اوربند د ځینو اندېښنې ډېرې کړې/ اېمل پیاوړی

0 616

د اوربند له برکته د تېر نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ څو چنده زیاتې شوې او عامو خلکو دغه خوښۍ د جشنونو په بڼه ونمانځلې، ځکه کله چې دوی افغان وسله وال طالب او امنیتي ځواکونه ولیدل چې ګډ ګرځي، یو بل ته ور ترغاړې وتلي، سره خاندې او خواله کوي، نو عامو خلکو د څلورو لسیزو اوږده جګړه له ذهنه وتوږله او داسې یې وانګېرله لکه چې نور له دغې جګړې څخه ژغورل شوي وي.

خو داسې هم نه وه چې ټول دې له یوې مخې دغه اوربند ته خوشاله شوي وي، خینې یې برعکس خواشیني او اندېښمن کړل حتی دومره یې خپه کړل چې خپله خواشیني او اندېښنه یې کنټرول نشوای کړی د څرګندونو، لیکنواو پوسټونو په بڼه یې څرګنده کړه.

کله چې جګړه په لنګه غوا او د ګټې وټې په ماشین بدله  شي، نو معلومدار چې د جګړې په پایته رسېدو او اوربند سره د هغو افرادو، اشخاصو، ډلو ټپلو او ګروپونوشخصي او مالي ګټې په خطر کې وي چې له جګړې څخه سرچینه اخلي او له بده مرغه په هېواد کې روانه بدمرغه جګړه ډېرو ته د ګټې وټې منبع او وسیله ده.

ځکه موږ ګورو ډېر هغه کسان چې تر پرونه عادي خلک و، مګر د جګړې له برکته یې هم پیسې پیدا کړې، هم مهمو مقامونو ته ورسېدل، هم یې نوم او شهرت وموند، د اراګاه بارګاه خاوندان شول، چې اکثره همدغه ټيپ خلک له افغان وسله والو طالبانو سره په لنډمهاله اوربند له زړه خواشیني و او که اوربند لږ نور هم اوږد شوی وای، ممکن د اعتراض په توګه لارو او کوڅو ته راوتلي وای.

دغه د اوربند له امله اندېښمن کسان په دې ښه پوهېږي چې که اوربند په دایمي سوله بدل شي، نو خپلې ګټې به له لاسه ورکړي، حتی د تېرو نادودو، غلاو، لوټ او فساد حساب او کتاب به ورسره وشي او ممکن د خپلو بدرنګو اعمالو سزا وویني.

د دغه وړ کسانو په منځ کې داسې څوک هم موندلی شئ چې پردیو هېوادونو او استخباراتو سره تړلي وي او دوی ممکن یادو هېوادونو ته د وفادارۍ په توګه د مادي امتیاز په بدل کې په هېواد کې د جګړې دوام غواړي.

د دې او دېته ورته کسانو، ډلو او ټپلو د شتون له امله په افغانستان کې جګړه څلور لسیزه اوږده شوه او که چېرې یې د ختمولو لپاره جدي تدابیر ونه نیول شي او عملي اقدامات ونشي، نو دا وېره موجوده ده چې جګړه به همداسې پسې دوامداره شي، مګر درې ورځني اوربند او د اوربند پرمهال د عامو هېوادوالو خوشالي دا ثابته او یقیني کړه چې سوله راتلونکې ده او که خدای کول ډېر ژر به افغانان دغې لویې او ځنډنۍ موخې ته ورسېږي.

خو سوله په عذرونو ، زاریو، ننواتو او دعاګانو نه راځي، سوله عمل او اقدام دواړه غواړي هم له ولس، هم له حکومت او هم له طالب څخه، خصوصاً په دې برخه کې د ولس رول نهایت مهم دی، ځکه دوی له دواړو غاړو سره تماسونه لري او پر دواړو غاړو خپل اغېز او نفوذ لري، نو ښایي چې له دغه نفوذ څخه په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره معقوله استفاده وکړي او دواوړه غاړې د سولې لپاره د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته کېنوي، تر څو د جګړې پرځای خپلې ستونزې د خبرو له لارې په سوله ییزه توګه حل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply