د مرګ په بستره /د. محمد عبدالرحمٰن العريفى -ژ: میوند محمد جمال

0 887

د مرګ په بستره

كه د كوم مريض د ځنكدن وخت وي ډاكټر ته څه كول پكار دي؟

څه وخت چې په كوم مريض يا كوم بل كس د ځنكدن حالت ښكاره شو، نو ډاكټر او ولاړ بل انسان ته پكار دي، چې هغه انسان ته د لا اله الا الله ويلو تلقين وكړي، ځكه د ابوسعيد الخدري رضى الله عنه نه روايت دى، چې ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه واورېدل چې هغه وفرمايل:

«لقنو ا موتاكم: لا اله الا الله»

ژباړه: «هغه خلك چې د هغوى ځنكدن وي هغوى ته د لا اله الاالله د ويلو تلقين وكړى» (مسلم)

د تلقين نه مراد دا نه دى چې هغه ته ووايي چې: لا اله الاالله ووايه ستا مرګ را نژدې شوى دى، بلكې د هغه په مخكې په زوره لا اله الا الله ووايه ځكه كله چې هغه دا واوري بيا يې د دې ويل رايادېږي او دغسی يې بيا هغه وايي.

كه چېرته د كوم كافر ځنكدن وي بيا هغه ته د دې ويلو چې لا اله الاالله ووايه څه خبره نه ده، ځكه د رسول الله صلى الله عليه وسلم تره ابوطالب چې څه وخت  مړكېده رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل:

«اى زما تره! لا اله الا الله ووايه زه به الله جل جلاله سره ستا د دغه لا اله الاالله په ويلو ټينګ ودرېږم»(بخاري- مسلم)

رسول الله صلى عليه وسلم يو يهودي هلك ته ورغى چې هغه د ځنكدن په حالت كې و او ورته يې وويل: اى هلكه! لا اله الا الله ووايه. رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته دا خبره ترهغې وكړه ترڅو چې هغه لا اله الا الله وويل او بيا هغه مړ شو بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:

د الله جل جلاله شكر دى، چې دا يې د جهنم د اورنه وساته. (بخاري)

څوك چې د هغه چاسره ناست وي، چې د هغه ځنكدن وي هغه ته پكار دي، چې د الله جل جلاله په باره كې هغه ته د خير او ښه ګمان کولو و وايي، ځكه د ځنكدن حالت ډېر سخت وي او كېداى شي هغه په دې وخت كې د اولاد د راتلونكې ، په هغه د قرض او نيستى فكر وي، نو پكار ده هغه ته دا وويل شي چې روزي، خوشحالي او هرڅه د الله جل جلاله په لاس كې دي او ستا بچي به هغه ( الله عزوجل ) نه خواروي ترڅو د هغه فكر بدل شی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply