د سولې پر وړاندې اساسي خنډ طالبان دي

اېمل پیاوړی

0 742

د ولسمشر کرزي په وخت کې وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره یولس شرایط اېښودل شوي وو، مګر ولسمشر غني د سولې لپاره ټول شرایط له منځه یووړل او طالبانو ته یې بلنه ورکړه چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته غاړه کېږدي.

د ولسمشر دا غوښتنه او بلنه یا وسله والو طالبانو غلطه درک کړه او یا هم د دوی د بهرنیو ملاتو له لوري طالبانو ته قصدا داسې وویل شول چې حکومت په کمزوري دریځ کې دی او د سولې پرځای جنګ ته لومړیتوب ورکړئ او په همدې خاطر وسله والو طالبانو هر ځل د سولې بلنه نه یوازې چې رد کړه، بلکې جنګ ته یې شدت ورکړ.

ولسمشر غني وایي، د افغانستان د دیني علماوو فتوا او فرمایشاتو ته د احترام په خاطر حکومت په تېر کوچني اختر کې له وسله‌والو طالبانو سره یو طرفه اوربند اعلان کړ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له دغه نيک ابتکارڅخه وروسته طالبانو هم د کوچني اختر په ورځو او شپو کې د اوربند اعلان وکړ، چې دا کار  په ملي او بین المللی سطحه له درانه هرکلي سره مخ شو. زموږ د ټولنې بېلابېلو اقشارو هر وخت د هر هغه اقدام چې د وینې بهېدو مخنیوی کوي، هرکلی کړی دی.

هغه وایي، د طالبانو په رهبرۍ غږ کوو چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی ښکاره کړي.   مونږ د سولې په وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي. د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لري او وروستي بې ساري اقدامات يې هم د علماو او د خلکو غوښتنو ته په احترام تر سره کړي دي. موږ د سولې، انتخاباتو او اصلاحاتو لپاره ژمن یوو او په دې هکله له استثنا پرته له ټولو اقشارو سره سلا مشورې شوي او دا مشورې به دوام لري.    

له سولې څخه د وسله والو طالبانو د مکرر انکار باوجود لا هم حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني سولې ته ژمن دی، ځکه چې سوله د افغان ولس لویه هیله او غوښتنه ده او په همدې خاطر دولت ځان مسوول ګڼي چې د ولس د دغې لویې او برحقه هیلې او غوښتنې د پوره کولو لپاره له ټولو معقولو لارو او امکاناتو کار واخلي او په هیواد کې د تلپاتې او باعزته سولې او ثبات د تامین زمینه برابره کړي، مګر د سولې پر وړاندې اساسي خنډ طالبان دي او باور دی چې دوی به هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قوت او عملیاتو له امله بالاخره د ولس غوښتنې ته چې سوله ده غاړه کېږدي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply