د سعودي راتلونکې غونډه، مثبت پرمختګ که د ناسمې لارې دوام؟

0 463



د افغان سولې په تړاو د اماراتو له غونډې وروسته بله غونډه د سعودي په جدې ښار کې کېږي. حکومتي چارواکي وايي، دا غونډه به راتلونکې اونۍ کېږي، خو طالبان وايي چې لا د غونډې وخت نه دی ټاکل شوی. د سولې عالي شورا چارواکو ادعا کړې چې په دې غونډه کې به طالبان مخامخ له حکومت سره خبرې کوي او په دې چاره موافقه شوې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې د دوی دریځ پخوانی دی او له افغان حکومت سره خبرې نه کوي. په دې غونډه کې بیا هم سعودي، امارات، پاکستان، امریکا او طالبان ګډون کوي چې په طالب استازو کې به د قطر د دفتر پر غړو سربېره، د دوی د رهبرۍ شورا غړي هم وي او له پاکستان څخه به سعودي ته ورځي.
حکومت باید درک کړي چې د سولې داسې پروسه چې دوی پکې نه وي، خو پاکستان پکې وي؛ د افغانستان لپاره ډېره خطرناکه ده. دا اوس یوازې د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې نه دي، بلکې سعودي او امارات هم پکې ور ګډ دي. ښايي د سعودي او اماراتو د کوربه توب دلیل یاد شي، خو پاکستان په کوم دلیل په دغو خبرو کې برخه لري!؟ حیرانوونکې ده چې د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو بحث کېږي او ښايي ځینې توافقات وشي، خو نه د افغان حکومت استازی پکې شته او نه هم له طالبانو پرته د کوم بل افغاني لوري او یا افغان ولس استازی. له همدې امله دا ډول خبرې اندېښنې زېږوي. 
داسې نه ښکاري چې له حکومت سره د خبرو په تړاو دې د طالبانو دریځ بدل شوی وي، خو حکومتي چارواکي له وړاندې په دې تړاو څرګندونې کوي. که کومه موافقه شوې هم وي او یا د طالبانو په دریځ کې د بدلون څرک لیدل شوی وي، له وړاندې رسنیز کول به یې د دې سبب شي چې طالبان پر پخواني دریځ ټینګار وکړي. که څه هم ولسمشر د سعودي له پاچا سره خبرې کړې او هغه د همکارۍ ډاډ ورکړی، خو روښانه ده چې سعودي پر طالبانو داسې کوم نفوذ نه لري چې د دوی د اساسي دریځ د بدلون لامل دې شي. حکومت ته پکار ده چې د ناسمو اوازو د خپرولو پر ځای پر داسې عملي لارو چارو کار وکړي چې دغو خبرو ته د دوی استازي ور ګډ کړلی شي. له بده مرغه حکومت په ډېرو کوچنیو او بې ارزښته خبرو بوخت دی چې که همداسې دوام وکړي، موږ به ستر زیانونه وکړو. حکومت باید په داسې خبرو جدي اعتراض وکړي چې بحث د افغانستان وي، خو افغانستان پکې نه وي. تر دې بده یې لا دا چې پاکستان پکې وي، خو افغان حکومت ته پکې د ګډون اجازه نه وي. حکومت باید ودرېږي، دوی باید له امریکا سره په چلند کې بدلون راولي او په داسې مواردو کې جدي اعتراض وکړي. له امریکا سره د حکومت د اړیکو اوسنی ډول د افغانستان پر زیان دی او دا چاره زموږ سترې ګټې له ګواښ سره مخ کوي. اوسنی هڅې نه د سولې هڅې دي او نه سولې ته د رسېدو لپاره دا سمه لاره ده. پر همدې اساس حکومت باید د امریکا پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي او غږ پورته کړي.

د مسیر ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply