طالبان دې د فتحې خوبونه نه ویني/ اېمل پیاوړی

0 638

طالبان دې حقایق  درک کړي، په خپلو کړنو دې له سره غور وکړي او دا دې هم وارزوي چې په تېرو اتلسو کالو کې یې مسلسل جنګ وکړ، خپل ځانونه او عام افغانان یې څومره بدمرغه کړل؟ دوی تراوسه کومه لاسته راوړنه لري او د څومره افغانانو خواخوږي او ملاتړ له دوی سره دی؟

طالبانو چې پرون هم جنګ پیل کړی و، نو هیڅ دیني جنبه او اړخ یې نه درلود او نن هم چې جنګ کوي د اسلامي نړۍ ټولو علماو واضح فتواوې ورکړې چې دا یو نامشروع جنګ، وروروژنه او افغان وژنه ده چې په اسلام کې نه یوازې کومه توجیه ورته لټول کېدلی شي، بلکې دا جنګ مطلق حرام دی.  

طالبان د پاکستان او نورو له لوري تېرېستل شوي دي او هغوی یې د خپلو شومو موخو لپاره کاروي. دوی یې یا مجبوره کړي دي او یا یې غلط کړي دي چې باید جنګ ته ادامه ورکړي، کنه په دې وروستیو کې چې له طالبانو څخه د جنګ مشروعیت واخیستل شو، خصوصاً د کوچني اختر له اوربند وروسته د ډېرو طالبانو ذهنونه روښانه شوي او هغوی له جنګي طالبانو څخه خپلې لارې بېلې کړې دي، مګر ځینې چې لا هم د پاکستان له لوري مجبور او برمته شوي دي او یا بې ځایه غرور نیولي دي لا هم په جنګ ټینګار کوي.

طالبانو ته د ځینو له لوري د فتحې د دروغو روحیه ورکول کېږي او دوی فکر کوي چې رښتیا به هم بریالي شي او د جنګ له لارې به واک ته ورسېږي، دا خوب یې ځکه خیالي او بې مانا دی چې افغانستان اوس پیاوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې هره ورځ او هره شیبه د دښمن پر وړاندې په سنګرونو کې جنګېږي. د دوی په موجودیت کې به طالبان نه یوازې د فتحې خوب رښتیا شي، بلکې طالبان چې هر چېرې پیدا کړي، نو د خپلو بدرنګو اعمالو په سزا به یې ورسوي.

طالبانو ته ښایي چې د فتحې خوبونه له ذهنه وباسي، هم پر ځان رحم وکړي او هم پرعامو افغانانو. دوی لا هم فرصت لري چې خپل عادي او سوله ییز ژوند ته ستانه شي. د سولې لاره اختیار کړي. بین الافغاني مذاکراتو ته ترجیح ورکړي خپل ټول مسایل د مذاکراتو له لارې حل او فصل کړي، ځکه جنګ نه د ستونزو د حل لاره ده او نه هم ګټونکی او بایلونکی لري. جنګ تباهي او بربادي ده، جنګ د ټولو په زیان دی او زموږ هیوادوال نور د جنګ د زغم وس او توان ځکه نه لري، چې پوره څلور لسیزې یې دغه بدمرغه جنګ او د هغه زیانونه وزغمل.

افغانستان اوس د طالبانو د وخت افغانستان نه دی چې په نړیوالو کچه منزوي و او یوازې له پاکستان سره یې اړیکې وې. پاکستان ته احتیاج او محتاج و. افغانستان اوس له ټولې نړۍ سره اړیکې لري. نظام او حکومت لري. اساسي قانون لري، امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، مګر لا هم د جنګ له امله د خلکو ژوند تریخ دی. لا هم د طالب د وېرې او وحشت له امله خلک نارامه دي. مګر که سوله وشوه، نو د وطن د پرمختګ زمینې به زیاتې او د خلکو د ژوند خوښۍ او رنګینۍ به هم پرېمانه شي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply