د ملا هبت الله اخوند او ملا عبدالغني برادر د پام وړ

0 1,544

د ملا هبت الله اخوند او ملا عبدالغني برادر د پام وړ :

د عباس ستانکزي مختلطه څېره

ريښه يې له ISI ، خېښي يې له عبدالله او دښمني يې له غني سره ده

د عباس ستانکزي او شاهين له لاسه مو دين، دنيا او هم آخرت ټول خراب شول

لوکان الجزاءُ بقدر التعب، لنام الحمار علی سريرٍ من ذهبٍ

که بدله ((پاداش)) د ستړيا په کچه وای، نو ((خر)) به د سرو زرو پر تخت ((کټ)) بېده وای!

سيد حسين پاچا

په طالبي چلوټه کې عباس ستانکزی يوه عجيبه ((هېښنده) څېره تر سترګو کيږي چې استخباراتي ريښه

يې له آی ايس آی، خېښي ( خپلوي) يې د اجرائيه رياست د ډاکټر عبدالله پورې اړوند تن سره او دښمني بيا له غني سره پالي.

تغذيه يې له څارګرې ادارې، چڼې د طالب پر سر د څارګرې ادارې لپاره له حکومت سره وهي او خپلوي بيا له اجرائيه رياست سره پالي.

پوښتنه :

چې خېښي وخپلوي کوي، نو بيا دښمني ولې پالي؟د ده لور به خوښي کوي او نور ولس به د غم پر ټغر ناست وي، نو دا خو بيا انصاف نه دی.

رب العالمين دې نصيرالله بابر له حميدګل و امام سره يوځای د دوزخ لړمونی کړي چې طالب يې په پيل کې د اکوړې د مدرسې تر چتر لاندې د خپلو ايکوپوليټيکل او جيوستراتيژيک ژورتيا لپاره د يو ديني بنسټ تر چتر لاندې رامينځته کړ او ځکه خو مشرف په زغرده د برتانيا له ګارډين ورځپاڼې سره منلې ده چې طالبان يې د څه لپاره بيرته پر پښو ودرول؟

کرنيل امام مرداره وينه وه او مرداره لاړه. څښتن تعالی دې له بوټو وضياء واخله تر بابر، حميدګل وامام پورې له ټولو سره زموږ په حق کې عدالت وکړي.

ستانکزی ديني مخينه نه لري. تېر ته په کتو طالب دغسې خبرې مخته وړل له خپل ديني مسلک اړوند کس مخته وړلې، خو نن يې عباس مخته وړي چې تېره مخينه يې روښانه نه ده. د شاهين مخينه هم همدغسې ستونزې لري.

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

پوښتنه :

ايا څارګرې ادارې خو به عباس وشاهين دواړه د ځان د ګټو د تضمين لپاره نه وي کرايه کړي؟

دغه دواړه په پوست کې له هر اړخيز پلوه پاک نه ښکاري.

تنبيه، پايله ومشوره :

أمر بالمعصية :

وراودته التي هو في بيتها وغقلت الأبواب وقالت هيت لک قال معاذ الله إنه ربي أحسن مثوای إنه لايفلح الظالمون

  • يوسف عليه السلام أمر بالمعصية ونه مانه او انکار يې وکړ ((معاذ الله)).
  • دويم احسانفراموشي يې ونه کړه او دا يې ظلم وبللو چې خدای مه کړه عزيز د مصر چې د ژوند ټول سهولتونه ما ته پخپل کور کې مهياء کړي او زه يې ناموس (مېرمن) ته په سپکه سترګه وګورم، نو زه به نيکي هېره وونکی او ظالم يا تېری کوونکی به شم.

وطن هم د مور حيثيت لري طالب بايد دېته اجازه ورنه کړي چې تور کارغان يې په وطن کې ګرځي. هېواد يې ورانوي او ولس يې وروژني.

خوښه د طالب چې د څارګرې ادارې له هغو اوامرو چې له معصيت سره مله وي ځان خلاصوي او که نه؟ که خلاصوي يې، نو ښه لاره دا ده چې له افغان ولسمشر سره نېغ پر نېغه مخامخ خبرې وکړي او کنه، نو دنيوي واخروي مسووليت به د طالب پر غاړه وي. طالب مکلف نه دی چې د څارګرې ادارې هر نامشروع أمر ته سر ټيټ کړي. د ځان د خلاصون لارې دې ولټوي.

أمر بالإطاعة :

فلما سمعت بمکرهن أرسلت إليهن واعتدت لهن متکأ وآتت کل واحدة منهنّ سکينا وقالت أخرج عليهن فلما رأينه أکبرنه وقطعن أيديهن وقلن حاش لله ما هذا بشراً إن هذا إلا ملک کريم

يوسف : ۲۳ او ۳۱ اياتونه

ايا دا ظلم نه دی چې زموږ د جهاد ومهاجرت بسپنې يې ولوټلې او ځان يې پرې اتومي طاقت کړ او نن يې تاسې له ځان سره برمته کړي ياست؟ يا به جنګ کوئ، يا به مو پلوري، لکه اکبر اغا، ملا ضعيف او داسې نور؛ يا به مو د ډرون ښکار کوي، لکه ملا عثمان وملا اختر محمد منصور او هم به مو پخپلو غوجلو (تاڼو) کې ساتي او وژني، لکه ملا عبيدالله اخوند او داسې نور او يا لکه ملا عبدالغني برادر او داسې نور. يا به مو په سر کې ګولۍ سړوي، لکه د ملا معتصم اغا په سر کې يې ګولۍ سړې کړې ان تر دې چې د حامد مير په سر کې يې سړې کړې. يا به د اسامه په شان لوبه درسره کوي او پيسې به درباندې اخلي او فلمي ريکارډ به درباندې جوړوي.

ايا له غني سره په مخامخ خبرو کې ستونزه څه ده؟

ايا شرعي حرمت شته؟ که نه، نو ولې انکار او خبرې له خنډ وځنډ سره مخ کيږي؟ حال دا چې په ستانکزي وشاهين کې شرعًا / شبهتًا قبحه ده، ولې هغه له پامه غورځول کيږي؟

داسې ويل کيږي چې د اولادونو په زده کړه کې يې معصوم ستانکزي هم رول لوبولی دی. يو څوک چې له دولتي امکاناتو ګټه ترلاسه کوي، نو هغه ته د دولت (حکومت) پر ضد کړنه په شرعي محرماتو کې راځي. دې ټکي ته له هر اړخيز پلوه يعنې له حکومت، طالب او هم خپله له عباس ستانکزي پلوه سوچ په کار دی. مشروعيت ومحرميت دواړه بايد په پام کې ونيول شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

عباس ستانکزی ولې طالبان له افغان حکومت سره له خبرو منع کوي؟

https://khabarial.com/archives/37877

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply