حضرت صبغت الله مجددي د ۹۴ کلونو په عمر وفات شو

0 1,416

د افغانستان د عبوري حکومت مشر او د ملي نجات ګوند رييس حضرت صبغت الله مجددي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۴ کلونو په عمر ومړ. د ده کورنۍ ته نژدې سرچينې وايي نوموړي د فبرورۍ بيګاه ناوخته کابل کې ساه ورکړه. تر دې وړاندې هم څو ځله د مجددي د مړيني خبر خپور شوی و چې هر ځل يې د کورنۍ له خوا رد شوی و.

ټاکل شوې چې د نوموړي د جنازې مراسم د چهارشنبې پر ورځ د کابل غازي سټډيوم کې تر سره شي. صبغت الله مجددي په ۱۹۲۵ کال کې د مجدديانو په مشهوره ديني کورنۍ کې زيږېدلی و. نوموړي په ۱۹۴۰ کال کې د مصر په قاهره پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولې وې. افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق ديموکراتيک ګوند واک ته ورسېد مجددي پاکستان ته ولاړ او د ملي نجات جبهې په نامه يې د کابل دولت پر وړاندې سياسي او وسله واله مبارزه پيل کړه. په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجيب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته مجددي د افغانستان اسلامي دولت د لومړني ولسمشر په توګه د څو مياشتو لپاره دنده ترسره کړې وه.

سپوږمۍ رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply