کپل شرما خپله وعده پوره کړه

0 705


د هندوستان مشهور کامیډین کپل شرما د خپل واده ویډیو پر یوټیوب شریکه کړه چې په لېدلو سره یې د خپلو مینه‌والو توجه لا ډېره ځان ته ور اړولې ده.
د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۲مه نوموړي د خپل واده په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه کوچنۍ ویډیو هم شریکه کړې وه چې مینه‌والو يې ورته د نوي ژوند مبارکۍ ورکړې وې.
خو په تازه یوه دقیقه او ۱۷ ثانيي ویډیو کې کپل شرما او مېرمن يې ګیني چهاتراتهـ د واده په کالیو کې ډېر ښکلي ښکاري، د دواړو پر خولو د خوښۍ موسکا ده او له خپل نوي ژونده ډېر راضي مالومېږي.
د ویډیو په بګرونډ یا شالېد کې د صوفي میوزیک ملکې عابده پروین په غږ کې خوندوره سندره لګېدلې چې ویډیو لا په زړه پورې کړې ده.
د هندوستان مشهور کامیډین کپل شرما د واده په مراحلو کې خپله پخوانۍ مشهوره خپرونه “کامیډي نایټس وېتهـ کپل” له اوږد ځنډ وروسته بیا پیل کړه چې د ډېرو مشهورو اداکارانو له هرکلي سره مخامخ شوه.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply