کرینه بیا راډيو ته راځي

0 667

د بالیووډ تکړه اداکارې کرینه کپور د هند په یوه راډیو کې خپل کوربه‌توب د «ښځې څه غواړي» خپرونې دویم پړاو پیل کړ.
کرينې چې د «عش» راډیو دغې خپرونې په اول وخت کې یې د ښځو په اړه بحثونه کول، اوس غواړي هغه کسان مېلمانه کړي چې د ښځو په ناسمو دودونو او نورو مهمو ستونزو خبرې اترې وکړي.
د ټایمزاف‌انډیا په حواله، کرینه کپور به دغې خپرونې ته نه یوازې تکړه ښځې ور بولي، بلکې داسې نارینه به هم مېلمانه کوي چې په دې برخه کې یې قربانۍ ورکړې وي. بله نوې دا ده چې کرينه به له دا وار په ډېرو ګرمو احساساتو دغه خپرونه پيل کړي.
د انډیا‌ټوډې د راپور له مخې، لومړی به په دې خپرونه کې له خپل خاوند سره خبرې کوي، ځکه سیف علي خان له دغې خپرونې سره پر ټلیفون ویلي وو چې د زوی تر پیدا کېدو وروسته به هغه خپله مېرمن څنګه خوشاله ساتي.
همداراز کرینې په ځواب کې ورته ویلي وو، سیفه! تا خو په راډيو کې دا پوښتنه وکړه، زه به خامخا ځواب درکوم چې يو مېړه څنګه له خپلې مېرمنې سره کومک وکړي. د اولاد زېږول دا مانا چې ښځه خورا زیات کارونه کوي؛ نو که ته ورسره مرسته وکړې، بیا نو خامخا خوشالېږي.
د دې خپرونې مينه‌وال به دا ځل دغه ژوندۍ مرکۍ له راډيو، بغير په يوټوب کې هم ويني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply