ښوونځیو ته د لابراتوارونو او انټرنټ اسانتیاوې برابرېږي

0 666

محمدروښان ښاد-

نن سبا ټکنالوژي د ژوند ټولو برخو ته ور ننوتلې او تر بل هر څه یې په معارف کې هم اړتیا احساسېږي او هم یې اغېز جوتېږي، ځکه له یوې خوا ښوونکي او زده کوونکي له نویو او ګټورو معلوماتو او مهارتونو ژر خبرېږي او له بل لوري  حتی دا شونتیا او اسانتیا برابروي چې یو څوک دې په کور کې ناست او له زده کړو برخمن شي.

د ټکنالوژۍ پرمټ دا اسانتیا هم رامنځته کېږي چې د پرمختللو هیوادونو مجرب ښوونکي د وروسته پاتې هیوادونو په ښوونخیو کې د انټرنټ او ټکنالوژۍ پرمټ د ښه تدریس له لارې خپلې بریالۍ تجربې او مهارتونه له هغوی سره شریک کړي. که مسوولین په دې برخه کې هڅه وکړي، نو دا امکان هم شته چې د تفاهم لیکونو او همکاریو پرمټ په دوامداره توګه د تکړه بهرنیو ښوونکې مرستې جلب کړي.

ولسمشر غني اړوندو مسوولینو ته په دې اړه جدي لارښوونې کړي، ترڅو د افغانستان په ښوونځیو کې داسې اسانتیاوې رامنځته شي، چې د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره وصل شي او د همدغولارښوونو په رڼا کې به سږکال یو شمېر ښوونځیو ته د لابراتوارونو، انټرنټی، کمپیوټرونو او نوې ټکنالوژۍ کافي اسانتیاوې برابرې شي. لکه ولسمشر غني یې چې د نوي ښوونیز کال د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: ”وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی در همکاری با ادارۀ تنظیمات خدمات مخابراتی(اترا) برای تجهیز مکاتب که یک نمونه اش را در اینجا می بینید، با لابراتوارهای کمپیوتر و اتصال آن به شبکه انترنت، پلان منظمی طرح نموده که در حال تطبیق می‌باشد. این پلان در سه مرحله ترتیب گردیده که مرحلۀ اولی آن در سال ۱۳۹۷ عملی‌شده و مراحل دوم و سوم آن طی سال جاری تطبیق می‌شود.

دغه اسانتیاوې ګام پر ګام برابرېږي. د ولسمشر غني په وینا: ” در مرحله اول به تعداد ۱۱۵ باب مکتب در ۹ ولایت کشور به شبکه فایبر نوری وصل گردیده است و از جمله ۳۱ مکتب با لابراتوارهای کمپیوتر تجهیز و بندویت انترنت برای‌شان تهیه شده است.

د دغه ګټور پروګرام دوه نور پړاونه به سږکال بشپړ شي: ”در دو مرحله دیگر که قرار است امسال اجرا شود، به تعداد ۱۲۹۰ باب مکتب به شبکۀ فایبر نوری وصل می‌گردد که در نتیجه، زمینه برای ایجاد لابراتوارهای کمپیوتر نیز مساعد خواهد شد. یک‌هزار لابراتوار کمپیوتری از کمک کشور دوست ما هندوستان تهیه می‌شود و برای مکاتب فراهم می شود، اما هدایت من برای وزارت مخابرات و اترا این است که به زودترین فرصت تمام مکاتب افغانستان به شبکۀ انترنت از راه شبکۀ فایبر نوری و یا از راه اقمار وصل شوند. معارف ما دو قرن پیش بوده نمی‌توانند، اتصالات حتمی وضروری است و این درسال ۱۳۹۸ اولویت کاری تان باید بوده باشد.

د دغو اسانتیاو له برابرولو سره به د غیر مسلکي او بې تجربې ښوونکو د کمبود ستونزه تر ډېره ځکه حل شي، چې زده کوونکي او ښوونکي کولی شي د نړۍ بریالۍ تجربو څخه په استفادې ځانونه همغسې عیار کړي او بالاخره د هیواد د معارف نظام کرار کرار د ښه والي او مدرنتوب په لور مزل لنډ کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply