د سعودي عربستان یو پانګه وال خپل زوی ته د لوبو د الوتکې پر ځای په غلطۍ کې
د ۳۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه ایربس الوتکې وپیرودې
د سعودي عربستان د انرژۍ د شاهي شرکتونو یو تن پانګه وال په کافي توګه په انګلیسي ژبه د نه پوهیدو له امله خپل زوی ته د زوکړې په تحفه کې د لوبو د الوتکې د اخیستو پر ځای په غلطۍ کې د ۳۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه ایربس الوتکې وپیرودې.
نوموړي سعودي پانګه وال چې نه يی غوښتل نوم يي واخیستل شي ویلي دي چې زوی يي د الوتکو سره ډیره زیاته مینه لري. ما غوښتل چې د هغه د زوکړې د ورځې په تحفه کې هغه ته یو ډیره ښکلې د لوبو الوتکه ورکړم.
هغه ویلي دي چې په انټرنټ کې په پلټنو پیل وکړ. د ایربس سایټ ته داخل شو. د ایربس په سایټ کې دوه الوتکې فرمایش ورکړ. د فرمایش ورکولو نه سمدلاسه وروسته د ایربس شرکت راسره تماس ټینګ کړ. خو دا چې زه په انګلیسي ژبه ښه نه پوهیدم په غلطۍ کې مې د لوبو د الوتکو پر ځای د ایربس الوتکو فرمایش ورکړی وو او هغه مې تایید کړ.
خو کله چې د پیسو ورکولو وخت راغی هغوې ماته وویل چې ددې الوتکو بیه ۳۶۵ میلیونه ډالره کیږي. زه لږ اشتباهي شوم خو بیا مې د ځان سره وویل چې البته دا به ډیرې ځانګړې الوتکې وي. پيسې مې ورته ټرانسفر کړې.
د الوتکو د سپارولو وخت د رارسیدو سره شرکت راسره اړیکه ټینګه کړه او د الوتکو د انتقال په خاطر يي زمونږ نه د پیلوټانو غوښتنه وکړه.
کله چې شرکت د پيلوټانو غوښتنه وکړه ما د ځان سره وویل چې البته دوی پر مونږ ملنډې وهي.
شرکت وویل چې پيلوټان مو راولیږۍ چې الوتکې ورته تسلیم کړو. زه دلته پوه شوم چې د لوبو د الوتکو پر ځای مې ایربس ای ۳۵۰ – ۱۰۰۰ اس ډوله الوتکې پیرودلي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320