یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې کتاب چاپ شو

0 3,047

یوه افغانه ښاپیرۍ په کییف کې د هغه ریښتینې پېښې کیسه ده چې تازه د کتاب په بڼه په خورا لوړ اروپایي معیار چاپ شوې مینه وال کولی شي دا کتاب چې د یوې افغانې پر ژوند چې تن پلورنې ته اړ شوې، راڅرخي. کتاب د یوې مرکې په بڼه لیکل شوی، خورا په زړه پورې، دردونکی او د افغانانو د ژوند ډیر تیاره اړخونو ته پکې ګوته نیول شوې ده. د کیسې او پېښې د لا ښه پوهېدو او کتاب د پیژندو له پاره یې (د کتاب په اړه څو خبرې!) تر عنوان لاندې ځینې برخې لاندې لولو:

 بی وسي، یوازېتوب او له وطنه لری والې، هغه مثلث دی که یو انسان هرڅومره غښتلی، نازولی او منلی هم وي په ژوند، ذهن او تګلارې کې یی حتما اغیز او بدلون رامنځ ته کوي. هغه څه چې ما پدې وړوکي کتاب کې لیکلي، هغه زما تخلیق او نوښت ندی. بلکې د یوې داسې بی کسې او مسافرې میرمنې رښتینې کیسه ده چې د ژوند ناخوالو د خپل جسم، خپلې ښکلا او خپل هویت خرڅولو ته اړ کړې ده. دا کرښې د یوې افغانې میرمنې د  درد او بی لاریتوب یو تت انځور دی. دا د یوې داسی ښځې د ژوند تابلو ده چې د رسم او کرښو لپاره یی هغې خپل باڼه، اننګې او خپلې اوښکې کارولې دي. دا د یوې داسې پېښې لنډ داستان دی چې زموږ په ولسي ژوند کې د هغې سزا، سنګسار او د ځان وژنې په سټیج دریدل دي.

د اوکراین پلازمینې کییف ته څو کاري سفرونو په لړ کې د یو ماښام په ترږمیو کې د یو نابلده ښار په یوې نابلدې کوڅې کې له یوې ترهیدلې، مجبورې او ناکرارې مسافرې سره مخ شوم. هغه د جنت حوره نه وه خو د کوه قاف ښاپېرۍ دی تری لوګې شي. په یو رستورانت کې مې د کافي او چای د بنډار په بهانه له هغې سره د زړه خواله وکړه، هغه لاړه خو خاپونه یی تر شا پریښودل. نو تاسو او د هغې د ګونګ سرنوشت کټ مټ داستان، که غواړۍ ټوله کیسه ولولۍ د کتاب لاس ته راوړلو ته مو رابولو. دا د لیکوال د کتاب په بڼه لومړنی اثر دی. که کومه پوښتنه لرۍ د بریښنالیک د لیارې یې کولی شئ د لیکوال سره شریک کړۍ:  dawatmedia@yahoo.com د لیکوال د موبایل تلیفون شمیره: 90856195-47+

د کتاب د لاس ته راوړلو لارې:

کتاب د دعوت رسنیز مرکز څخه د مناسبې بیې ۱۵۰ نارویژي کرون (۱۵ یورو، ۱۶ ډالر) یا د هغې معادل  (د پوست د لیارې ۲۰۰ نارویژی کرون (۲۰ یورو یا ۲۲ ډالر).

د دعوت میډیا ادرس:

Dawat Media v/ M. Tariq Bazger

Voldgt. 37A

 2000 Lillestrøm, Norway

که کتاب د پوست د لیارې غواړي

باید خپله پوستي پته مو سمه او واضحه وي

د بانک د لیارې د دعوت میډیا بانکې شمیره:

د ناروې له پاره: AC# 05302294668

د ویپس شمیره: Vipps: 557320 Dawat Media

د ناروې څخه بهر د بانک د لیارې :

BIC (SWIFT-adresse): DNBANOKKXXX
A/C for international payments:

 NO15 0530 2294 668

د ویسټرن یونین د لیارې د لیکوال په نوم: 

Mohammed Tariq Bazger

درنښت

د دعوت رسنیز مرکز، لیلیستروم، ناروې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply