ګلنار بېګم څوک وه؟

ډاکټر لطیف یاد

0 2,041

روا ښاده ګلنار بیګم د پښتو یوه نا متو او مشهوره سندرغاړې وه چې په ۱۹۴۲زیږدیز کال کې دافغانستان په کونړ ولایت کې د ګل محمد کره زیږیدلې وه اؤ بیا په ماشومتوب کې له د خپلې کورنۍ سره د پښتونخوا د مردان شهباز ګړهې سیمې ته یې کډه کړې وه.

هغې دپښتو، فلمونو او ریډیو لپاره په زرګونو سندرې ویلي اؤ تر ننه دپښتو موسیقۍ مینه وال په دې خبره یوه خوله دې چې په ښځینه سندرغاړو کې دګلناربېګم په څیر خوږ اواز تر اوسه بل هیچا نه دی لرلی.

ګلنار بیګم د پښتونخوا په بنو سیمه کې د تیر وخت د یوې تکړه سندرغاړې ګوهر بیګم د ورور دلاورسره واده شوې وه اؤ هغې به سندرې بیخي په پرده کې ویلې .

وتلی شاعر ارواښادغازي سیال چې ګلناربیګم سره یې د ژوند ډیره برخه له نږدې نه تیره شوې ده وایي هغه چې به د سندرو ریکارډینګ ته ریډیو یا دفلم سټوډیو ته تلله نو په بورقه (چا دري) کې به تلله او هیچا به یې مخ نه لیده.

د ارواښاد غازي سیال صیب سره د ګلناربیګم ډیرې زړه پورې خاطرې خوندي دي، هغه په ګلنار بیګم یو کتاب هم لیکلی دی چې “د سندرو روح “ نومیږي .

لکه چې دمخه مووویل ګلناربیګم په زرګونو پښتو سندرې ویلي دي او دپښتوفلمي سندرې یې هم مشهورې دي.

ګلنار بیګم د۱۹۹۵ زیږدیز کال داکتوبر په لومړۍ نېټه وفات شوې او پښتونخوا په بنو سیمه کې خاوروته سپارله شوې ده. اروا دې یې ښاده وي !

دادی ددې یوه مشهوره سندره له دوستانو سره شریکوم:

زه انتظارکومه ستا د سترګو

ولې پنا ه شوې ته زما د سترګو

چې په ګلونو د دنیا کړم نظر

مثال مې نشته د آشنا د سترګو

چې په سلګو یمه یوازې نه یم

اوښکې بهیږي د هر چا له سترګو

څومره ښایست چې ستا په ستر ګو کې دی

نشته د نرګس او د لاله د سترګو

هرخواته ګورمه دنیا لټوم

نشته هغه چیرته خندا د سترګو

صدیقي خوښ دی په خلوت ددنیا

چیرته به پټ شي د دنیا د سترګو

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply