ملا / شاهدالله انسان 

0 529

انسان نرم‌مزاجه هست شوی، نرمي يې خوښېږي او ورته تسليم دی. متل دی، وايي نرمه غاړه چاړه هم نه پرې کوي. د انسان په نرمښت او سختي کې طبيعت هم رغنده رول لري. د ارواپوهنې له نظره د لوړې او وچې سيمې اوسېدونکي تر ډېره سخت او د زرغونو او پراخو سيمو خلک پوست طبيعت لري. د بېلابېلو علومو او مسلکونو زده‌کړه او دنده هم انسان نرم يا سختولای شي، لکه نظامي خلک ډېری وچ او غوسه‌ناک او د هنرونو مريدان جانانه خلک وي. ملا د لومړنيو اسلامي ښوونو او اصولو پوهېدونکي سړي ته وايي، که څه هم ملا تر ډېره وچه خبره کړې، خو په افغاني ټولنه کې يې خبره کره او منل حتمي وو. په ټوله کې افغانان، په تېره پښتانه يو څه توند دي او په اړه يې مشهوره ده چې په رضا دوزخ ته ځي، خو په زور جنت نه غواړي.

په افغاني ټولنه کې ملا ته هم ان د دين په څېر د ارزښت په سترګه کتل کېدل، خو اوس يې نه خبره هغه ځای لري او نه هغسې منونکي. په دې کې د نورو تر څنګ يو عمده علت سياسي هم دی. د ملا له نوم، جامې او فکره ناوړه ګټه او له دې امله د ټولنې د عمومي فکر او تګلارې پر وړاندې درېدل د ملا او ملايي رنګ پيکه کړ. په هېواد کې د روانې يو څلوېښت کلنې جګړې په بلولو او لمبه کې ملا په مستقيم يا غير مستقيم ډول ښکېل و، په زرګونه بې‌ګناه خلکو د پټکي پر سر کم عمره هلکانو له خوا په بېلابېلو نومونو ټاپه لګول شوې او په کاذبه فتوا يې اولادونه بې‌سرپرسته، مور بوره، مېرمن کونډه او خور، بې‌وروره شوې ده.

ملا له کلونو په مستقيم يا غير مستقيم ډول له خلکو سره په جګړه کې دی، تل يې وچه خبره کړې، په وړو مسايلو تم شوی، د کم‌فکري او تحرکاتو په مټ د پرمختګ په مخالف جهت کې درول شوی او د خلکو د مينې له زړونو د نفرت تر ميدانونو بېول شوی دی.
له منصوره تر نجيبه او شاپوره لسګونه زره کسان د ملا او ملايي په مټ تر داره رسول شوي او لا هم دنګې نښتر ځوانۍ له همدې فکر او ادرسه وينې خوري. په مختلفو وختونو کې بېلابېل کسان له بېلابېلو ادرسونو د ملا د کږو پر وړاندې درېدلي، خو کمو تر کامرانۍ د فتحې توغ رسولی دی. چا د سياست، چا له ټولنيزې لارې، ځينو له ادب او ځينو له همدې محراب او منبره د توندي او سخت اسلام خبره رد کړې او ويلي يې دي چې له دينه سکروټه جوړول له ملا تر ملا د ټولو په زيان ده.

د غني خان په اړه مشهوره ده چې يو ځل څوک ملاقات ته ورتلل، له چا يې د غني د کور پته پوښتلې وه، په ځواب کې ورته ويل شوي وو چې د هغه کافر غني خان کور؟ کله چې مېلمانه کور ته ورغلي وو؛ نو غني يې پوښتلی و چې خلک کافر درته وايي، دا ولې!؟ د غني خان ځواب و چې ملا خلکو ته وايي چې قبر دی، دزوخ دی، د خدای قهر دی او عذابونه دي، خو زه ورته وايم چې الله ج پر خپلو بنده ګانو رحيم دی، پرې دردېږي او له موره زيات پرې مهربان دی. بس په دې خبره چې زه خلک په مينه د خدای لور ته رابولم او دوی له خپل فطرت سره سم په غصب؛ نو دوی مې نه‌شي زغملای، پروپاګند راپسې کوي او د خلکو تر منځ د منفور کېدو لپاره مې کافر بولي.

له غني خانه کلونه اوړي، اوس هم حالت تصوري بدلون نه دی کړی، خو تېر ته په کتو د دين د افراطي تعبير د مخنيوي د کاروان ډېری ژڼي د بري تر ميدانه چټک ځغلي. ملا عصري علوم، اسانه ژوند او سوکالي اور ګرځولي، د نورو وطنونو ښکلا او ابادي د خدای حکمت بولي او دلته وايي چې الدنيا سجن المؤمن. د نورې دنيا خلکو ته ژوند د خدای ډالۍ او د دې کوچنۍ جغرافيې دربدره انسان ته هوساينه سوچ کفر او ناروا ده. ملا د اسلام د نرمښت اصل ته له پام پرته قمچينه پورته کړې او د ضرورت پر اساس پورته کېدونکی سر هم تر ځمکې رسوي.

د انسانانو ژوند تباه شوی، بشر قتل شوی، بې‌پته شوی او لا هم د ناروا قتال توره مرۍ ريبي، خو ملا د خپل مسووليت له مخې د انسان ژوند ته د پام پر ځای د غنمو د يوې لپې عشر مسايل ښکته پورته کړي/کوي او معمولي نيوکه کوونکي يې هم له دينه مستثنا کړي دي.
که ملايانو خپله دا کار نه وي کړی، بيا هم مسوول دي او د پړې ګوته ورته نيول کېږي، ځکه چې د دوی له نوم او مقام څخه د ناوړه ګټه اخيستنې پر وړاندې غږ پورته کولای او خلک په اسانۍ د ځان ملګري کولای شوای. خدای د ضرورت په وخت کې شراب او د خنزير غوښه روا ګرځولي، خو ملا د تذکرې لپاره عکس اخيستونکی د حد وړ باله؛ نو چې افراط دومره لوړ شي، انساني ارزښتونه کمرنګه او د ژوند خوښۍ د بدرنګۍ په لوګيو کې پټې شي؛ نو طبعاً انسان سختېږي، حوصله پای مومي او بالاخره د طبيعت د قانون له مخې عمل، عکس العمل پيدا کوي.
ولس له ملا ناراضه دی، وايي ما دې قدر وکړ، په درنه مې درته وکتل، ځای مې درکړ او خپل مې وبللې، خو تا خپلې ټولنې ته له خپلو سترګو و نه کتل، د نورو له نظره پړ درته ښکاره شوم او د اجنبي په څېر دې په يوه او بله پلمه د ظلم لايق وګڼلم.
هغه سړی پر ما د کفر ګواهي ورکوي
څوک چې زما په زور محراب ته ځي، منبر ته رسي

ملا ګيله کوي چې خپل مسووليت ادا کوي، خو خلک يې خبره نه اوري او عمل نه پرې کوي، خو خلک وايي چې ملايي ذهنيت يې تر منځ فاصلې کمېدو ته نه پرېږدي چې هماغه له دنيا سره يو ډول زشت چلند او دښمني ده. د دوی په خبره د دنيا ښه‌والی د عقبا ښېګڼه ده، سهولت يې ښه ژوند او د عباداتو ښې اداينې ته لاره هواروي او له سختيو يې ژغوري، خو د ملا په فکر که خلک معمولي ازادي حس کړي، بې‌لارې به شي، د ښو جامو اغوستل هم شين کفر بولي او ډاګيزه دښمني ورسره کوي.

خو دا چې ستونزه دوه‌طرفه وي، حل يې همداسې، ډېر داسې ديني عالمان شته چې له ديني سره يې دنيوي علوم يادوي او له منل شويو اصولو سره سم يې د اخروي ژوند وسيله بولي، هم په خلکو کې عالي مقام لري او هم يې هره خبره تاييدوي.
همداسې يو ديني عالم مې دوست دی، په عربي، انګلش او څو ژبو پوهېږي، له کمپيوټر، نېټ او موبايله اعظمي ښه ګټه اخلي، ژوند او افعال يې له اسلامي اصولو سره برابر دي، له خلکو سره نيکې او صميمي اړيکې لري او په ډېرو ځايونو کې د ښه‌والي سيمبول يادېږي.

دا منل شوې ديني او اصولي خبره ده چې انساني ژوند ته بايد وسايل جوړ او له هر ډول وسايلو بايد ګټه واخيستل شي. حضرت محمد «ص» د خپل زمان پر غوره اس او اوښ سپرېده، په بهترين ځای کې کښېناسته او د خلکو له اړتيا سره سم د مناسب چلند له امله د ټولو په زړونو کې و. مالومه ده چې که خوږ نبي اکرم «ص» اوس مهال ژوندی وای، تر ټولو ښه موټر، موبايل، کور او نور سهولتونه به يې وو.
د اسلام اصل په مينه کې د ورورولي او خواخوږي ژوند دی، نه د دين له ادرسه د نورو ژوند اور کول. که ملا له خلکو سره جوړ جاړی وکړي، معاصرې اړتياوې درک او پر اساس يې قدم واخلي، شونې ده چې د ده او خلکو تر منځ را منځ ته شوی واټن کم او د خپل لازمي حيثيت د تر لاسه کولو په لور ګام واخلي، که نه د فکرونو د ټکر خطرناکه جګړه به فزيکي بڼه غوره او لا اورنۍ او خونړۍ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply