د اوربند پر مهال دواړو خواوو ته متوجه ننګونې

0 602

ښکاري چې د طالبانو او دولت تر منځ د لنډمهالي اوربند له کبله د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې خورا حساسې او هیله‌بښونکې شیبې پیل شوې دي. په یوه بی‌ساري ګام کې طالب مشرانو پر افغان ځواکونو درې ورځې د بریدونو د نه کولو لارښوونه کړې چې له ولسمشره تر ولسکشره یې له دې ځورېدلي ملت سره د سولې هیلې پیدا کړې دي. دا د افغانستان د روانې کشالې تر ټولو مهم اړخ دی چې تمه ده د یوه روښانه او سوله‌یز خوځښت پیل وي. د نړۍ په ټولو جګړو کې سوله له یوه ټکي پیل شوې او ملتونه یې د تلپاتې ارامۍ پر لور بېولي دي. طالبانو په خپل دغه ډرامټیک حرکت سره افغان ملت ته داسې شین څراغ ورکړ چې له هره لوري یې تاندې هیلې را وټوکولې.
خو له دې خبر وروسته ملت، حکومت او طالبانو ته نوي مسوولیتونه ور له غاړې شول.

لومړی
افغان دولت او افغان طالبانو ته په کار دي چې په رښتیني ډول خپلې ژمنې عملي او خپل واک او ځواک د افغانستان خلکو ته وښيي.

دویم
واړه غاړې دې ملت په رښتیني ډول ډاډه کړي چې د دوی د سولې دغه لنډمهالی اوربند د دوی د ټولو کوچنیو ډلو او افرادو له خوا د درناوي وړ دی. دواړو غاړو ته مضر عناصر شته او هڅه به یې دا وي چې د افغانستان د خلکو لنډمهالې خوښي او را منځ ته شوی سوله‌یز باور زیانمن کړي.

دواړو غاړو ته په کار ده چې د اوربند د سبوتاژ کولو کړیو ته ښه ځیر و اوسي او مالومه کړي چې کوم اړخونه سوله نه غواړي. د دغو کړیو له مالومېدو وروسته دې د هغوی پر ضد دواړه اړخونه کلک ګامونه پورته کړي. دواړې خواوې دې په دغو دریو ورځو کې یوه او بل ته بشپړ درناوی وکړي چې دغه ډول هڅې د راتلونکې دوامدارې سولې او خبرو باور را منځ ته کړي.
ولسمشر دې وار ړومبی او له مقابل اړخ څخه دې مننه وکړي او د ښه نیت ښوولو په پار دې یو لړ نور مثبت ګامونه د سولې د پیغام په توګه پورته کړي.
کېدای شي یوه لاره د یو شمېر هغو کسانو له بنده خوشې کول وي چې د طالبانو په نوم نیول شوي او ډېر مضر نه دي. دغه ډول هڅې کولای شي د ښکېلو غاړو تر منځ خوشبیني او باور زیات کړي او د دغه ډول لنډمهاله سولې د غځېدو سبب کېږي.
که ممکنه وي د دغه ډول مثبتو ګامونو د غځېدو په موخه دې افغان دولت طالب مشرانو ته د اختر مبارکي پیغامونه مخابره کړي چې د اړیکو د ټینګولو د څرکونو د را منځ ته کېدو سبب شي. حکومت کولای شي په لوړه کچه د سولې د خبرو د پیل او د دغه ډول اوربند د غځېدو او یا په راتلونکي کې د ورته اوربند د رامنځ ته کېدو په موخه یو شمېر مخور دیني عالمان طالبانو ته ور واستوي او د سولې خبرو ته د هغوی د هڅولو په موخه دې یو لړ پروګرامونه رامخې ته کړي.

افغان ولسمشر کولای شي چې د سولې د وړاندې شوې طرحې د بیا تازه کولو په لړ کې یو شمېر لوی او کوچني امتیازونه طالبانو ته وړاندې او هغوی دې نور هم وهڅوي. ان کېدای شي د طالبانو لپاره د یوه نوي ادرس ورکولو موضوع را وړاندې شي او په دې توګه دې طالبانو ته د خبرو د پیل باور ورکړي.
ولسمشر غني ته مشوره دا ده چې د سولې لپاره د مثبتې فضا د را منځ ته کولو په پار دې خپل اختریز پیغام په داسې تول برابر کړي چې په بشپړ ډول د سولې په خبرو راټول او د طالبانو د دغه لنډمهالي اوربند د هڅونې کلمې پکې راغونډې کړای شوې وي.
ورسره په خوا کې دې د افغانستان پر ملت غږ وشي چې د خپل کلي طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره د جګړې پر ځای خبرو اترو ته ځانونه برابر کړي او ټاکل شوی اوربند وغځوي.

حکومت دې له خپلو نړیوالو ملګرو په سر کې له امریکا، اروپا او ناټو څخه په کلکه وغواړي چې دوی هم په بشپړ ډول د اختر په دریو ورځو کې اوربند مراعات او داسې حرکتونه ودروي چې له کبله یې پر افغان خاوره د جګړې د را منځ ته کېدو سبب کېږي او یا طالبانو ته د بریدونو بهانه په لاس ورکوي.
ولس او مطبوعات دې د سولې د مزې څکلو په بهانه داسې مثبته تبلیغاتي فضا را منځ ته کړي چې پر ښکېلو اړخونو یې اغېز ډېر او په راتلونکي کې د ورته مناسبتونو د را منځ ته کېدو په سبب ډزبندیز وشي.
د افغانستان پر ټولنیزو رسنیو د خلکو مثبت غبرګون باید نور هم پراخ او درې واړه غاړې دې وهڅول شي چې اوربند مراعات او د افغانانو د خوښۍ درناوی وشي. سره له دې چې مضرې رسنۍ او اشخاص به په دې تړاو خپل زهر شیندي، خو ولس باید په خپلو نظرونو او لیکنو کې دغه کړۍ او اشخاص ورټي او د رسوا کولو او منزوي کولو هڅې دې پراخې کړي.

طالبانو ته هم په کار ده چې له جګړې لېرې د سولې تجربه هم و ازمویي او د ولس غبرګون ته په کتو سره دې د جګړې او د دوی په اصطلاح، اشغال د پای ته رسولو په نورو لارو فکر وکړي. دا رنګه دې پر رسنیو او غبرګونونو پام راټول کړي چې خپل دوست او دښمن ښه ورمالوم شي. د بهرنیو له اغېزه دې په دې ډول بهانو کرار کرار ځان بشپړ خپلواک او د مهمو پرېکړو په برخه کې دې دغه ډول جرات تکرار کړي.
دوی دې هم د ښه نیت د ښوولو په موخه یو لړ ګامونه پورته او له دولت سره دې د خیرغوښتونکو کړیو په مټ د بندیانو د تبادلې په ګډون مذاکرات پیل کړي. طالبان دې دغه اوربند یوه بهانه او د ډیپلوماسۍ ژبه دې پراخه کړي، په تېره بيا کولای شي له سیاسي ګوندونو سره اړیکې ټینګې کړي.

په لویه کې دا لنډمهالی اوربند د دولت، امریکا او طالبانو له خوا بې‌ساری نوښت او د سولې د خبرو دپیل لپاره ښه زېری دی چې کړېدلو افغانانو ته ټیکاو د لمر د راختو هیلې ورکوي او هغو کسانو ته غاښ‌ماتونکی ځواب دی چې طالبان یې یوازې د جګړې بړېڅي بلل او باور یې نه کاوه چې دوی هم سوله‌یزه ژبه کارولای شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply