که رښتیا هم موخه د داعش ځپل وي!

0 453

اېمل پیاوړی –

په دې کې شک نشته چې داعش تر ټولو بده تروریستي ډله ده، چې نه په ښځو، نه په ماشومانو او نه هم په سپین ږیرو رحم کوي او موږ ټول په جلال اباد کې د دوی د وحشیانه ظلمونو شاهدان یوو چې نوزېږی ماشوم یې په منځ دوه ټوټې کړ، سپین ږیري او قومي مشرانو یې په بمونو کېنول او وا یې لوزول او داسې نور ډېر جنایتونه او وحشتونه یې ترسره کړل او له همدې امله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوی پر ضد پراخ عملیات وکړل او هغوی یې د ولسونو په همکارۍ سخت وځپل.له داعش سره هیڅ ډول سوله او مذاکره نه کېږي او دوی به یوازې او یوازې د جنګ له لارې له منځه وړل کېږي.

د داعش پر وړاندې د حکومت دریځ واضح او جدي دی، مګر ځینې ګاونډي هیوادونه د داعش په پلمه په افغانستان کې خپل نظامي حضور او نفوذ په هڅه کې دی، خصوصاً ایران او روسیه غواړي له دې وېرې چې ګواکې داعش د دوی لپاره تهدید دی له ځینو وسله والو ډلو او طالبانو سره مرستې کوي.

په تېر کې موږ د دې شاهدان یوو چې هم ایران او هم روسیې له وسله والو طالبانو سره پرېمانه نظامي او مالي مرستې کړي او هغوی یې دېته هڅولي دي چې د داعشیانو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او د حکومت غوښتنه او وړاندیز دادی چې پر ګروپونو او غیر حکومتي ډلو د پانګونې او له دوی سره د اړیکو لرلو پرځای باید دولت په دولت اړیکو ته ارزښت ورکړل شي، ځکه چې دغه وسله والې ډلې او ګروپونه چې ایران او روسیه د داعش د ځپلو په پلمه ورسره مرستې کوي په راتلونکي کې په یو لوی او جدي تهدید بدلېدلی شي.

موږ په ډېرو سیمو کې ولیدل په کومو ځایونو کې چې په وسله والو طالبانو فشارونه زیات شول، نو د دوی د ټیټې کچې جنګیالي د داعشیانو لیکو سره یو ځای شول. مګر یوازې او یوازې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هغه څوک دي چې هم د وسله والو طالبانو او هم د داعشیانو پر وړاندې په کلکه جنګېږي، نو که چېرې په رښتیا هم د ایران او روسیې موخه د داعشیانو ځپل وي، نو بیا دې د وسله والو ګروپونو او طالبانو پرځای له افغان دولت سره اړیکې ټینګې کړي او د داعشیانو پر ضد مرستې دې له دولت سره همغږې کړي.

په افغانستان کې د جنګ او د قوې د استعمال مشروع واک یوازې او یوازې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دی. د حکومت او د ولسونو په ګډه همغږۍ په ننګرهار کې تقریباً ټولې سیمې له داعشیانو څخه پاکې شوې دي او هلته چې کوم تهدید د دوی له لوري عامو خلکو ته متوجه وو هغه کاملا له منځه تللی دی. داعشیان چې هیڅ کومه انساني او اصلاحي او انکشافي برنامه نه لري او دوی یوازې او یوازې د بشریت ، ثبات او امنیت دښمنان دي په ډېره بې رحمۍ عام خلک له منځه وړي، نو له دې امله د داعشیانو نابودول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له مهمو مسوولیتونو څخه یو دی او دغه مسوولیت یې تر اوسه په ډېره ښه توګه ادا کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply