امریکا: تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان ځواکونه یوازې نه پرېږدو

0 511

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر:
تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان ځواکونه یوازې نه پرېږدو

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شنهان ویلي چې امریکا له تروریزم سره د مبارزې په موخه له افغان امنیتي ځواکونو سره هر راز مرستو ته چمتو ده. هغه دا خبرې نن د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره په لیدنه کې کړې دي. له ملي دفاع وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په روانو امنیتي او دفاعي حالتو هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي. خالد د ملي پوځ وروستیو لاسته راوړنو ته په کتو د امریکا له هر اړخیزو مرستو مننه کړې او د ملي پوځ د پیاوړتیا، مسلکي ښوونې او روزنې په برخه کې یې د نورو مرستو غوښتونه کړې ده. سرچینه کاږي چې پاتریک له ملي پوځ سره د مرستو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې او ډاډ یې ورکړی دی چې هیواد یې د ښوونې او روزنې، د پوځ د سمبالتیا او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یواځې نه پرېږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply