د پاکستان انزوا که اصلاح؟

0 592

محمدبشیر یوسفزوی-

د پاکستان انزوا د هیچا په ګټه هم نه ده او نه هم افغانستان د هغوی انزوا غواړي. موږ د دوی اصلاح غواړو. اصلاح په دې مانا چې د تروریزم او افراطیت له تمویل باید لاس واخلي. په وسله والو، جنګي او یاغي ډلو د پانګونې پرځای دې دولت په دولت اړیکو ته ارزښت ورکړي. وسله وال طالبان دې د فشار د وسلې په توګه نه کاروي، ځکه تاریخ ثابته کړې ده چې افغانانو د نړۍ د زبرځواکونو فشار او زور ته سر نه دی ټیټ کړی، نو د دې هیڅ سوال نه پاتې کېږي چې پاکستان به د طالبانو په وسیله افغانان مات او یا حداقل ځانته تسلیم کړي.

بار بار د پاکستان له خاورې پر افغانستان توغندي وار شوي. وسله والې او جنګي ډلې تمویل شوي او بیا د جګړې لپاره افغانستان ته استول شوې دي، دا زموږ حق دی چې پاکستان پوه کړو چې د دوی دغه کړنه او دریځ نه د دوی په ګټه ده، نه د ګاونډیتوب اصول دا مراعتوي او نه هم باید دغسې نااعلان شوې او تحمیل شوې جګړې ته ادامه ورکړي.

منزوي پاکستان د سیمې د دلچسپۍ وړ نه دی خو د پاکستان مشرتابه باید د خپل لفظي ډاډ او ژمنو ترڅنګ  عملي اقدامات هم ولري، ځکه پاکستان په سیمه او نړۍ کې خپل شهرت او حیثیت ته نهایت زیاته صدمه رسولې ده. پاکستان اوس تر دې اندازې بې باوره شوی چې حتی افغانستان هم ورباندې هیڅ ډول باور نشي کولی، ځکه دوی بار بار ژمنې کړي، خو یوه ژمنه یې هم نه ده عملي کړې. پاکستان اوس په داسې وضعیت کې دی چې هیڅوک ورباندې په اسانۍ باور نشي کولی.

تروریزم د سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید او خطر دی او که پر وړاندې یې اساسي او جدي اقدامات ونشي، نو زموږ ټولو بقا، ثبات او امنیت له خطر سره مخ کوي. موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ډېر قوت او مېړانه د تروریزم پر وړاندې جنګېږي. د تروریزم د بدمرغه جګړې او بریدونو اصلي قربانیان زموږ هیوادوال او عام وګړي دي، مګر دوی نور د دې زغم نه لري چې دغه وحشت دې وزغمي. زموږ هیله او ټینګار دادی چې سیمه او نړۍ باید له موږ سره اوږه په اوږه په دغه مبارزه کې صادقانه ودرېږي.

 موږ د آسیا په زړه کې د دغې ستونزې دوامداره حل ته اړتیا لرو. افغانستان غواړي له دغه مصبیت څخه د تل لپاره خوندي شي. موږ به د همکاریو د تقاطع او وصل د مرکز په توګه وځلېږو، ځکه د افغانستان موقعیت د سیمې د اقتصادي همکاریو، ودې او وصلولو لپاره کافي ظرفیت او پوتشنیل لري. موږ غواړو له دغو فرصتونو څخه د استفادې لپاره د نورو همکاري هم له ځانه سره ولرو. په افغانستان کې پرمختګ خورا آسان دی. شمالي افغانستان هوار دی. بالآخره د اورګاډي په واسطه اتصال د هر چا په ګټه دی او موږ باید د صفر مبلغ لوبې په توګه ورته ونه ګورو.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د اوسني دریځ او چلند له امله  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې ده. افغانستان له اقتصادي پلوه د مرکزي آسیا برخه ګرځېدلی. له ترکمنستان سره د سوداګرۍ لارې پرانستل د پاکستان په سوداګریزې لارې زموږ اتکاء راټیټوي. دغه لاره پنځه چنده ارزانه او د اعتماد وړ ده. هغه نظریه چې ګواکې موږ د کراچۍ په بندر اتکاء لرو باید له منځه یوړل شي. افغانستان د اسیا زړه دی او زړه ډېر وریدونه لري. موږ د دغو وریدونو د خلاصولو په درشل کې یوو.

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply