طالب مشران ځکه اوربند نه کوي

0 589

محمدروښان ښاد

د تېر کال په روژه کې د لویې جرګې په خېمه کې زرګونه افغان علما سره جرګه شول او دوی یوه متفقه فتوا صادره کړه، په دغه څووویشت مخیزه فتوا کې چې ټول استناد یې په ایتونو او احادیثو وو، دوی په هیواد کې روان جنګ نامشروع او فتنه بللی او له دواړو غاړو یې د جنګ د ودرېدو، اوربند او سولې هیله کړې وه.

د یادې فتوا له صادرېدو وروسته وسله والو طالبانو سکوت اختیار کړ، ځکه دوی چې څومره هم په خپلو کې سره جرګه شول، نو هیڅ داسې دلیل یې ونه مونده چې د علماو د فتوا په مقابل کې خپل روان او تحمیلي او نیابتي جنګ تعبیر کړي. دې کار د طالبانو د رهبري روحیه سخته وځپله، ځکه چې دوی د خپلو جنګیالیو د پوښتنو پر وړاندې لا ځوابه پاتې شول.

د افغان علماو د متفقې فتوا په درناوي چې ولسمشر غني د کوچني اختر په ورځو کې پنځلس ورځنی اوربند اعلان کړ، نو وسله وال طالبان هم مجبور شول او اوربند یې ومانه، خو کله چې ولسمشر غني د اوربند د اوږدېدو غوښتنه وکړه، نو وسله والو طالبانو یې له منلو او اوږدولو انکار وکړ، ځکه د اوربند او اختر په ورځو کې د دوی جنګیالي ښارونو ته لاړل، له ولسونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې خبرې وکړې او دوی اصل حقیقت درک کړ، دوی هغه څه چې د پاکستان د استخباراتو او یا خپلو مشرانو ا وقومندانانو له خوا ورته ویل کېدل ونه لیدل. دوی پوه شول چې دوی تېراېستل شوي او په ناحقه جنګ کې ښکېل شوي دي.

همدغه لامل وو چې د اوربند له پایته رسېدو وروسته ډېر جنګیالي طالبان په ښارونو، کلیونو او لسونو کې پاتې شول او بېرته د جنګ لیکو ته ستانه نه شول، ځکه دوی ویل چې په هیڅ شرط هم افغان وژنې او مسلمان وژنې ته چمتو نه دي او حتی هغه څه چې په ناخبرۍ کې دوی ترسره کړي و د هغو بښنه یې وغوښته.

له همدې امله تېر اوربند د وسله والو طالبانو پر جنګي روحیه اغېز وکړ، د دوی د مشرانو او قومندانانو څو رنګي او بدرنګي ورته معلومه شوه له هغوی يې کرکه او نفرت وکړ او له همدې امله دا ځل وسله وال طالبان په هیڅ صورت او هیڅ قېمت هم اوربند ته چمتو نه دي، ځکه دوی وېرېږي چې دا ځل به ټول هغه طالبان چې دوی یې په بې خبرۍ او غلطۍ د حکومت او ملت پر وړاندې جنګوي له لاسه ورکړي، ځکه دوی وېرېږي چې که اوربند وکړي، نو طالب جنګیالي به د تېر په څېر ښارونو، ولسونو او کلیو ته لاړ شي او هلته به له خلکو سره په راشه درشه او ناسته ولاړه کې په هر څه پوه شي، نو د همدې په خاطر د طالبانو مشران او قومندانان نه غواړي چې اوربند وکړي او دوی په اسانه سولې ته هم نه حاضرېږي، ځکه چې د دوی ګټې په جنګ کې خوندي دي او که جنګ پایته ورسېږي، نو دوی به خپلې ګټې اتومات لهلاسه ورکړي او له همدې امله وسله وال طالبان او خصوصاً د دوی مشران اوربند نه مني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply