د ښاغلي خليلزاد د پام وړ

0 439

د ښاغلي خليلزاد د پام وړ :

د مهالوېش په اعلانولو سره به طالبان يوځلې بيا د نجيب د وخت ترخه تجربه تکرار کړي

طالب ته دومره ناز ورکول معقوله خبره نه ده

لوی پير يې ((پاکستان)) راايسار کړئ مريدان يې خپله سميږي

 

سيد حسين پاچا

 

ښاغلی خليلزاد،

تاسې ته ښه پته ده چې د بين سېوان او د محمود مستيري د وخت په هلوځلو کې چې کله ډاکټر نجيب الله خپله استعفا اعلان کړه، لومړی ترې لويو قوتونو، بيا سيمه ييزو لوبغاړو د خپلو لاسپوڅيو ((مجاهدينو او طالبانو)) په مرسته ډېره لويه ناوړه ګټه پورته کړه. طالبان د هماغه وخت مضره غوټه پاتې ده او ځينو جهاديانو خو د خپل ځان په ګټه له واکه ښه سياسي ګټه پورته کړه چې تاسې يې خپله د سر په سترګو ګورئ.

دېته دې پام اوسه چې :

  • د ترهګرۍ تضمين
  • د ځواکونو ايستل
  • افغاني ډيالوګ
  • او اوربند

خو طالبانو لا تر اوسه له خپلې خبرې نه دي او د اشغال کلمه کاروي چې افغانستان د بهرنيانو له لورې اشغال دی او لومړی بايد اشغال پای ته ورسيږي.

دا نو اوس ستاسې د وضاحت (روڼتيا) پورې اړه لري چې تاسې ملا عبدالغني برادر له پاکستانه پر کوم شرط راخوشې کړی؟ که ستا پر ياد وي د ښاغلي اوباما په وخت کې چې له ايران سره اتومي تړون لاسليک شو او د ايران ۳۶ ميليارده ډالر کنګل شوې پيسې بيرته ورته خوشې شوې، خو د هغه وخت په شرايطو کې دا هم وو چې ايران به د امريکا پر ضد ځينې شعارونه هم نه وايي او پر همغسې اساس له خپلو مخابرتي ، تېلفوني او انټرنيټي چينلونو کې پوره بدلون راوست. ان تر دې چې له خپلو موبايلونو نه يې ((مرګ پر امريکا)) او داسې نور پاروونکي شعارونه ليرې کړل او هم يې له دېوالونو ليرې کړل، خو د ملا عبدالغني برادر له پيله تر ننه دوی هماغه د ((اشغال)) تنانيا وايي، نو نه پوهېږم چې تاسې نوموړی پر کوم اساس او د کوم تعهد پر اساس راخوشې کړی؟

پوښتنه دا ده چې دوی له تاسې سره په دې تېرو شپږو پړاوونو چې اوس مو دا دی اووم ځل هم شروع کړ له خپلې خبرې تېر شوي نه دي، نو ولې تاسې د دوی دې ځينو اپلتو ته ځواب نه وايئ؟

که ځواب ونه وايی، نو دوی به ځانونه مستحق او تاسې (امريکا) به اشغالګر بولي، نو تاسې له دوی سره پر کوم اساس دا شپږ پړاوه خبرې مخته وړي دي؟ زه په تمامه مانا او پوره ډاډ دا باور لرم که امريکا په ريښتينې پاکستان له خوږې ګوتې راونيسي، نو طالب به چې هر ځای وغواړي لاس تړلی وروسپاري، لکه څنګه يې چې د وخت سفير مولوي عبدالسلام ضعيف په ډېره سپکه وروسپاره. همدا اوس له امريکا سره نورې ډېري لارې شته چې پاکستان پرې ډېر سخت له خوتې ګوتې نيول کيږي او پاکستان سملاسي دېته تياريږي چې له طالبه لاس پرېمينځي او له ځانه يې ليرې کړي.

ښاغلی خليلزاد،

تا ته خو ښه ياد دي چې له دوستم دې يو وخت څنګه غول ايستلي وو چې سملاسي يې بغارې کړې کړې چې ((تاسې دوست ودښمن نه پېژنئ)) او سملاسي لارې ته سم شوی وو. همداسې عطا واخله، نو د طالب سمول دومره سخته خبره نه ده.

که يې سپينه او په زغرده درته ووايم د طالب ټوله لوبه په يو ساعت کې خلاصيږي او بس.

دېته دې پام اوسه که له تاسې يې يوځل مهالوېش واخېست بيا دوی له حکومت سره خبرې نه کوي. امريکا به په لوی لاس هر څه خراب کړي. طالب له همدغې خبرې د ځان په تړاو ګټه اخلي او بيا به تاسې ته ګرانه وي چې حالات راقابو کړئ. په دې هيله چې تېرې ترخې تجربې او بوږنوونکې پېښې بيا تکرار نه شي.

تاسې بايد ډاډه اوسئ چې طالبان له همدغې موقع د ځان په تړاو ګټه پورته کوي. طالبان له خپلمنځي خبرو ډډه کوي او څنګه ته ترې تيريږي. د دوی د وياند له خبرو معلوميږي چې دوی همدې خبرې ته په انتظار دي چې يوځل له تاسې مهالوېش روښانه کړي. دوی داسې انګيري چې د مهالوېش په اعلانولو سره حکومت له پښو غورځيږي او قواوې خپل مورال له لاسه ورکوي او موږ يې په زور نيسو. لکه ښاغلي حکمتيار چې به همدغسې هوبهو ويل او په لوی لاس يې هر څه خراب کړل او تر پرونه پورې بيا چا په کابل کې څه ان چې زمکې ځای نه ورکولو. تهران ته يې سر ووته، خو له هغه ځايه هم راوتښتېده او بالاخره راپيدا او کابل ته شو. طالب دا ځل بيا هماغه تېره تجربه تکراروي چې هغه ځل يې ډاکټر نجيب الله وواژه او دا ځل د ښاغلي غني د وينو تږي دي.

مشوره :

زما په اند ښه به دا وي چې پير يې راايسار کړئ مريدان يا په بله مانا کرايکښ قاتلان يا فراريان mercenaries خپله سميږي او لارې ته راځي.  مريدان يې د لوی پير په زور پورته پورته کيږي  او مشر لالا ((امريکا)) بيا د ټولو پير ده. پير د خپل مريد په کمزوريو له هر چا ښه پوهيږي او ډېر ژر يې لارې ته راولي او د مخ يا سترګو پر وراړولو يې غوږونه مړاوي کيږي.

که ټرمپ کاکا دا ځل يو بل ټويټ وکړ، نو پير به يې له مريدانو سره سم وي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبان: د وتلو مهالوېش راکړئ، خليلزاد: اول افغاني مذاکرات وکړئ

http://www.taand.com/archives/129532

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply