د ننګرهار یو ولسي هنرمند ارواښاد قدیم

لطیف یاد

335
د قدیم له نامه او د ده د سوز او ګدازه ډک غږ سره به ډیر پښتانه آشناوي .
قدیم په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په ګندمک نومې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې وې . د قدیم پلار دیني عالم و او ټوله کورنۍ یې د ده له هنر سره سخته مخالفه وه، خو ده د کورنۍ د مخالفتونو سره سره موسیقۍ ته مخه کړه . ده له کوچنیوالي نه باجه ، شپیلۍ اوسیتار غږاوه او د موسیقۍ دهنر ښه لوړ استعداد یې درلود .
قدیم په ۱۳۴۰ لمریزکال کې راډیوافغانستان ته راغی او په راډیو افغانستان کې ډیرې پښتو سندرې وویلې چې د دغو پښتو سندرو شمیر (۲۲) ته رسیږي ، قدیم په خپلو سندرو کې زیاتره د ننګرهار د سېمې د شاعرانو شعرونه په خپلو سندرو کې ویلي دي چې له هغو نه د ښاغلي ارواښاد نصر الله حافظ صیب شعرونه هم پکې شته.
د ارواښاد قدیم د ځینو مشهورو پښتو سندرو نومونه دادي :
۱- بیا دلیلا دلاس بنګړي په شرنګیدو ښکاري
۲- سور سالو په سرکړه په مکیز باندې روانه شه
۳- پسې ورجګ کړه سره لاسونه
لنډ که د ټیکې مزی دې
خال به دې وران کړي
۴-راواړوه څڼې راوړي مې ګلونه
۵- لکه سپوږمۍ د څوارلسم سر ما ښام وخته – محبوبا بیا په سر د بام وخته
۶- اور ولګېدنه
۷- لرې شه بېلتونه غمجن دې کړمه -نور مې د سوي زړګي ماخله ازارونه غمجن دې کړمه
ارواښاد قدیم په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
اروادی یې ښاده وي ! (یاد)
دا دی د ده یوه سندره ستاسو سره شریکوم:
https://www.youtube.com/watch?v=67kOScM9G5I

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.