ترمپ په افغانستنان کې اجتهاد اعلان کړ/ عبدالرووف لیوال

0 938

ټرامپ وایی چې (موږ۱۹ کاله د ترهګری په وړاندې جهد او جهاد وکړ اوس دهند ، روسیې او ایران وار رارسیدلی چې په افغانستان کې د ترهګرو په وړاندې اجتهاد وکړی ) دهغه په اند په پاکستان کې اوس ترهګرې ډلې نشته چې هغوی اجتهاد وکړی .

جوته خبرده چې امریکې ته یواځې دافغانستان خاوره پکارده ، نه یې خلک او د هغه پوتین په قول چې افغانستان یواځې د افغانانو هدیره ده اوبس ، د ټرامپ په اند د افغانستان خلک تر څوچې ځپل کیږی د امریکې په ګټه ده اوپه دې مینځ کې پاکستان ته هم غوړه ښوروا رسی ، نوځکه دوی په څلورو پړاونو کې افغانستان ته د امریکې او پاکستان د ګټوپه خاطر څلور (پیش مرګی ) ډلې راولیږلې په لاندې ډول :

لومړۍ (پيش مرګه ) ډله :

مجاهدین وو چې دامریکې ،عربی هیوادونو ، چین اودغربی هیوادونوپه سر کې دانګلیس په مشرتابه او مرسته یې وکولای شول چې شوروی په افغانستان کې په ګونډوکړی ، او امریکا ته دې تاوان رسولو مخه ونیسی .

دوهمه (پیش مرګه ) ډله :

اوه ګونی (پاکستانی )او اته ګونی (ایرانی) خروړی تنظیمونه ول چې ویې کولای شول د پاکستان او آی . آس . آی په قومانده په افغانستان کې حکومتی اووسلوال یونیم سوه کلن سیستم ویجاړاواډانه یې له منځه یوسی ( نوازشریف دکابل هوایی ډګر مځکه ښکل کړه ) دوی وتوانیدل چې په ملت او حکومت چور او تالان ګډ ،خپل ځان ، پاکستان ته لاس په لاس ګټه او امریکې ته غیرې مستقیمه ګټه ورسوی (تردا څو کلونو وړاندې دناصرباغ دسوری پله په سیمه کې د افغانستان داردو په آرم ما لیدلی بیردیم (شوبله ) ولیده چې دجبارخیلو په کمپ یې چاپه وهله ) دا دوهمې پیش مرګې ډلو په جنګولو کې میرمن رافایل په هغه وخت کې پاکستان ته لارښونه کوله

دریمه (پيش مرګه ) ډله :

طالبان کرام ول چې دامریکې دستردښمن (ډاکترنجیب الله ) په وژنې اودبودا په ورانولويې خپل مکلفیت ادا او دیونیکال پروژې پیلولو ته لاره هواره کړی،خوداسامه بن لادن راتګ  افغانستان ته اوهغه نا انډوله شرایط چې منځ ته راغلل ددې څیر پروژو خنډ وګرځیدل .

څلرمه (پیش مرګه ) ډله داعش : داځل امریکا غواړی چې دنیم بند ، ګډوډ (ماش وبرنج) امارت جمهوری اسلامی افغانستان په وړاندې داترټولوخروړه ډله ( داعش) رامخ ته اوپه سیمه کې داړ ودوړپه رامنځ ته کولوسره خپلې ګټې له تاوان نه وساتی ، اوبل پلو به هند روسیې اوایران ته هم ستر سر خوږی هم پیدا کړی .

دا لوبې په تر هغه دوام مومی چې درویشت سری اختاپوس (ترهګرې ډلې) دافغانستان په ختیځوسرحدی سیموکې فعالې اودډالرو اوبه خور ولری . (ژوندی دې وی دااختاپوس)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply