د سولې قومي شورا جوړېدل، ښه اقدام خو په يو شرط / خوشحال آصفي

0 586

 

په داسې حال کې چې افغان ولسمشر غني وسله والو طالبانو ته د سولې بې سابقه وړانديزونه کړي او وسله والو طالبانو لا تر اوسه غوڅ ځواب نه دی ورکړی؛ دا ځل د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزير وايې د سولې خبرو لپاره د قومونو جرګه جوړېږي. د قومونو او قبايلو چارو وزير وايي چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو لپاره قومي جرګه جوړوي او په همدې تړاو په ټول هېواد کې له خلکو سره مشورتي غونډې کوي. د شيرزي په وينا دا طرحه له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو په تړاو ده چې د قومونو يوه جرګه به جوړيږي او له طالبانو سره به مخامخ خبرې کوي. شيرزی وايې ، د همدغو خبرو لپاره له وسله والو طالبانو سره هم خبرې کوي او تازه يې په جلال اباد ښار کې له وسله والو سره پټې خبرې کړې او په کندهار کې يې هم له طالبانو سره د خبرو زمينه برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل او يو شمېر ولايتونو کې هم له يوې مياشتې راهيسې د سولې پرلت ولسي خيمې درول شوي چې دا مهال يې شمېر ۳۴ خېمو ته رسيږي. تېره ورځ د کابل سولې پرلت خيمې ګډونوالو په افغانستان کې د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل چې په يو درې مياشتينې اوربند هوکړه وکړي او د خبرو ميز ته کیني. تر اوسه لا وسله والو طالبانو د سولې پرلت وروستي غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلونه کیږی چې دلته په هيواد کې دننه افغان حکومت، سولې شورا او نړيواله ټولنه وايې چې د افغان سولې لپاره کار کوي خو هغه څه چې ترې ولس تمه لري؛ تر دې دمه نه دي ترلاسه شوي. اوس چې د قومونو او قبايلو چارو وزير د سولې لپاره د قومي شورا رامنځته کولو خبره کوي، خلکو ته پوښتنه پيدا کيږي چې آيا دا به هم لکه د سولې عالي شورا په شان شورا وي او که به رښتيا هم د خلکو د سولې خوب به رښتيا کړي؟

که څه هم په تیر کې د افغانستان د سولې عالي شورا پس منظر او تر دې مهال شپږ کلنو کارونو ته په کتو دومره هيله مندي نشته چې ګويا د قومونو شورا دې د افغان سولې لپاره د خلکو هيلې پوره کړي. خو بيا هم ځينې شرطونه شته چې که په نظر کې ونيول شي نو بيا هم امکان لري چې د سولې قومي شورا په دغه برخه کې خپل رول ادا کړي او کم تر کمه له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره شي.

لومړی: قومونو شورا ته بايد بشپړ واک ورکړل شي څو په پوره ډاډ بشپړ صلاحيت سره له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړای شي.

دويم: د قومونو شورا بايد د دولت، بهرنيانو او مغرضو کړيو د اغيز او کنټرول پرته د خبرو کولو وړتيا ولري.

درېيم: د سولې قومي شورا ته بايد له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو زمينه برابره شي

څلورم: د سولې قومي شورا کې ګدون کوونکي خلک بايد داسې وي چې له حکومت او وسله والو مخالفانو سره جنګي سابقه ونه لري

پنځم: د وسله والو طالبانو او د سولې قومي شورا د استازو تر منځ له مخامخ خبرو وروسته بايد ګډ پرېکړه ليک ته درناوی وشي. په دې مانا کله چې وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو وروسته د سولې قومي شورا کوم پرېکړه ليک صادر کړ او په کې حکومت، مخالفې وسله والې ډلې او بهرنيانو ته کوم شرطونه او وړانديزونه وکړل نو بايد ټول اړخونه يې په پوره درناوي ومني او د پوره کولو لپاره يې ژر تر ژر لاس په کار شي.

د افغانستان جګړې ته په کتو د سولې د قومو شوار ته هم چندان هيله مندي نشته ځکه چې د افغانستان جګړه اوس نړيوال شوې او د نړيوالو ګټې په کې خوندي دي. اوس د جګړې په دواړو غاړو کې د جګړې د خلاصون غوڅه اراده نه ليدل کيږي ځکه نه طالب خپلواک دی چې د خپل بادار د اجازې پرته دې د قومونو شورا د سولې غوښتنې ومني او نه هم په مقابل لوري کې دومره وړتيا شته چې د هغه جګړې پاي پیدا کړي چې ګټې يې لويو هيوادونو ته رسيږي. خو بيا هم د حکومت په مخالف اړخ کې هغه وسله وال چې نور له جنګه ستړي دي او په دې تلاش کې دي چې يو څوک يې د حکومت سره د خبرو زمينه برابره کړې؛ نو په پورته شرايطو سره به د سولې قومونو شورا وکولی شي چې کم تر کمه د حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply