غني لا هم غنیمت دی

0 572

 اېمل پیاوړی _

افغانستان او افغانانو په تېرو څلوېښتو کالو کې ډېر ظلمونه، وحشتونه، بدې ورځې او نادودې وګاللې او لا یې هم درګرده ګالي. نه د جنګونو کمی وی، نه د وژنو او وحشتونو، نه د ناامنیو او دربدریو او نه هم مهاجرتونو معلولیتونو، مګر د دې ټولو باوجود خدای تعالی په افغانستان او افغانانو یوه خاص لورینه کړې چې هر ځل یې په هر بحران کې د وضعیت د کابو کولو لپاره یو عالي شخصیت ورباندې لورولی، پخوا چې افغانستان د کورنیو جګړو له امله ویجاړ شو او نظام له منځه لاړ، نو د دې هر څه د کابو کولو لپاره اوسپنیز امیر عبدالرحمن خان خدای را ولوراوه او نوموړي هر څه له صفره پیل کړل او ډېر ژر یې نظم او نظام را جوړ کړ.

کلونه تېرېدل او بیا چې د سقاوی د زوی حبیب الله خان په څېره کې پر دې وطن افت راغی او د خلکو د مال او جایدادونو د چور تر منځ یې عامه شتمنۍ، تاسیسات او نظام هم ګډوډ کړ او هر څه یې له منځه یووړل، نو خدای نادرخان را ولوراوه او په ډېر قومت او مهارت یې سقاوي اړو دوړ مهار کړ، غله او چپاولګر یې له منځه یووړل. په لږ وخت کې یې سراسري نظم تامین کړ، هر څه یې له سره پیل کړل، حکومت یې را جوړ کړ، مګر له بدمرغه چې نوموړی هم ژر شهید کړای شو، مګر پاچاهي یې برقراره شوه او کمکي زوی یې د وروڼو په ملتیا او ملاتړ ادامه ورکړه او د ثور کودتاه چې یو بد افت او ناورین په توګه په افغانستان را نازله شوه، نو دادی لا تر دې مهاله افغانان له نظمۍ، جنګ، وحشت، کډوالۍ، وژنو، ظلمونو جنایتونو څخه کړېږي.

دادی څلوېښت کاله کېږي چې افغانان په جنګ کې ګوزاره کوي، مګر دادی د همدغو بدو شیبو په منځ کې خدای تعالی د اشرف غني اوسني افغان ولسمشر په بڼه یوه خاص لورینه په افغان ولس کړې دی، ځکه نوموړی هم عالم دی، هم مفکر دی، هم د ولس خواخوږی او خدمتګار دی، هم د کار مینه او لېوالتیا او وړتیا لري، هم تقوا او قاطعیت لري او هم یې درایت تر نورو ژور دی، تر ټولو ښه لا دا چې له تېرو پنځو کالو د هیواد د واکمنۍ په ګدۍ ناست دی او په همدغو پنځو کالو کې یې ټول شته بحرانونه مدیریت کړل، سوله یې متمرکزه او په ملي بحث بدله کړه، د سولې زمینې یې زیاتې کړې، سره له دې چې لا هم سولې ته نه دی رسېدلی، مګر په دې برخه کې یې فوق العاده هڅې ادامه لري.

نوموړي د زیربنا، انکشاف، فساد سره د مبارزې، ښې حکومتولۍ، د زورواکانو، غاصبانو او مفسدینو د مخنیوي په برخه کې کوتلي ګامونه اخیستي او لا هم د دې اړتیا ده چې دغه برخه کې خپل کار او مبارزه لا چټکه کړي.

لنډه دا چې افغانانو ته د څلوېښت کلنې غمیزې په پای کې د دې هیله او امید پیدا شوی چې که خدای کول د ولسمشر غني د فکر، پوهې، خدمت، کار او هڅو له برکته به دوی له اوسنیو ستونزو او بحران څخه راوځي او له همدې امله ولسمشر غني لا هم د افغان وطن لپاره لوی غنیمت دی. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply