د پښتونخوا یو پخوانی او نامتو سندر غاړی ارواښاد انځر ګل

ډاکټر لطیف یاد

628
انځر ګل د پښتونخوا نامتو سندرغاړی و چې په ۱۸۹۸ زیږدیز /میلادي کال کې دپښتونخوا په ما شوخیلو کلي کې زیږیدلی و. دده پلار عبدالرحیم نومیده او ښه ډولچي واو دهغه ځای دخلکو د خوښیو او خوشالیو په محفلونو او مجلسونو کې به یې ډهولونه وهل. انځر ګل نور دوه ورونه هم درلودل چې دیوه ورور نوم یې ساحر ګل او دبل ورور نوم یې حمید ګل و چې هغوی هم سندرې ویلي او دموسیقۍ سره یې سر او کار درلود.
انځرګل یو ه لور او یو زوی درلودل چې دزوی نوم یې فقیر حسین و او فقیر حسین هغه وخت مړشو چې انځر ګل لا ژوندی و . دانځر ګل لور په آریانا نومي کلي کې ګل محمد نومي ته واده وه. دانځر ګل لور دوه زامن درلودل چې یو یې انور ګل او بل یې نظر ګل نومیدل.
دانځر ګل کشري ورور ساحر ګل هم دوه زامن درلودل چې یو یې محمد حسین او بل یې صابر حسین نومیدل . دانځر ګل بل ورور دپیښور په نشتر آباد کې اوسیده او کورودانه ( میرمن ) یې دلالا دکلي اوسیدونکي وه .
انځر ګل په یوه داسې کورنۍ کې اوسیده چې زیاترو یې دموسیقۍ سره سر او کار درلود . دانځر ګل پلار عبدالرحیم خپل زوی انځر ګل دې ته وهڅاوه چې ډهول ووهي ، خو انځر ګل بیا دسندرو دویلو سره ډیره مینه او لیوالتیا درلودله.
یوه ورځ انځر ګل په ځبل کلي ما شو خیلو کې دیوه واده لپاره وربلل شوی و او ده هلته په خپل خواږه غږ کې سندرې وویلې چې دده سندرې دکلیوالو او دده دملګرو ډیرې خوښې شوې . ده وروسته هارمونیم ( باجه ) غږوله او دخوښیو او خوشالیو او دودونو په محفلونو کې به ده ته بلنه ورکوله کیدله چې پکې سندرې ووایي . وروسته ده ته دا فرصت او موقع په لاس ورغله چې بمبئي ( مومبای ) ته لاړشي او خپلې سندرې هلته ثبت او ریکارډ کړي .
انځر ګل په خپلو سندرو سره په پښتونخوا او افغانستان کې هم دډیر شهرت نه برخمن شو او هغه ته دافغانستان واکمنانو او هم دسوات د والي له خوا ډیر ځلې بلنې ورکړل شوې چې هغو ځایونو ته لاړشي او سندرې ووایي .
ارواښاد انځر ګل دموسیقۍ په برخه کې ډ یر شاګردان او زده کوونکي درلودل چې په هغو کې ارواښاد استاد اولمیر و چې په هغه وخت کې به یې طبله وهله ، رحیم ګل چې شپیلۍ به یې غږوله ، مشهور سندر غاړی مظفر خان ، پذیر چې سرینده غږوونکی و او دپښتونخوا دمشهور سرینده غږوونکي منیر سرحدي پلار و او همداراز ګلو او فقیر دده شاګردان ول.
انځر ګل په ۱۹۵۰ زیږدیز /کال د پیښور په ریډیو کې هم ډیرې سندرې ویلي دي ، خو دده ډیرې لږې سندرې هلته ریکارډ او ثبتې شوي دي . دده یو شمیر سندرې دآل انډیا ریډیو دپښتو څانګې له خوا هم خپرې شوي دي .
انځر ګل نه یوازې دخپل وخت مشهور سندر غاړی و ، بلکې د موسیقۍ په علم کې دیوه ځانګړي استعداد او پوهې خاوند و او په مو سیقۍ کې یې خپله پوهه په ډیر اخلاص سره خپلو شاګرد انو ته لیږدوله او د هغو سره به یې شریکوله.
انځر ګل دخپلو سندرو لپاره دشعرونو په انتخاب کې دډیر غور نه کار اخیست او خراب شعرونه به یې دخپلو سندرو لپاره نه خوښول.
انځر ګل ته دده یوه ملګري او دوست د پيښور په لنډی ارباب کې دده داستوګنې او اوسیدلو لپاره یو کور ورکړی و چې دژوندانه تر پایه پورې هما غلته پکې اوسیده .
انځر ګل په ۱۹۶۵ زیږدیز / میلادي کال کې د پیښور په لنډی ارباب کې مړ شو او هماغلته دلنډی ارباب په ادیره کې خاوروته وسپارل شو . اروا دې یې ښاده وي .
دادی په لاندیني لینک کې دده په غږ کې یو ه سندره واورئ !

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.