کابل مېشتي طالب پلوي سخت غلي دي

0 765

اېمل پیاوړی _

 

په کابل کې یوه ډله طالب پلوي فیسبوکیان کرۍ ورځ طالبانو ته د تبلیغاتو تر څنګ نېغ همدېته ناست دي چې حتی که زلمی خلیلزاد اسوېلی هم وکړي، نو دوی یې د طالبانو په ګټه تعبیروي. بار بار د خلیلزاد ټویټونه خپروي. ته به وایې چې هر څه د دوی په ګټه روان دي او ډېر ژر به پر کابل له هرې خوا خدای مکړه وسله وال طالبان را تویي شي، خو دغه ډله فیسبوکیان بیا له پرون راهیسې سخت غلي دي او د خلیلزاد وروستي ټویټونه هیڅ نه خپروي، ځکه چې دا د دوی له مزاج سره برابر نه دي.

دوی د خپلو بې اساسو تبلیغاتو په لړ کې په دې وروستیو کې دا هم زیاته تبلیغوله چې ټاکنې نه سوله، دوی په رښتیا د سولې پلویان نه دي، بلکې دوی د وسله والو طالبانو او خپلو بهرنیو سفارتي بادارانو په اشارو دغه تبلیغات کول، تر څو افغانان په خپل راتلونکي مغشوش کړي او هغوی ته داسې انګېزه ورکړي چې ګواکې ټاکنې نشته او طالبان د یو جوړجاړي له لارې راځي او واک ته رسېږي، مګر د ټاکنو په اړه د زلمي خلیلزاد وروستي ټویټ دغه کابل مېشتي طالبان سخت غلي کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد لیکي: ” صلحی که منجر به یافتن یک راه حل سیاسی برای پایان جنگ و حل معضل افغانستان شود، اولویت امریکا است، اما در کنار آن آماده‌گی برای برگزاری انتخابات نیز اتخاذ شود.

ښاغلي ډاکټر خلیلزاد د شنبې په ورځ د روان کال د غویي په ۲۸ په یو ټویټ کې همدارنګه ټینګار کړی ”هم‌زمان با پیش‌برد گفت‌وگوهای صلح، برای برگزاری انتخابات ریاست جمهوری قابل اعتماد نیز برنامه‌ریزی شود.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازي ډاکټر خلیلزاد په دې اړه په خپل ټویټ کې د سولې او ټاکنو په اړه د خپل هیواد لومړیتوب توضیح او ټینګار یې کړی چې دا دواړه بهیرونه باید همزمان ترسره شي. هغه ویلي د افغانستان خلک سوله او د جنګ پایته رسېدل غواړي، خو د سولې د تامین غوښتنه خلک په ټاکنو کې د ګډون له حق څخه نه بې برخې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مرستیاله الیس ویلز چې تېره اونۍ افغانستان ته راغلې وه، نو د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په کتنو کې یې پر وخت، رڼو او سراسري ټاکنو ټینګار وکړ.

په پام کې ده چې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي او د دغو ټاکنو لپاره اتلسو تنو ځانونه نومولي دي. دا لومړی ځل دی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی ډاکټر خلیلزاد له طالبانو سره له بار بار کتنو وروسته پر ټاکنو دغومره ټینګار کوي او همدارنګه دا لومړی ځل دی چې کابل مېشتي طالبان او د هغوی پلویان د ډاکټر خلیلزاد پوسټونه نه خپروي. دا د دې ښکارندوی دي چې دوی د وطن لپاره ښه نیت نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply