د جرګې پرېکړه لیک ته د ولسمشر درناوی

0 498

محمدبشیر یوسفزوی _

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ د یادې جرګې استازو ته د وینا پرمهال د دوی پرېکړه لیک ته په اشارې وویل، ” د سولې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې دننه مذاکراتو ته چمتو شي. موږ حاضر یو په هېواد کې دننه مذاکراتو ته زمینه مساعده کړو. موږ غواړو افغانستان د خپلې سولې کوربه اوسي. په عین حال کې د دوست او ګاونډي هېواد ازبکستان ـ چې د امام بخاري او امام ترمزي ټاټوبی دی ـ مننه کوم چې حاضر شوی د افغانستان د سولې مذاکراتو کوربه توب وکړي. له  ستر اسلامي هېواد اندونیزیا ـ چې له جنګ پرته یې د اسلام مبارک دین منلی دی ـ مننه کوم چې حاضر شوی دی د مذاکراتو کوربه توب وکړي. اوس نو انتخاب له طالبانو سره دی.

له اروپايي ټولنې مننه کوم چې د سولې وروسته یې موږ ته د پراختیايي مرستو د همکارۍ ډاډ راکړی دی. د روسیې د فدراتیف جمهوریت څخه مننه کوم چې په افغانستان کې یې د سولې راوستو لپاره هڅې پیل کړي دي. افغانستان روسیې سره لرغونې اړیکې لري او موږ سخته علاقه لرو چې د پخوا په څیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصاد محوره اړیکې رامنځته شي. هغسې اړیکې چې د سرو لښکرو تر یرغل پخوا مو په اتیایمه میلادي لسیزه کې درلودې. له سعودي عربستان څخه مننه کوو چې د افغانستان د سولې په خاطر یې د کعبې شریفې او مدینې منورې امامانو او خادم حرمین شریفین غږ پورته کړ. موږ د مکې او مدینې له ممبرونو څخه د سولې غږ ته لبیک ووایه. د خپل ګاونډي چین چې نړیوال قدرت دی، مننه کوو. د ملګرو ملتونو سازمان په شمول د ټولو نړیوالو بنسټونو څخه مننه کوم چې د افغانستان ملت او دولت سره د سولې په راوستو کې همکاري کوي.“

نوموړي له افغان سولې څخه د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو ملاتړ ته په اشارې وویل، ”دا ملاتړ زموږ ملت ته قوت او خوشالي ور بښي، ځکه زموږ ملت نه غواړي بیا پخوانیو تورو دورو ته وګرځي.“

همدارنګه ولسمشر غني څرګنده کړه، ”په پای کې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک څخه په الهام اخیستو چې اوس دا پریکړه لیک د دولت د برنامو یوه برخه ده، څو ټکې شریکوم. مشورتي لویې جرګې ماته صلاحیت او مشوره راکړې ده چې مذاکره کوونکی هیات وټاکم. زه به د مذاکرې ټیم ټاکم، نه د مذاکرې لښکر.مشورتي لویه جرګه له ما غواړي چې د دغه اتفاق او اتحاد څخه راوتلې طرحه عملي کړم. تر دې لویه اجماع چې نن د لویې جرګې په تالار کې لیدل کېږي، بل ځای کې نشته. ما ستاسو خبرې واورېدې او په نورو اقداماتو کې به یې ټکي په ټکي په پام کې نیسم.زه حاضر یم چې ستاسو برحقه او مشروع غوښتنه چې اوربند دی عملي کړم. زه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په صفوفو کې دا جراات او قوت وینم چې په اوربند کې نظم او دسپلین عملي کړي. خو اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو.“

ولسمشر غني په خپلو دغو څرګندونو سره هم د سولې مشورتي لویې جرګې او هم د یادې جرګې پرېکړه لیک ته بېساری درناوی وکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply