د ولسمشر غني څو اړخیزه مبارزه

0 432

محمدروښان ښادـ

جګړه ځپلي افغانستان کې د پرمختیایی پروګرامونو تطبیقول اسانه نه دي، ځکه چې هیواد لا هم په جګړه کې دی چې په دې کې د سیمې د هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران لاس په هیڅ شرط نشي ردېدلی. د سیمی هیوادونه نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي، ځکه دوی مکتبونه سوځوي ، سرکونه ورانوي ، حتی په ځینو مواردو کې له مسجد څخه د سنګر استفاده کوي په همدې توګه راتلونکي نسلونه له تعلیم څخه بې برخې کوي تر څو د دوی لیکې قوي شي .

د جګړې او کمزورې حکومتولۍ له امله د ځینو راپورونو پر اساس د افغانستان په دولتي ادارو کی فساد لا هم موجود دی. وظیفوي غفلت کېږي او اکثره مسوولین مستقیماً په فساد کې ښکېل دی، که څه هم ولسمشر غني د جنګ د مدیریت ترڅنګ له فساد او غصب سره د جدي مبارزې هڅې کوي، مګر د دې باوجود لا هم ګڼې ستونزې موجودې دي.

افغان ولسمشر د اصلاحاتو د بنسټي کېدو او یاد بهیر د چټکوالي او موثریت په موخه د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون غړي تبدیل کړل تر څو اشخاص د شایسته سالاری او استعداد په اساس دولتی اداراتو کی جذب او دنده پر مخ یوسي ، مګر په تېرو دیارلسو کالو کې فساد دومره بنسټي او پراخه شوی دی چې مخه یې په دغومره سادګۍ او اسانۍ نشي نیول کېدلی، په دې برخه کې د ولس ګډون حتمي دی، تر هغو چې ولس همکاري ونکړي، نو د فساد مخنیوی به کافي زیات وخت ونیسي.

ولسمشر غني په یوازې ځان او همزمان په بېلابېلو برخو کې په مبارزه بوخت دی، له یوې خوا د جنګ مدیریت کوي، له بل لوري د اصلاحاتو بهیر تطبیق څاري او ترڅنګ یې له نړیوالو سره د مناسباتو د ښه والي او همکاریو جلبولو برخه کې شپه او ورځ هڅې کوي. ولایتي او کاري سفرونه کوي، د ولس او حکومت واټن کموي. د خلکو ستونزې حلوي او د دوی د رضایت د ترلاسه کولو او د ژوند د اسانتیاو د برابرولو په موخه کې یې ټول پام پر دې ور ټول دی چې څنګه خپلو خلکو ته د ښه ژوند اسانتیاوې زیاتې کړي. 

زیربنا او ترانزیت د ولسمشر غني له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او په تېرو څلور نیمو کالو کې یې په دې برخه کې دومره کار وکړ چې په وروستیو سلو کالو کې یې ساری نه لیدل کېږي. د اوبو بندونه او لویې لارې یې جوړې کړې. بندونه او بندرونه یې پرانیستل. د نړۍ او سیمې بازارونو ته یې د افغاني محصولاتو د رسولو په برخه کې عملي اقدامات وکړل او دا مهال افغانستان ډېرو هیوادونو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی لري.

د دې ټولو بوختیاوو او مصروفیتونو باوجود د افغانانو لویه هیله چې سوله ده هغه هم پالې. سولې ته د رسېدو لپاره یې لار نقشه او طرحه برابره کړې. په کوردننه د سیاسي او ملي اجماع په جوړولو بوخت دی تر څو د سولې پروسه داسې مدیریت کړي چې ټول خیر یې هیواد ته ورسېږي او بهرنیان په کې خپلې غرضي اجنډاوې تطبیق نشي کړای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply