بصيرالحق عادل
افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې لا پکې هم خلک له دې امله ماشومان ښوونځيو ته نه لېږي چې بېوزله دي، بېوزلي خلکو ته بېلابېلې انګېزې ورکړي دي. يو شمېر خلک د خپلو ماشومانو زدهکړهيز توکي لکه؛ قلم، کتابچه، ټرانسپورټ، ځانګړی يونيفورم، جېب خرڅ او. . . نهشې چمتو کولای او يا يې وس نه لري.
بله ډله بيا په دې اند دي او داسې فکر کوي چې که د ماشومانو پر زدهکړو وخت تېروم؛ نو نغده ګټه وټه به ترې واخلم. دا ډله خپلو ماشومانو ته ځينې کارونه ورسپاري، لکه په کروندې کې ونډه اخيستل، په لاسي ګاډۍ باندې بازار کې سودا خرڅول، له يو چا سره نوکري کول او دې ته ورته نور کارونه پرې کوي چې له امله يې ماشومان له زدهکړو بېبرخې شي.
بل پلو خپله ماشومان هم چې بېوزله وي، ځان د نورو سيال نهشي ګڼلای، له زدهکړو يې زړه تورېږي او نه غواړي ښوونځي ته لاړ شي. بېوزلي زموږ په هېواد کې د ماشومانو د زدهکړو پر وړاندې لوی ګواښ دی.
يوې تازه سروې هم ښودلې ده چې بېوزلي د ماشومانو پر زدهکړه منفي اغېز لري.
بيبيسي يو راپور خپور کړی دی او پکې راغلي دي؛
«د زدهکړې ملي اتحادیه وایي، هغه ماشومان په زدهکړو کې ستونزې لري چې ښوونځي ته په وږي نس ځي او له غالمغالي کورنیو دي چې بشپړ خوب نهشې کولای.»
که څه هم زموږ په ټولنه کې نړيوال، حکومت او يو شمېر بنسټونه د ماشومانو لپاره ځانګړې بوديجې لري، د دوی د زدهکړو، بيوزلې ختمولو او نورو برخو کې فعاليتونه کوي، خو لا هم ستونزې شته او دغه فعاليتونه ګټور نه ګڼل کېږي.
زما په اند؛ د ماشومانو لپاره دې ځانګړی سيسټم جوړ کړای شي. هغه ماشومان چې بېوزله دي په کټګوريو دې ووېشل شي، څوک څو سلنه بېوزله دي؟ خلک ترې د کور نفقه غواړي که زدهکړهيز توکي نهشې چمتو کولای؟
ځينې ماشومان د کور له نفقې خلاص وي، خو بيا هم له ستونزو سره مخ وي.
که بېوزلي کټګوري شي او د ښارونو تر څنګ په ليرې پرتو سيمو کې هم سروې وشي، مېندو او پلرونو ته په انګېزه ورکولو کار وشي. ماشومانو ته تشويقي پروګرامونه جوړ شي؛ نو دا ستونزې کمېدلای شي.
په دې هيله چې ماشومان مو د کتابونو بکسه په شاه، خندرويه، پرته له کومې اندېښنې په ارامه فضا کې د ښوونځي پر دروازه پښې کېږدي او ښوونځی ورته د هيلو د پوره کېدو نړۍ وبرېښي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320