که امريکايي پوځيان ووتل، افغانستان به د نيابتي جګړې په ميدان بدل شي

0 628

سيد حسين پاچا

مشرف:

که امريکايي پوځيان ووتل، افغانستان به د نيابتي جګړې په ميدان بدل شي

نظر محمد مطمئن خو طالب ته پرتوګ وراغوندي، خو د پاکستان نظامي وسياسي واکمنان يې ترې هر ځل وباسي

له پنجاب سره زموږ حقوقي ستونزه ده، نه مذهبي چې دا حقوقي و سياسي بنسټيزه هواری غواړي، نه مذهبي او نه زور ازماينه

څڼور، ناپوه طالب د نجيب پر وژنه داسې يوه ملي – نابښونکې تېروتنه کړې چې بيا به هېڅکله سياسي واک ترلاسه نه کړي او نه به بيا پر کابل د پنجاب د تسلط خوب رښتينی شي.

د مشرف، څڼور طالب او د سياسي ملايانو د پوهاوي په پار :

له فقهي (شرعي) پلوه که له يو چا نه په لمانځه کې باد لاړ شي او اودس يې مات شي، نو چوپه خوله به ولاړ شي خپل اودس به وکړي او بير ته به خپل لمونځ له هماغه ځايه شروع کړي. تر څو چې خبرې يې کړې وي نه وي او يا به بل داسې کار (چار) چې لمونځ ماتوي. له سره ګرځونه پرې نشته، خو که خبرې يې وکړې او يا داسې کړنه (چاره) يې ترسره کړه چې لمونځ يې خرابولو، نو بيا به يې له سره وګرځوي.

مانا دا چې په عبادت کې د دې سهولت شته، خو په سياست کې بيا د دې سهولت وجبيره نشته. طالب اګاهانه يا نااګاهانه داسې سياسي او هم قانوني – کلتوري تېروتنه وکړه چې بيا جبيره ورته ډېره ګرانه ده چې ځان سپين کړي. له شرعي (اسلامي) وحقوقي پلوه هم دا حق نشته چې يو څوک له محاکمې پرته ووژنې، ولو که مجرم هم وي، خو د محکمې حق بايد ورکړل شي.

درې سختې تېروتنې د وينو له لوړې بيې سره :

لومړی د مصر د اخوان المسلمين تېروتنه

اخوان المسلمين د مصر د ولسمشر انور سادات په وژنه کې چې هغه هېڅکله اخوان المسلمين نه دی، خو دوی يې پړه پر غاړه واخېسته، خو نن يې لوړه بيه پرې کوي. د هغې مړينې ځينې بهرني فکتورونه او ابعاد لرل، خو بېځايه احساساتو له داسې يو ناپايه ګړنګه وغورځول چې بيا به راپورته کېدل ترې ورته ډېر ګران وستونزمن دي.

دويم د لرې پښتونخوا ملي عوامي ګوند تېروتنه

دا به وخت روښانه کړي، خو تر ډېره داسې برېښي چې دا کار هم بل چا کړی. نورې ډېرې موخې به يې هم لرلې، خو دوه يې ډېرې زړه ته نژدې وې (باوري وې) چې يوه پرې د کابل او د پنجاب اړيکي خرابول وو او تر ډېره يې عُقده يې بڼه لرله چې د بوټو کورنۍ د شهيد داوود خان له کورنۍ سره نژدې شي او دويم دا چې پښتانه سره جلا او ترمينځ يې تربګني (دښمني) وزږيږي.

درېيمه د څڼورو او وړندو طالبانو تېروتنه

دا به هم وخت روښانه کړي چې ډاکټر نجيب الله چا وژلی دی او څوک يې اصلي عاملين دي؟ خو تر ډېره باوري (يقيني) او زړه ته نژدې دا ده چې هغه هم د پنجاب د ناروا غوښتنو بلهاري شوی. دا چې هلته يې عرب او دلته يې بيا موږ پښتانه سره پخپلو کې نه منو دا بېله خبره ده، خو لوړه بيه يې هلته هغوی (اخوان المسلمين) او دلته يې موږ لروبر پښتانه پرې کوو.

له بده مرغه يوه لويه ستونزه په موږ دواړ لروبر پښتنو او هلته په مصريانو کې دا ده چې يو کار مو هډو کړی نه وي، خو پړه يې پر ځان اخلو چې دا زياتره د نورو لورې راباندې راتپل شوي هم وي، خو قناعت پرې هم نه کوو.

د ښاغلي زلمی خليلزاد د مرکې يوه برخه :

افغان سباوون : سيد سليمان اشنا

پوښتنه :

بښنه غواړم، بيرته دې پوښتنې ته ورشم چې دا بُعد يې راته تشريح کړئ چې تاسو يې سوله اصلي علت ګڼئ، [هو]. ولې سوله د دې هېوادونو په کومک نه شي تامين کېدلی؟ يو؛ دويم دا چې د افغانستان له نظره پاکستان د دغې ناامنۍ اصلي عامل دی چې کولی شي سوله کې کومک وکړي. ولې پاکستان بالاخره څه غواړي؟ ولې نه شي کولی يا نه غواړي چې دلته سوله راشي؟

ځواب :

دا يې هغه حياتي سوال همدا دی چې د پاکستان هدف څه دی؟ څه غواړي؟ ما پخپله له مشرف سره بحث درلوده په هغه وخت کې چې زه په کابل کې سفير وم [او هغه هلته ولسمشر وو]، هو. دوی رښتيا نه وايی. ممکن دوی کوم شی وغواړي چې نه شي کولی واضح ورباندې خبرې وکړي، ځکه د شرم خبرې به وي چې دوی وغواړي :

• لومړی دا چې د افغانستان ځينې مناطق (سيمې) بايد زموږ د ګروپونو چې موږ د هغوی طرفدار يو، لکه د حقاني ګروپ بايد د هغه تر تصرف (ولکې) لاندې راشي.

• دويم يا دا چې افغانستان بايد خپل خارجي (بهرنی) سياست بايد د اسلام اباد تر کنترول لاندې راوړي.

• درېيم يا دا چې افغانان دا ډيورڼد ورسره رسمي کړي. دوی نه شي کولی چې رښتيا ووايی غواړي.

تر هغه پورې چې د دوی اهداف څوک ومني غيرمستقيم هغه خپل جاسوسان چې په افغانستان کې دي ختماً چې د دوی لپاره هلته کار کوي په قدرت راوړي چې د هغوې له لارې نه هغه خپل اهداف مستقيم ووايی. امريکا هم اوس دېته ته متوجه شوې ده او دوی غواړي چې د پاکستان له خوا نه دا واوري چې دوی په افغانستان کې څه غواړي؟ تراوسه پورې امريکا هم نه پوهيږي چې دوی څه غواړي؟

مخکې خو به يې ژاولې ژولې، خو اوس يې په زغرده وايی، نو د طالب هويت او ارزښت روښانه شو چې پاکستاني نظامي واکمنان پر دوی خپله نيابتي جګړه مخته وړي. دا نو که اوس يې د نظر محمد مطمئن او يا د ښاغلي وحيد مژده غوندې خلک پر زمزم هم پرېمينځي، نور نه پاکيږي. دوی د پنجاب په خُم کې داسې رنګ شول چې پاکونه يې له حقيقي توبې او سم پرېکونه ګرانه ده.

افغانان د پاکستان له نظامي، استخباراتي وسياسي چارواکيو او هم يې له سياسي پلورل شويو ملايانو غواړي چې د افغانانو حساسيت درک کړي. له موږ سره ولس ښه کړي دي، خو له بده مرغه چې دا ښه يې ټول اوس نظامي، استخباراتي وملکي چارواکي پر اوبو لاهو کوي. افغانان د ولس منندوي دي، خو د چارواکيو يې نه، ځکه چې دوی يې له اسلامي ارزښتونو، ورورګلوۍ او ښه ګاونډيتوبه ناوړه ګټه پورته کړه.

د حل لاره يې :

د پاکستان د اندېښنو د لېرې کولو ښه لار خپله د پاکستان په لار (واک) کې ده او دا د دوې پورې تړاو لري چې په څنګ کې له ځان سره يو خپلواک افغانستان زغملی شي او که نه؟ که يې زغملی شي، نو بايد د ضياءالحق پاليسي يوې خوا ته او له نوې رغنده پالېسۍ سره رامخته شي. د مذهب، ملا و مدرسې او په يو او بل نوم د تېر ايستلو ((غولونې / چل و فرېب)) يا په بله مانا د ټګيو برګيو وخت نور تېر دی. پنجاب دې د خپلې بقا و هويت تضمين زما په وژنه او ورانۍ کې نه ويني.

له تېرو څلورو لسيزو يې موږ ته يې ډېر کوهيان وکنل او لا در ګرده د مجاهد، طالب وحقاني او نن د داعش او داسې نورو ان د خپلو نورو ورانکاريو او سخت دريځو ډلو په لاس زموږ لور ته غشي راولي، نو يوه ورځ به داسې راشي چې همدا غشي به د پنجاب په لور له هر لورې ورګوزار شي.

د پوهاوي يو څرګند پيغام :

افغانستان اوس يو اقتصاد پوه او خواخوږی مشر ((څښتن)) لري. نور هغه وخت نه دی. په دې هيله چې د پاکستان ځينې رواني، نظامي ديکتاتور جنرالان چې د افغانستان د نيونې او اداره کولو خوبونه ويني، يوځل خپلو ګرېوانو ته سر ښکته او د رواني ناروغيو له متخصصانو سره خپله درملنه شروع کړي. خدای مه کړه داسې نه شي چې دا ځل په څلورم پلا نښته کې دا پاتې برخه هم له لاسه ورنه کړي. ضياءالحق پاکستان ته داسې ګلان نه دي کرلي چې تاسې پرې ښاد شئ.

ځينې وخت ځينې خبرې د ځينو چارواکيو له خولې هم راوځي. امرالله صالح دغسې يو ټکي ته اشاره کړې : ((افغانستان ډاکټر نجيب الله ته د احترام او درناوۍ په برخه کې قرضداری (پوروړی) دی)). دا په څرګنده پاکستان ته پيغام دی چې افغانان د پاکستان له تخريبي کړنو (ورانکاريو)، وژنو او بېثاتۍ خوښ نه دی.

پاکستان وافغانستان دواړه ښه دوستان کېدای شي، خو په دې شرط چې پاکستان په رښتينې مانا افغانستان او نورو ګاونډيو ته لاس ورکړي او له خپلو تېرو کړنو توبه ګار شي، نو ګاونډيان به يې کړې ګناوې، تېروتنې او تربګنۍ وروبښي، خو دا اوس د پاکستان د واکمنانو پورې اړهلري چې سمه رښتينې دوستي کوي او که لا خپله زړه نه پخلا کېدونکې تربګني پالي؟

په درنښت

مشرف وايي، که امريکايي پوځيان ووتل، افغانستان به د نيابتي جګړې په ميدان بدل شي

http://www.taand.com/archives/114180

ولې د ډاکتر نجيب الله محبوبيت ډېر شوی؟

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-41422643

د ډاکټر نجيب الله د مړينې د تلين په اړه د امرالله صالح نظر او غبرګون

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=71426

په باګرام او دوبۍ کې د طالبانو او امريکايانو لېدنې

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=71329

http://www.taand.com/archives/113774#comment-93439

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply