د پښتو ژبې مشهور هنرمند استاد هدایت الله په حق ورسېد

0 1,473

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دپښتو ژبې مشهور هنرمند ( فنکار) استاد هدایت الله نن د (۷۹ ) کلونو په عمردپښتونخوا په مرکز پيښور کې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې . زه دډیر وړوکتوبه دده له نامه او دده دسندرو سره آشنا وم.
ارواښاداستاد هدایت الله له نن نه ۷۹ کلونه وړاندې یعنې د۱۹۴۰ زیږدیز / میلادي کال کې دپښتونخوا دنوښار دسیمې دډاګ بهسود په سیمه کې دې نړي ته سترګې پرانیستلې .
که څه هم استادهدایت الله په یوه هنري کورنۍ کې نه و زیږیدلی ، خو دماشومتوبه یې دپښتو موسیقۍ سره ژوره مینه درلودله. ده تر لسم ټولګي (کلاسه) پورې زده کړې کړې وې او ددې لپاره چې پلار یې ناروغه و نو نورو زده کړو ته یې دوام ورنه شو کړلای او دکرنې په ډيپارټمنټ کې یې دنده ترلاسه کړه او پوره پنځه ویشت کلونه یې دغه دنده پر مخ بوتله . وروسته یې دموسیقۍ به برخه کې فني زده کړې د ارواښاد رفیق شینواري، فرخ سیر شمع او خلیفه استاد نه کړي وې .استاد هدایت الله په خپلې یوې مرکه کې ویلي و : په پیښور کې به د عبدالستار شاه باچا جان په دربار کې دهرې جمعې په شپه د سماع محفلونه کیدل ، چې دی به هم ورته اؤ یوه ورځ چې یې دغلته خپل کلام ووایه نو په هغه وخت کې د یوې کمپنۍ څو تنه ر اغلي ول او هغوی دهدایت الله اواز خوښ کړاو یو څو سندرې کې یې ترې ریکارډ کړې. ده وروسته دپيښور په راډیو کې پښتو سندرې پیل کړې او دده لومړنۍ سندره داوه :
ډیر ژړیدلی یمه ،ډیرکړیدلی یمه
ستا سترګو خوړلی یمه
زه غم رټلی یمه
ښاغلي استاد هدایت الله دپښتوسندرو نه برسیره په اینکو( هندکو) او اردوژبو هم سندرې ویلي وې . دی په فارسي ژبه هم پوهیده .ارواښاداستاد هدایت الله په خپلو سندرو کې دنورو شاعرانو تر څنګ درحمان بابا او حمید ماشوخیل اشعار هم په سندرو کې ویلي دي .ده د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ویلې وې چې لومړنۍ سندره یې دیو سف خان اوشیربانو په فلم کې داوه :
راشه اوراشه
خوشې میدان دی
سلګي مې راغلې
روح مې روان دی
همداراز ارواښاداستادهدایت الله یوه بله فلمي سندره هم ویلې وه چې دټرک ډریور نومیږي او مطلع یې داسې وه :
یمه دټرک ډرائیور
نن پيښور کې
سبا لاهورکې
په یو ساعت کې دملکومو پناه کیږمه زه
یمه دټرک ډرایور
ښاغلي ارواښاد استاد هدایت الله ته دچارواکو له خوا دموسیقۍ په برخه کې Award for Pride of Performance هم ورکړل شوی و.
ښاغلي استاد هدایت الله دومره خوږ غږدرلود چې ده ته به دپښتو مو سیقۍ محمد رفیع ویل کیده. ده د ارواښاد محمد رفیع ځینې سندرې هم ویلي دي. لکه چې دمخه مې وویل ده دیوسف خان او شیر بانو دپښتو فلم نه پر ته دځینو نورو پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ویلې وې چې په هغو کې آدم خان درخانۍ ، دپښتون توره او زما بدل نومونه اخیستلی شو.
ښاغلی ارواښاداستاد هدایت الله دځینو هنري کنسرتونو لپاره دامریکي متحده ایالتونو او دوبی ته هم سفرونه کړي وو.
استاد هدایت الله د مو سیقي په الاتو کې باجه ( هارمونیم ) غږولی شوه .
دی دډیرې مودې راهیسې دپښتونخوا دمرکز په کا شکال کې دخپلې میرمنې سره په یوه کرایی کور کې اوسیده او ناروغه و. دپښتنو ستره بد مرغي داده اوچې دوی د خپلو هنرمندانو، شاعرانو اولیکوالانو قدر نکوي او نه هم څوک ما دي مرسته ورسر ه کوي . دده سره هم هیچا کومه مرسته ونکړه او په ډیرې بیوسي کې یې ساه ورکړه.
په پای کې دده ددریو سندرو مطلع دلته راوړمه :
۱– نشته دي منزل زما چیرته زه روان یمه
************
۲-ای ددنیا خلکوواورئ زه ډیربې اسرې یمه
زړه ته مې که چا وکتل په زړه ارې ارې یمه
*****************
۳- خواله مې راشه دخندا ورځې دي
په تاشوې تیرې دا زما ورځې دي
************
داهم درحمان بابا کلام دده په خواږه غږ کې :
دا ستا درد به په هزار درمان ورنکړم
دانسته به دغه سود په زیان ورنکړم
که څوک راکاندي دنیا او عقبا دواړه
عاشقي به دې په این او آن ورنکړم
معشوقې د عاشقانو دین ایمان دي
زه به چا لره خپل دین، ایمان ورنکړم
که یو ځلې مې ستا زلفی په لاس کښیوزي
یو ویښته به دې په درست جهان ورنکړم
که مې لاس چیرې دا ستا په بوسه بر شي
دا نعمت به د جنت په خوان ورنکړم
څو ونه وینم دا ستا سترګې که خدای کړه
عزرائیل له به تر هغې ځان ورنکړم
په رحمان دا ستا د لبو می حرام دي
څو د خپلو وینو جام تاوان ورنکړم

نن دپښتو مو سیقي دغه خوږ ژبي بلبل چې پښتو موسیقۍ ته ډیر څه ورکړل زموږ سره دتل لپاره خدای پاماني وکړه . اروا دې یې ښاده وي !
( یاد ډاکټر لطیف یاد)
https://youtu.be/1_g2A5sc8CQ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply