له زندان څخه داحمدظاهرخلاصون

0 1,052

لیکنه  : پخوانی عدلیه وزیرپوهاند عبدالحکیم شرعی جوزجانی

ژباړن : عبدالرووف لیوال

مخکې له دې چې ددهمزنګ له عمومی زندان څخه لیدنه وکړم ، اودعفوې دفرمان اودمجازاتودتخفیف طرحه جوړه شی ، یوه ورځ زما سکرترنعیم خان راته وویل چې ، نامتو سندرغاړی احمد ظاهرله یوه پولیس سره راغلی اوغواړی تاسو سره وګوری ، سمدلاسه دعارضینودهرکلی خونې ته ورغلم اوهغه (احمدظاهر) مې راوغوښت ، په ډیره مهربانۍ مې ورڅخه وپوښتل (تاسوته څه خدمت اومرسته کولای شم ؟)

هغه چې ډیرخواشینی اوناهیلی معلومیدو، راته یې وویل (څوکاله کیږی چې ، دخالدې نومې دوژنۍ په ناحقه توربندی یم ، د خالدې پلار پرګل ځاځی چې له لوړپوړو چارواکو سره اړیکې لری ، پرمادعوی کړې ، داقتل په ما پورې اړه نه لری ، اوتراوسه دما دالزام په هکله هیڅ کوم مدارک اودلایل هم نه دی پیدا شوی ، خوڅوک نشته چې زما شکایت واوری ، په داسې حال کې چې قاتل معلوم دی اوپه خپل جرم یې اعتراف هم کړی ، له تاسوغواړم که زما عرض واوری )

د هغه عریضه مې ولوسته ، همدا ټکی په ټکی پکې لیکل شوی ول ، دعریضې لاندې مې دکابل د محکمې رییس ته ولیکل (( دعارض شکایت دقانون سره سم وڅیړئ اوماته خبرراکړئ))

احمدظاهرته مې وویل چې ، د خواشینی ځای دی چې تاسوغوندې نامتو سندربول په زندان کې وی ، له څوکلونو راپدې خواستاسوځای د هنرمندانوپه ډله کې تش دی ، اوس داعریضه دکابل ولایت محکمې ته یوسه ، زه ستاسو دعریضې اوخلاصون په هکله دقانون په رڼا کې اقدام اوله هیڅ رازمرستې او کمک نه دریغ نه کوم .

هغه مننه وکړه اوله پولیس سره یو ځای له خونې ووت .

سمدستی مې د احمد ظاهر دوسیه راوغوښته ، خود هغه دوسیه په آرشیف کې شتون نه درلود ، وروسته معلومه شوه چې د هغه دوسیه د عدلیې وزارت په یوه لوی اومهم سیف کې ساتل شوې وه ، دا سیف ډیرلوی او تقریباً یوټن دروند وواو په څو کلیانو د تخنیکی لارښود نه وروسته خلاصیده ، باشی (خانه سامان) له هغه رمز نه چې ورسره وو داسیف خلاص کړ ، د احمدظاهر له دوسیې سوا، دوه نورې دوسیې هم په سیف کې موجود وې، چې یوه یې د داوود خان د اساسی قانون دوسیه وه، چې وروسته له تصویب د پارلمان د ټولو وکیلانو لاسلیکونه پرې باندې ول .

دوهمه دوسیه هم د هغه شپږتنو بزګرانو وه چې په رڼا ورځ د سرپل د بوغایی کلی د ځمکو د شخړې په سردپارلمان وکیل کمال الدین خان اسحقزی دزوی اکبرخان له خوا سوزول شوی ول ، ددې دوسیې په لیدلوسره هک پک حیران پاتی شوم ، ځکه ما فکر کاوه چې دا دوسیه به ډیره پنډه وی اوڅوزره پاڼې به لری ، خوکه ګورم چې ایله ۲۰تردیرشوپاڼې یې درلودې ، داسوزول یې مغلوبه جنګ بللی وو اوبس ، ددوسیې په پای کې داسې انګیرل کیده چې ګواکې دواړو خواووسره سوله کړی وی اوکمال الدین خان حاضر شوی ووچې ۶۰۰جریبه ځمکه دوژنې په پورکې ورکړی ، تر څو دوژل شویو کورنۍ له خپلې دعوې نه انصراف وکړی .

دریمه دوسیه چې ډیره پنډه اوله زرو زیاتې پاڼې یې درلودې هغه د خالدې دوژلودوسیه وه ، چې خالده د احمدظاهرد وهمه ښځه او د پرګل ځاځی لوروه ، د پیښې هغه انځور چې اخستل شوی وود خالدې جسد یې په یوه تنګ او چسپ لباس کې ښوده ، چې په بدرقم وژل شوې وه اوپه سینه یې د چړې څوګوزارونه لیدل کیده چې د هغې زړه یې څیرلی وو.

د مستنطقینو په قول ، خالده چې په احمد ظاهر یې زړه بایللی وو، غوښتل یې چې هغه سره واده وکړی ، خو احمد ظاهرترې ډډه کوله او د هغې ټینګارته یې په دې هکله بابیزه جواب ورکاوه ، په پایله کې خالدې دکابل والی ته عریضه کړې وه چې له احمد ظاهرنه بلاربه شوې اوهغه مجبور دی چې له هغې سره واده وکړی ، خواحمدظاهر نه منله او ټینګ ووچې زما وینه دې د ماشوم له وینې سره معاینه شی .

وروسته له ډیرې لانجې بلاخره احمد ظاهرد هغې سره واده ته اړسو اوواده سرته ورسید.

خوپه هغه شپه چې خالده دیوه ځوان له خوا د حشمت په نوم دچمتلې په دښته کې وژل کیږی، احمدظاهرشتون نه درلود او په دوسیه کې هم د احمد ظاهرهیڅ ډول اعتراف نشته، یواځې یوه ښځه دخوبان په نوم د قاتل د معاون په توربندی وه اوهغې هم په څوعریضوکې ادعا درلوده چې د شکنجې په واسطه ترې اقرار اخیستل شوی او ویلی ووچې د خالدې وژل د احمد ظاهرپه لارښونه شوی دی .

شرعی وړاندی لیکی په هر حال ما موضوع له حفیظ الله (امین) سره شریکه کړه ، او د احمدظاهر په هکله د عفوې د فرمان اخیستلوپه لټه کې شوم او د هغه نظر مې وغوښت او داسې مې ورته وویل [احمدظاهر د پښتواو دری سندروپه ویلوسره نه یواځې په افغانستان ، بلکې په سیمه کې ساری نه لری ـ څومره به ښه وی که خلقی دولت دنوروهنرمندانوپه ډله کې دا نومیالی هنرمند هم ولری ]

امین هم د احمد ظاهرخوشې کیدلو ته لیوال وو، له مانه یې وپوښتل ؟ آیا احمد ظاهرپه دوسیه کې په قتل اعتراف کړی که نه ؟

ماورته وویل چې په دوسیه کې داحمد ظاهر هیڅ ډول اعتراف نه ده راغلی ، سربیره پردې هغه په کومه شپه چې قتل شوی ، دپیښې په ځای (چمتله)کې له سره شتون نه درلود.

امین وویل ( په ریښتیاسره هغه په خلکو ډیرګران دی ، زه هم دهغه د خلاصون طرفداره یم ، افسوس چې داسې یو هنرمندپه زندان کې پاتې دی ، داکارماته پریږده ، زه د هغه د عفوې فرمان له تره کی صاحب نه اخلم ، تاسوهغه همدا نن دهغه کورته واستوی )

ماسمدلاسه دکابل دمحکمې رییس ته لارښوونه وکړه چې ، احمدظاهرله زندان نه راوغواړی اوهمدانن یې خپل کورته ورسوی اوورته ومې ویل چې دهغه دعفوې فرمان سبا تاسوته دراستول کیږی .

په خپله امین دهغه آواز ته عحیبه لیوالتیا لرله ، هغه کنسرتونه چې د بهرنیو میلمنو په خاطرد بهرنیو چارو د وزارت په سالون کې جوړیدل ، داحمدظاهرپه غږبه پیل شول اودوه ،درې سندرې به يې پرله پسې اجراکړې ـ احمد ظاهرد امین نه د مننې په خاطریوه مشهوره سندره هغه ته ویلې وه چې متله یې داده :

هرجاګذری نام امین ، نام امین است         +      این توسن ایام چی خوش رام امین است

دژباړن خاطره : خوبان هغه ښکلی لولۍ ښځه وه چې دشهرنوپارک ته مازیګرپه چکرراتله دښاپیرۍ شان ته ښکلې اوپه هغه وخت کې به یې خپل دسر ویښتان (های لایت) کول.

د احمد ظاهردا پښتو سندره  ډیره تاریخی او نامتوده  : اوبه درته راوړم – سابه درته پاخم

 خانه دې ورانه شه جوګی        (په تن موروغتیا ، په خوله مو مُسکا )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply