی شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم ويلي چې طالبان کولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي، خپل نوماند ولري او سياسي مبارزه پيل کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په ټاکنو کې د ګډون لپاره وسله والو طالبانو ته بلنه ورکړې وه، خو طالبانو تراوسه هیڅکله نه دي ویلي چې په ولسواکي او انتخاباتو باور لري. اوس هم لوی باور دا دی چې ممکن طالبان به نه يواځې دا چې په ټاکنو کې برخه وانخلي بلکې لا به يې پر وړاندې خنډ جوړ کړي او خلک به په ټاکنو کې له ګډونه منع کړي.
د جګړې ژر پای ته رسولو او سولې کولو اصول دا دي چې يو لوری بايد جګړه وبايلي. که څه هم هغه څوک چې د خلکو آرامۍ او د سولې لپاره خپل ځان بايلونکی حسابوي او جګړه پايته رسوي، خو په حقيقت کې همدا لوری ګټونکی دی ځکه چې خاص د خدای رضا او د ولس د سوکالۍ لپاره يې جګړه بس کړې ده او مقابل لوري ته يې نور د جنګ لپاره بهانه نه ده پرېښي. همدا ډول د يو هيواد جګړه که هر څومره پېچلي او سخته وي خو د خلاصولو لپاره يې لومړی د جګړې ښکېلې غاړې په اوربند هوکړه کوي او سمدستي د مذاکراتو ميز ته کيني. ځکه اوربند دی چې د ښکېلو غاړو تر منځ د باور فضا رامنځته کولو ته فرصت برابروي.
دایمي او سرتاسري سوله هغه وخت راځي چې د جګړو په اصلی لاملونو باندې خبرې وشي او د هغوی د محوه کولو لپاره قانوني چوکاټ او میکانیزمونه وټاکل شي. دغه ميکانيزمونه هغه وخت ټاکل کيږي چې د جګړې ښکېلې غاړې د مذاکراتو ميز ته کيني، خبرې وکړي، يو د بل غوښتنې ومني او يو و بل ته قناعت ورکړلی شي. او په افغانستان کې د همدې فضا د رامنځته کولو لپاره يو ښه فرصت همدا ټاکنې دي چې بايد هر فرد په کې برخه واخلي. اوس تر ټولو اړينه دا ده چې وسله وال مخالفان بايد له دغه فرصته ګټه واخلي او د ټوپکي مبارزې پر ځای سياسي مبارزه پيل کړي.
اوس د طالبانو لپاره يو زرين چانس په لاس ورغلی دی چې په ټاکنو کې برخه واخلي، خپل نوماند ولري، د هغوی لپاره کمپاين وکړي، سياسي مبارزه وکړي او د ولس تر څنګ نړۍ ته هم وښيې چې دوی څومره سياسي وړتيا لري او رښتيا هم د ولس له منځه خلک دي او که د ولس په منځ کې منفور.
طالبان که رښتيا هم که د ولس له منځه خلک وي او نه غواړي چې ولس يې له دې نورې زياتې بدبختۍ وويني نو د ولسمشر غني د سولې وړانديزونه به ومني، جګړه به بنده کړي، ټاکنو کې به برخه واخلي، خپل نوماند به ولري او وحشت او وينې تويولو لار به پريږدي او يواځې د سياسي مبارزې له لارې به د هيواد، خلکو او خاورې له دښمنانو سره سيالي وکړي.
اوس نو په ټاکنو کې برخه اخيستلو او د ولسمشر غني د سولې وړانديزونو د منلو سره طالبانو ته په کار ده چې خپله ګونګه روژه ماته کړي، د حکومت د سولې په وړانديزونو کې که کوم مشکل او نيمګړتيا ويني، هغه دې له ولس سره شریکه کړي، طالبان دې خلکو ته ووايي چې موږ په دغه شرطونو له حکومت سره خبرې کوو. اوس که طالبان هر څومره د غني وړانديزونو ته چوپ کيږي نو دا چوپتيا يې سبب کېږي چې تاریخ ته دوی ملامت شي او ولس به داسې قضاوت وکړي چې رښتيا هم دوی د پرديو غلامان او د بادارنو په بند کې و ځکه يې ونشو کولی چې له ټوپکي مبارزې ځان راخلاص کړي او سياسي مبارزه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply