د بې وسی نیم ژوند/ عبدالرووف لیوال

0 741

په نوره نړۍ کې د بډوډو د ناروغانو لپاره د هرتازه او نوی بډوډی بیه یولک ډالره چې یواویا لکه افغانۍ کیږی ، ده ـ خو د افغانستان دبې وزلو ، اوهغه کسان چې د انسان تښتونکو له خوا تښتول شوی وی ، هر بډوډی یې یو نیم لک یا تردوه لکوافغانیو پلورل کیږی ، دا احتمال هم شته هغه بډوډی چې له نالوستو او پوونده (شپنو) ښځو نه د زیږون په مهال د سازارین په پلمه ویستل کیږی بیع یې دوه لکه افغانۍ وی .

دهرات د(دشت حوض) د کډوالو پنډغالی :

دا د کډوالو پنډغالی چې د فراه ، فاریاب او غور د ورستیو جګړو او د بادغیس د وچکالی له امله بې ځایه شوی کورنۍ په وچه بیدیا، څلویښت درجې تودوخه کې تر شنه او سوزنده آسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوی او دتف باد له امله د ډیرو اوسیدونکو شونډې د وچې بیدیا د کودوړو په څیر چاودلی، د دې پنډ غالی نه چې د هرات د ښارشمال لویدیځ پلو په پنځلس کیلو مترۍ کې پروت دی، سپین ږیری، ښځې او کله هم ماشومان د سهار له خوا د هرات ښار ته د سوالګرۍ (ګدایی) لپاره راځی او مازیګر بیرته پنډ غالی ته درومی .

د بډوډی د پلور کیسه :

ګل احمدهغه ځوان چې د فراه د پرچمن ولسوالۍ اوسیدونکی ده داسې نقل کا: ((په فراه کې په خوارۍ او مزدورۍ اخته وم ، څلور کاله دمخه مې واده وکړاواوس دوه بچیان لرم، په فراه کې مې ژوند ښه وو، دومره رارسیدل چې سبا او بیګاه یې وخورو، خو کله چې طالبانو په پرچمن یرغل راووړ،هرڅه موله خاوروایرو سره برابرشول – د ناچارۍ له امله دې کمپ ته راغلم، ژوند مې لا هغه مهال لاتریخ شو چې په کمپ کې زماد میرمنې زیږون ستونزمن شو، هیڅ مې نه درلودل، بله چاره نه وه، دې ته اړشوم ترڅوخپل یو بډوډی په دوه لکه افغانۍ وپلورم اود میرمنې او بچیانو ژوند مې وژغورم )).

د پرچمن ولسوالۍ سقوط اود ایران موخې :

د فراه دپرچمن ولسوالۍ چې کابو یو سلواویا کیلومتره د فراه له ښار نه شمال ختیځ پلوته واټن لری، هغه ولسوالۍ ده چې د بخش آباد د اوبوبند به پکې جوړشی،  ایران نه غواړی دا بند جوړ شی ،نو طالبانو اود دولت مخالفینو د ایران په ټونګ په پرچمن یرغل وکړاودا ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ شوه او دبند د رغونې کار په ټپه ودرید.

د چغچران فلسفه :

په غوری لهجه چغ (هغه خلی چې چچ ورځینې جوړیږی ) اوچران هم چریدن یاڅړمانا ورکوی ، یعنی د وچ کالۍ پر مهال بزې اونور څاروی دچچ خلی خوری اوځان له ولږې ژغوری – چې اوس دا چغ چران چې دغور ولایت مرکز دی په (فیروزکوه ) بدل شوی اودغورځینې خلک هم دوچکالۍ او جګړي له امله د هرات دې پنډ غالی ته راکوچیدلی ـ په بادغیس کې هم داسې وچکالی راغلې چې د څارویو لپاره شین ډکی او یوه سلواغه اوبه نه پیداکیږی ، چې ددې ولایت ځینې اوسیدونکی هم په دې پنډ غالی کې شپې اوورځې سبا کوی .

تالی څټې رسنۍ اوبابیزه چلند :

زموږرسنۍ چې هره ورځ زموږپه خلکودتپل شوې جګړې راپورونه چاغوی ، د ټولنې له سترو ناورینونو(لکه دبډوډوسوداګر)هیڅ خبرنه دی ، کرۍ ورځ لګیا دی دجګړو، بې اتفاقی (لکه طلوع ) اوتعصب (لکه شبکه اطلاع رسانی ) سوژې لټوی – هغه خبرې سوژې چې زموږدخلکودربړونو،ستونزوپه هکله دی، له دې رسنیو هیرې یاهم د خپلو ګټو په خاطر پرې سترګې پټوی . پاک الله دې زموږپه خلکوورحمیږی !

عبدالرووف لیوال .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply