د هند مشهور پښتون دیني عالم او سکالر مولانا وحیدالدین خان 

0 1,401

ډاکټر لطیف یاد 

د مولانا وحیدالدین خان له نامه سره ډیر خلک آشنا دي .د هندوستان دغه دیني عالم او سکالر په خټه پښتون دی. نوموړی د۱۹۲۵ زیږدیز کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نیټه د هندوستان د اتهرپردیش ایا لت ( صوبې ) په اعظم ګړه کې زیږیدلی دی . ده خپلې زده کړې د اعظم ګړ په مدرسة الا صلاح کې سرته رسولي دي او بیا د هند پلازمیینې ډیلي ته راغلی او په ډیلي کې د الرساله د میاشتنۍ مدیر و. مولانا وحیدالدین خان په (اردو، هندي ، عربي ، فارسي او انګریزي) ژبو پوهیږي . مولانا د هند په ټولنه کې چې د ډیرو مذهبونو جوړه ده د مسلمانانو او نورو مذهبونو  د پیروانو تر مینځ په روغه جوړه کې د ژوند پلوی او یو مو ډیر (معتدل) مسلمان دی.
نومړی دالرساله په میاشتینۍ کې چې په اردواو انګریزي ژبو خپریږي د هند د مسلمانانو دفکري او ذهني ودې او اصلاح په اړوند ډیرې لیکنې کوي . نوموړی مسلمانان او ددوی بچیان تعلیم ته هڅوي اوپه دې لاره کې هلې ځلې کوي چې مسلمانان د منفي او کږولارو نه مثبتو اوسمو لارو ته راوګرځوي .
د همدې الرساله انګریزي ایډیشن د ده د لور ډاکټر فریده خانم په زیار او هلو ځلو چاپیږي ،
د مولانا وحیدالدین خان پردیني او ادبي خدمتونواو د ده پرهر اړخیز شخصیت د هندوستان د ډیرو پوهنتونونو زده کوونکو خپلې پی ایچ ډۍ کړي دي .
مولانا ډیر دیني او ادبي کتابونه لیکلي او ژباړلي دي چې ځینې یې دا دي :
هغه کتابونه چې د مولانا له خوا لیکل شوي دي دا دي :
————————–

مولانا وحیدالدین خان

تذکیر القرآن
اللہ اکبر
الاسلام
الرّبانیہ
حقیقت حج (په اردو اوعربی)
پیغمبر انقلاب
رازِ حیات
مذہب اور سائنس
مذہب اور جدید چیلنج
ہند۔پاک ڈائری (۲۰۰۶)
اسلام دور جدید کا خالق
عقلیات اسلام
علماء اور دور جدید
تجدید دین
سفرنامہ غیر ملکی اسفار لومړی ټوک
سفرنامہ غیر ملکی اسفار،دویم ټوک
سفرنامہ اسپین وفلسطین
اسفار ہند
خلیج ڈائری
ڈائری جلد اول(1983-1984)
ڈائری( 1989- 1990)
ڈائری(1991-1992)
فسادات کا مسئلہ
سوشلزم اور اسلام
مطالعہ قرآن
تعبیر کی غلطی
دین کی سیاسی تعبیر

د ده عربي کتابونه او ژباړې :
———————–
القضیة الکبری
قضیة البعث الإسلامى
واقعنا ومستقبلنا فى ضوء الإسلام
الإسلام يتحدى
من نحن
عليكم بسنتى
إمكانات جديدة للدعوة الإسلامية
التفسير السياسى للدين
تاريخ الدعوة إلي الإسلام
خطأ في التفسير
مأساة كربلاء الحسن والحسين
ما د دې کرښو لیکوال دوه ځلې مولانا له نږدې نه لیدلی اودده ویناګانې مې اوریدلي دي او دده ډیرې مقالې مې د هند دکانګریس دګوند په اردواونیزې ( قومي آواز) کې لوستلي دي.  دی یو مهذب ، د نرم مزاج خاوند او ډیرمنطقي انسان دی اود هرډول تنګ نظریوسره مخالف دی . ده په هندوستان او دهند نه  باندې هیوادونو کې ډیرایوارډونه اخیستي دي اونړیوال شهرت لري .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply