ولس دې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي/ محمدبشیر یوسفزوی

0 536

اصلاحات د حکومت مهم لومړیتوب او د ولس اساسي غوښتنه ده، ځکه چې له یوې خوا شته فساد او بې کفایتي د ولس او دولت ترمنځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شوې، له بل لوري فساد هم د دولت او هم د ملت پر وړاندې لوی ننګونه ده، ځکه د همدغه فساد په پایله کې مافیایي او مفسدې کړۍ ورځ تر بلې چاغېږي. د دوی چاغښت هم ملت او ملي ګټو او هم دولت او اصلاحاتو ته لوی تهدید دی.

ولسمشر غني د خپل حکومت له لومړیو څخه د فساد ضد مبارزې غږ پورته کړ، خو دا چې له یوې خوا په تېرو دیارلسو کې پراخ فساد شوی او له بل لوري ادارې په کافي توګه کاواکه او فاسدې شوې وې، نو له همدې امله لا هم د نوموړي هڅو او برنامو پام وړ پایلې نه دي لرلې.

د دې ترڅنګ د فساد د مخنیوي او د اصلاحاتو بهیر د موثریت او چټکوالي لپاره د ولسمشر غني د اصلاحاتي برنامې ټینګ ولسي ملاتړ ته اړتیا ده، ځکه چې په تېرو څلور نیمو کالو کې موږ ولیدل چې کله هم حکومت د کوم مفسد او زورواکي په توګه اقدام کړی دی، نو هغوی مسایلو ته قومي رنګ ورکوی او د ځان ژغورنې لپاره یې عام خلکو واټونو او لاریونونو ته را اېستلې دي او حکومت له ولس سره د ټکر د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره نرمښت ښودلی دی، مګر دا نرمښت د معافیت په معنی نه دی.

ولس ته ښایي له هوښیاري کار واخلي، د مفسدو، زورواکو او غیر مسوولو وسله والو پرځای په غوڅ اکثریت د دولت ترڅنګ ودرېږي. دوی ته ښایي چې د فساد او زورواکۍ له قومي کولو څخه ډډه وکړي، ځکه همدا مفسدین او زورواکي د ټولنې د امنیت، ثبات، پرمختګ او د قانون د حاکمیت پر وړانډې لوی تهدید دی.

په دې کې شک نشته چې  ولس اصلاحات غواړي، د اصلاحاتو ملاتړي دي، خو په دې برخه کې د دوی عملي اقدام، هڅې او تحرک پکار دی. تر څو چې مفسدین او زورواکي خپل ځانونه منزوي حس نه کړي، نو دوی به د حکومت له لوري د اصلاحاتو پیل شوی بهیر له خنډ سره مخ کړي او پر وړانډې به یې له مقاومت څخه لاس وانخلي، مګر په دغه مقاومت کې دې ولس ځان نه ورګډوي، بلکې دوی دې د اصلاحاتو او دولت ترڅنګ ودرېږي، تر څو د قانون حاکمیت او د ټولنیز عدالت تامین ته لاره هواره شي.

تر هغو چې مفسدین، مافیا، زورواکي او غیر مسوول وسله وال د قانون او د قوې د مشروع استعمال له لارې مهار او اصلاح نشي، نو اصلاحات بې مانا دي او څومره چې ولس له هغوی څخه ځان لیرې کړي او د اصلاحاتو بهیر عملي ملاتړ وکړي، نو همغومره به اصلاحات، موثر او چټک شي.

اصلاحات په خپله د ولس په ګټه دي، ځکه دوی ته خدمات او اسانتیاوې زیاتېږي. د دوی لپاره ځانګړې شوې منابع پر وخت او موثرې لګول کېږي. د دوی کارونو او ستونزو ته رسیدګي کېږي. غږ یې اورېدل کېږي. حقونه یې تامینېږي او هیڅوک هم د دوی په حق کې ظلم او غفلت نشي کولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply