بالاخره پاکستان هم د ولسمشر غني د برنامو ارزښت درک کړ

0 521

 محمدبشیر یوسفزوی

افغانان په عجله او بیړه کې هم بې جوړې دي، هغه کیسه به مو خامخا اورېدلي چې وایي، له یوې خوا د کوچي کډه بارېدله او له بلې خوا یې بیا بیا ملا ته ویل چې ملاصاحب زوی مې را ملا کړه، نو موږ په هر کار کې همداسې په عجله یوو. سره له دې چې دا متل هم لرو چې وایي عجله د شیطان کار دی.

دا مې تر دې پورې وویلې په لومړیو کې چې ولسمشر غني واک ته ورسېد، نو څو میاشتې وروسته ټولو په دې ښکنځه چې ولې یې خپلې ژمنې پوره نه کړې او ولې یې کوم تحول رانه وست؟ مګر ولسمشر غني به همغه مهال ویل چې زما د کارونو اغېزو او پایلو ته باید حداقل څو کاله صبر وکړئ، ځکه زه په لنډمهالو پروژو او پلانونو کار نه کوم زه داسې زیربنایي او اساسي کارونه غواړم ترسره کړم چې حداقل راتلونکي سل کاله د خلکو ژوند تضمین کړي او د دې پلانونو تطبیق به معلومدار زیات وخت واخلي او هم به یې اغېزې ژر محسوس نشي، نو د دې لپاره ستراتیژيکې حوصلې ته اړتیا ده.

ولسمشر غني همداسې وکړل، د افغانستان لپاره یې د ترانزیت لپاره اساسي کارونه پیل کړل، نوې لارې، بندرونه او دهلېزونه یې پرانیستل چې کرار کرار یې ولس اغېز او ښېګڼه ولیده او د دوی زړونو ته دا ولوېده چې ولسمشر غني د نورو غوندې په لنډمهالو او نمایشي کارونو او پروژو وخت نه ضایع کوي هغه غواړي د دې وطن لپاره اساسي کار ترسره کړي.

د ولسمشر غني د پلانونو، اقتصاد محوره فکر او سمیه ییز اتصال  لیدلوري ارزښت حتی پاکستان هم درک کړی دی، ځکه تېره اونۍ چې د پاکستان لومړي وزیر له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کولې، نو د ده پلانونه یې وستایل، د هغو هرکلی یې وکړ او په هغه اړه د لا زیات بحث لپاره یې ولسمشر ته رسمي بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي. پاکستان چې دا مهال له اقتصادي کړکېچ څخه خورېږي او په بدوضعیت کې قرار لري، نو له دې امله غواړي چې د افغانستان له لارې هم منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي او خپلې ګټې بېرته تامین کړي او هم له افغانستان سره خپله سوداګري همغې پخوانۍ کچې ته زیاته کړي.

ولسمشر غني به تل ویل چې د ده برنامې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د هیوادونو اقتصادي ودې، سوداګرۍ، انکشاف او ثبات لپاره ګټورې دي. ولسمشرغني د خپلو همدغو برنامو له برکته د اقتصادي همکاریو د زیاتولو له پلوه په سیمه په ځانګړي ډول منځنۍ اسیا کې وضعیت ته مثبت بدلون ورکړ او دا مهال د ترانزیت، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې افغانستان له زیاتو هیوادونو سره داسې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي چې دوه اړخیز او ان څو اړخیزې ګټې او مفادات لري او پاکستان چې اوس یې د دغو برنامو ارزښت درک کړی دی غواړي چې له بد اقتصادي وضعیت څخه د وتلو لپاره له دغو برنامو او د هغو له ښېګڼو څخه مستفید شي، مګر دا به د پاکستان په صداقت پورې اړه لري، ځکه پاکستان باید د دې لپاره افراطیت او ترهګري ته شا کړي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply