سوله لا هم اساسي غوښتنه او لومړیتوب دی/ اېمل پیاوړی

0 702

په دې کې شک نشته چې د ولسمشر غني د سولې د ډېر سخاوتمندانه، اصولي او بېساري وړاندیز باوجود هم طالب وسله والو په جګړه او وحشت لاس پورې کړ، ځکه دوی همدا سږکال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جوماتونو او عامه تاسیساتو په ګډون ملکي وګړي په نښه کړل او په دې ډول یې زموږ ډېرې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.

مګر د طالب وسله والو د دغو وحشتونو او جنایتونو باوجود لا هم افغان ولس او افغان حکومت له سولې څخه نه دی په شا شوی او نه به هم په شا شي. دلیل یې دادی چې سوله زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده. بله دا چې د ستونزې اساسي حل په سوله کې نغښتی، تر هغو چې سوله نه وي راغلې، نو وژنې، ورانۍ، دربدرۍ او بدبختۍ به همداسې ادامه لري او زموږ هېوادوال د اوږدو جګړو له امله نور ستړي شوي دي، نو ځکه دوی تر هر څه لومړی سولې ته ارزښت ورکوي.

بل عمده دلیل یې دادی چې په دې کې شک نشته چې طالب وسله وال اوس په څو ډلو ټپلو وېشل شوي دي، ځینې یې د سولې او ځینې یې د جنګ پلویان دي، هغوی چې د سولې غوښتونکي دي، هغوی یا بې صلاحیته شوي، یا هم په پاکستان کې له خپلو کورنیو سره نظر بند دي چې  په اوسني وخت کې په ښکاره د سولې خبره نشي کولی، ځکه دوی د خپلو ځانونو او کورنیو د خوندي وتلو لپاره مناسب فرصت لټوي. مګر پاکستاني استخبارات او نورې بهرنۍ تروریستي ډلې او حتی د نشه یي توکو کاروباریان غواړي چې طالب وسله وال اوسنۍ جګړه همداسې جاري وساتي، ځکه د دوی ګټې په جګړه کې خوندي دي. نو دغه ډلې طالبان د دغه ډول وحشتونو او جنایتونو ترسره کولو ته لمسوي لکه په دا تېرو څو میاشتو کې یې چې ترسره کړل، ځکه دوی غواړي په دې ډول سره هم د افغان ولس د سولې هیله ووژني او هم افغان حکومت د سولې له غوښتنې، وړاندیز او بلنې څخه په شا کړي.

مګر افغان حکومت د دښمنانو دغه شوم نیت او اراده درک کړې او د همدې لپاره په هیڅ شرط له سولې څخه نه شاته کېږي. حکومت ان له همغه لومړي سره دوه انتخابه لرل چې یو د سولې او بل د جنګ انتخاب دی. مګر لومړیتوب یې سولې ته ورکاوه، خو دا په دې مانا هم نه وه چې د طالب وسله والو بریدونو پر وړاندې دې غلي پاتې شي، بلکې دوی هم د سولې لپاره پوره چمتووالی نیولی او نه یې د جګړې لپاره او حتی ولسمشر غني بار بار په امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ کړی چې د دښمن پر وړانډې باید یوه شیبه هم ارام پاتې نشي او هغوی ته باید غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

د سیمې استخابارات او وسله وال طالبان دې په دې پوه شي چې د جګړې، وحشتونو او جنایتونو په ترسره کولو سره افغان ولس نه شي نهیلی کولی او نه یې هم له خپلو لومړیتوبونو او اساسي غوښتنو په شا کولی شي. که چېرې طالب وسله وال واقعآً په خپل اختیار کې وي او په دې وطن او خلکو یې زړه درد کوي، نو بیا دې د جګړې پر ځای د سولې لاره اختیار کړي او هره غوښتنه، ګیله او شکایت دې چې لري هغه دې د مذاکراتو مېز ته وړاندې کړي او پدې دې ټینګ باور ولري چې سوله لا هم د افغان ولس او افغان حکومت اساسي غوښتنه او لومړیتوب دی او هره شیبه دغه لومړیتوب او غوښتنې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply