پاکستان ته به افغان دښمني په لوړه بیه تمامه شي/ محمد روښان ښاد

0 582

پاکستان باید دا درک کړي چې نننی افغانستان له هر پلوه له پروني افغانستان څخه متفاوت دی، دا سمه ده چې پرون افغانستان په وچه کې ایسار هېواد و او له همدې امله یې یوازې کراچۍ بندر ته سترګې نیولې وې، مګر نن د افغان حکومت او ولسمشر غني د ګټورو برنامو او هڅو له برکته د افغانستان جغرافیه او موقعیت بدل شوی او نور نه افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او نه یې هم یوازې کراچۍ ته سترګې پاتې دي. افغانستان نن چا بهار لري، افغانستان اقینه لري، افغانستان حیرتان لري.

افغانستان که د بحر په غاړه نه دی، خو د اورګاډي د غځېدونکو کرښو له برکته یې ځان بحر ته دومره نږدې کړی چې پر کراچۍ اتکا یې بېخي له لاسه ورکړې. افغانستان هوایي کوریډورونه لري، افغانستان سوداګریز بندرونه او ټرانزیټي لارې او هوایي دهلېزونه پرانیستي دي. د دغو لارو او دهلېزونو ښېګڼه په دې کې ده چې هم له کراچۍ بندر ورته اسانه او ارزانه او بې جنجاله دي او هم له دغو لارو او بندرونو څخه نه یوازې خپلې اړتیاوې پوره کوي، بلکې خپل محصولات هم له دغو لارو څخه نورو هېوادونو ته استوي. افغانستان اوس اسانه او ارزانه لارې لري.

پاکستان دې پرونی افغانستان له ذهنه وباسي او نننی افغانستان دې درک کړي. اوسنی افغانستان چې د پاکستان اړتیاوې هم ورپورې تړلې دي، ځکه پاکستان چې له منځنۍ اسیا سره د انرزۍ کوم قراردادونه لري، نو د دې ټولو لاره پر افغانستان ور تېره ده. پاکستان مجبوره ده چې هم د افغانستان ظرفیت او هم یې اوسنی موقعیت درک کړي او که دا کار ونه کړي، نو افغان دښمني به ورته په ډېره لوړه بیه تمامه شي.

تر هغو چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له خپلې دښمنۍ لاس وانخلي او د دوستۍ لاره اختیار نه کړي، نو تر هغو به منځنۍ اسیا ته چې د پاکستاني توکو لپاره ښه مارکېټ دی ځان نشي رسولی. پاکستان مجبور دی چې د خپلو اړتیاو د پوره کولو او د خپلو توکو د صادرولو لپاره له افغانستان سره غاړه یوسي، له افغانستان سره دوستي او ملګرتیا وکړي، کنه اقتصاد به یې ورځ تر بلې کمزوری شي، پاکستان کې به د کارخانو د بندښت له امله د وزګارتیا ستونزه زیاته شي او پاکستان به له هره پلوه دومره زیان وویني چې جبران به یې د دوی له وسه وتلی وي.

افغانستان د پاکستان په ګډون د نړۍ له هیڅ هېواد سره دښمني نه غواړي، موږ پر سوله، عدالت، دوستۍ آو ښو مناسباتو باور لرو او له همدې امله افغان دولت تل پاکستان ته د دوستۍ لاس ورغځولی او هغوی ته یې بلنه ورکړې ده چې د دولت په دولت اړیکو او مذاکراتو له لارې دې پاکستان له افغانستان سره خپلې ستونزې او معضلې په اساسي توګه حل کړي، مګر پاکستان په دې برخه کې تل په شا شوی.

پاکستان فکر کوي چې د ترهګرۍ فشار، افراطیت، تاوتریخوالی، چاودنې او وژنې به هغه وسیلې وي چې پر مټ یې دوی خپلو موخو ته ورسېږي مګر دوی دې دغه فکر له ذهنه وباسي، ځکه چې افغان ولس د هیڅ ډول زور او فشار پر وړاندې د تسلیمۍ سر نه ښکته کړی او نه به یې هم چاته ښکته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply