د لېوني طالب مجاهد پام وړ

سيد حسين پاچا

0 803

د لېوني طالب مجاهد پام وړ :

د امارت لېونيانو لا ځان او افغان حکومت نه دی درک کړی

افغان ولسمر اتيمولوژي ((وګړ پوهنه)) او درېواړه اقتصاده لوستي

غني په دې پوهيږي چې له ناپوه و بېمنطقو او د هغوی له دوه مخي استاذ و مُربي سره له کومې ژبې ومنطقي استدلاله کار واخلي؟ غني پخپل علمي قوت، پوهې او کاري تجربې سره وکولی شول چې د انسان په جامه کې له حيواناتو نه بدتر بشريت څنګه د منطق واستدلال پر ژبه راولي چې مُربي و تربيه شوي يې څنګه له يو بله جلا او نړۍ ته يې هغه پټه بڼه ورڅرګنده کړي. د يعقوب د زامنو ((ونحن عصبة)) سمونې او پوهاوي ((ذهنيت جوړونې)) له هومره لوړو ژورو سره سره څلويښت کاله وخت واخېست او بالاخره د زمان و شرايطو ((فقر و ذهنيت جوړونې)) په بدلون سره يې ومنله چې ((انا کنا لخاطئين)) ته پر حقه او موږ تېروتي وو او هغه پر بښنې او ډاډيېنې ((لاتثريب عليکم اليوم)) سره خبره خلاصه کړه.

 

نوټ : د فلاسفه وو په نزد انسان له عمومي تعريفه چې ((الانسان حيوان)) په منطق واستدلال سره له نورو ژويو او حيواناتو په ځينو قيوداتو او کليماتو په کارونه لکه : ناطق، عاقل، رامز، ناطق فلسفيا، اجتماعي، سياسي، اجتماعي اولی بذلک او داسې نورو راجلا کړی، خو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې چې ايا ((انسان د حيواناتو له ډلې نه دی، کنه؟)) داسې ځوابوي :

أن الإنسان جزء من الحيوان أن فيه الحياة والنمو كما هو شأن كل جسم حي نام، فقد عرف أهل المنطق الإنسان بأنه الحيوان الناطق، ليتميز بهذا التعريف عن غيره من الأجسام الحية النامية.

وعلى هذا، فالإنسان يدخل في جملة الحيوان من هذه الناحية، لكن الإنسان له من الخصائص التي شرفه الله تعالى بها ما يجعله يتميز عن غيره من الحيوانات والمخلوقات، وهو مكرم من الله تعالى، كما قال تعالى: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً .{الإسراء:70}، وكما قال تعالى: لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ {التين:4}, ولا يجوز إطلاق الحيوان عليه إذا كان ذلك بقصد الشتم والسب… ونرجو أن تطلع على الفتوى رقم39341.

د وخت په تېرېدو سره به طالب زده کړه وکړي او ډېر ژر به خپل ځان و وزن د ولس ترمينځ په هېنداره کې وويني. بنديان يې له حکومت سره او له حکومته يې غواړي چې لګښت يې حکومت پرې کوي، خو حکومت ته لا د يو لوري (جهت) په توګه پېژني. حکمتيار هم همداسې ببولالې ويلې، خو نن يې خپل وزن په ټولنه کې وليده چې څومره وزن او ځای لري. خو دومره ده چې هغه شعوري وو او ژر يې درک کړه، خو طالب شعوري نه دی، نو ځکه درک کونه ورته لږه ګرانه او وخت نيسي. طالب د باد بڼکه ده، يوځل چې سيستم ته راننوځي، نو ډېر ژر به وتلل شي او لوری و لودن به ترې ورک شي. تراوسه خو لا د بل په اوږو سپور دی.

بي بي سي :

وسله والو طالبانو رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې د سولې لپاره د افغان حکومت له پلاوي سره مخالفت ښودلی او د افغان حکومت له لوري‌ د پلاوي ټاکل يې له امريکا سره د شوې هوکړې خلاف بللي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، افغان حکومت د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د يوې ډلې په توګه ګډون کولی شي او په وينا يې سولې ته د رسېدو لپاره بايد په موافقه داسې ټيم جوړ شي چې د ټولو جهتونو استازولي وکړي.

امريکا غږ :

خو طالبانو د شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري۹) په يوې اعلاميې کې ادعا کړې ده چې دا ډله په افغانستان کې ((د ټولو سياسي جهتونو)) استازيتوب نشي کولی، د طالبانو بل انتقاد دا دی چې ((دا ټيم حکومت اعلان کړی دی)).

خبريال :

څو شېبې وړاندې د طالب اورپکو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت لخوا اعلان شوی مرکچي پلاوی دوی ته د منلو وړ نه دی. مجاهد زياتوي چې دوی له امريکايي لوري سره هوکړه کړې وه چې حکومت به د نورو افغانانو په شان د يوه جهت په توګه له دوی سره په مذاکراتو کې ګډون کوي نه د يوه حکومت په توګه.

The Islamic State of Iraq and Syria (ISIS) chief Abu Bakar al-Baghdadi has called the Taliban supreme leader Mullah Mohammad Omar a fool warlord.

Mullah Omar obituary

The posting of the website biography in April may have been intended to counter the influence of Isis. Earlier this month another website text appeared, purporting to be from Omar and supporting peace talks with the Afghan government. However, a statement by a government spokesman that Omar had died more than two years ago in a hospital in Karachi was followed by news that the Taliban had chosen a new leader.

Omar had three wives and five children.

Two other significant events took place in 1996. In a rare public appearance, Omar donned what was said to be the cloak of the Prophet Muhammad in Kandahar, and was proclaimed Amir ul-Momineen, Commander of the Faithful, making him the leader of all Muslims, a claim that many found presumptuous. The second was the arrival in Afghanistan of Bin Laden, who had been expelled from Sudan. In return for Omar’s hospitality, Bin Laden helped finance the Taliban, and encouraged Omar’s dream of creating a pure Islamic state. Knowingly or not, Omar had committed Afghanistan to becoming a terrorist haven and base for al-Qaida, which had virtual carte blanche to recruit and train terrorists on Afghan soil.

کرنيل داسې وايی :

ملا اختر محمد منصور د شوروي پر وړاندې د جهاد له وخته راسره شناخت وو او د طالبانو د اسلامي امارت پرمهال يې په جنوبي ولايتونو کې د کوکنارو او بنګو د کرکيلې او قاچاقبرانو سره اړيکې وې چې اسلامي امارت ته ترې ټاکلې اندازه پيسې راواخلي. ملا اخترمحمد منصور چې اوس د طالبانو د مرکزي شورا غړی هم دی په حقيقت کې ديني عالم نه وو، د ملا عمر مجاهد په څېر ترې زدکړې نيمه کې پاتې شوې خو د جهاد شوق او جذبه يې سړه نه شوه او د اسلامي امارات مجاهدينو سره يې ملاوتړله.

يو بل راز هم درته وايم، چرس په افغانستان کې عام دي او اکثره خلک يې په چېلم او سيګرټ کې څکي. د طالبانو يو شمېر کمانډرانو هم څکول خدای ج دې ماته معافي وکړي. دهغوی په غوښتنه ما هم څو وارې کش کړي دي چې بيخي يې دنيا راباندې ګرځوله.

خو سيحون داسې وايی :

ملا محمد عمر خپل يو عکس او خط خپل و کورنۍ ته ولېږه تر څو د اختر منصور په هکله ورته آګاهي ورکړي، د لنډي تداوي وروسته مُلا محمد عمر بيرته و زندان ( زابل ولايت سيوری ولسوالۍ د مُلا عبدالجبار کور) ته ولېږدول شو.

څرنګه چې خط او عکس د ملا محمد عمر زوی مُلا يعقوب ته ورسېد، د طالبان تر منځ او د اختر منصور په وړاندي مخالفتونه پيدا شول، د حالات د کنټرول لپاره اختر منصور د مُلا جبار او محلي ډاکټر په مرسته مُلا محمد عمر د پيچکارۍ په ذريعه وواژه او د شپي لخواه يې به همدې ولسوالۍ کې په يوه نامعلوم ځای کې تدفين کړ.

داچې مُلا يعقوب د خپل پلار د زنداني او وروسته د مرګ په هکله پوره آګاه شوي وو د اختر منصور سره يې د بغاوت اعلان وکړ، پدې بغاوت کې د ملا داد الله ورور منصور دادالله، ملا رسول، ملا منان نيازي او ځيني نورو طالب مشرانو هم ورسره ودرېدل، اختر منصور د خپل پوره امکاناتو څخه په ګټه اخېستنې وتوانيدی چې د پاکستان د فوځ او څارګري ادارې په مرسته پورته شوي بغاوتونه سرکوب کړي، مُلا يعقوب هم له څه وخت وروسته د فشارونو له کبله د اختر منصور سره بيعيت وکړ، او پاته نور کسان چې بغاوت يې کړی وو د پاکستان له لورې يا ووژل شول يا هم زنداني شول، د اختر منصور ځينې مخالفين پدې وتوانېدل چې افغانستان ته و تښتي، منان نيازی د دولت سره يوځای شو، اما منصور دادالله د اختر منصور له لورې ووژل شو.

داسې برېښي چې پاکستان خپل ځان له مسووليت خلاصولو لپاره داسې کړي وي وي. ځکه په کراچۍ کې تر سترګو شوی چې د نظاميانو تر څارنې وپاملرنې لاندې وو.

جنرل اور معصوم مُلاّ

فرماتے ہیں کہ ’ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ۔

خواجه ضياءالدين بټ

طالب دې له يوځل له ځانه هم وپوښتي چې دی له چا سره په جګړه اخته دی؟ بهرنيانو ته يې ډېر تاوان رسولی او که خپل ولس ته؟ د ده په اند د ((کابل اداره)) د چا استازولي کولي؟ ايا همدا ټول سياسيون په همدې حکومت کې نه دي؟ له همدې حکومت ونظامه خړوبه کيږي. معاشونه او امتيازات ترې اخلي او په ځينو مواردو کې خو طالب ترې هم ګټه اخلي، نو بيا ولې د نورو په لمسون نه پوهيږي؟

ايا همدا د قطر د سولې په موافقتنامه کې يې اسلامي امارت په زغرده رد شوی نه دی چې امريکا يې په رسميت نه پېژني او د امريکا و روسيه دواړو په ګډه اعلاميه کې هم په زغرده ويل شوي چې ستاسې نظام ((اسلامي امارت)) بيا نه غواړي، نو دا خپله طالب د يوې ډلګۍ په توګه پېژني چې له داعش، القاعدې او نورو سختدريځو ډلو نه يې راجلا کوي او بلکې د هغوی پر ضد يې د جګړې دنده درسپارلې. د ښاغلي افراسياب د خبرې په تاييد چې ((طالب يو ښه جنګي ماشين دی))، خو البته چې سياسي پوهاوی (بصيرت) نه لري او موخه د افغانستان او د افغانانو د هويت له مينځه وړل دي. بېلګه يې د شريعت راډيو ده.

افغان ولسمشر په دې تپ تلاش کې دی چې دا ملتانی دوړن، نظامي وڅارګري شپونکياڼو او د پاکستان د حکومت له هر اړخيز پلوه راخلاص او دا د درواغو طلسم نور ورمات کړي. اګر چې لله الحمد والمنة ولسمشر پخپلو پلانونو او کارونو کې تر ډېره مخته تللی دی او ډېر ژر به د قرآني ارزښتونو په رڼا کې ((قال موسی ما جئتم به السحر، ان الله سيبطله، ان الله لايصلح عمل المفسدين)) او پر خپل علمي تدبير او سترو پراخو مؤثرو پلانونو او وړاندېينه سره به باطل مخته او ورپسې اخېستي وي.

حکومت سياسي واقتصادي پوهاوي ته اړتيا لري. له دې امله رب العالمين پلار و زوی داوود وسليمان عليه السلام ته د استحسان په توګه وايی چې : ((ولقد آتينا داود وسليمان علما وقالا الحمد لله الذي فضلنا على كثير من عباده المؤمنين)) له شک پرته چې حکومت هر اړخيز پوهاوي ته اړتيا لري، يوازې جهادي وطالبي لېونتوب وساده توب او لنډه غرېزم باندې هېڅ نه کيږي. شواهدو او لاسوندونو ته په کتو چې پرون يې ښاغلی حکمتيار د چا له اوږو راکښته کړ او پر خبرو، منطق واستدلال يې راوست، نو سبا به تا دېوانه واحمق او هم به دې مشرتابه هم سبا ته د نورو له اوږو راکښته کړي. همدا اوس يې عملاً ستا او ستا مربي ته د مړزانو او د چرګانو په شان دانه اچولې چې هر څوک د خپلې دانې په لټه او پورته کولو کې دی. امريکا خو د خليلزاد په مرسته درنه خپل کوچ لا وختي پخپلو دوو محرمو اسنادو کې اخېستي او کانګرس هم وليدل، خو په پاتې دوو کې به دې هم زور او ناپوهي څرګنده شي. عربان او په عربي ژبه کې تاسې غوندې خلکو ته د مجنون و عاجز کارونې کارول کيږي او موږ يې د خدای ساده ګان بولو.

دا څنګه اميرالمؤمنين وو چې کرنيل امام له خپل مرستيال سره پخپل کتاب ((داستان جهان افغانستان)) کې باد باد کړي دي. هېښنده لا دا چې رياستي جاسوسان او جنرالان يې ليدلی شي او خپل ولس يې نه شي ليدلی او ان تر دې چې هماغه جواسيس يې هم د اميرالمؤمنين په نوم سم نه پېژني او ملنډې ورپورې وهي او دوی د خدای ساده ګان بيا د خپل اسلامي امارت سندره او ببولاله زمزمه کوي؟ ولې له هغه ملتاني دوړنه نه پوښتي چې پمپيو په زغرده وويل چې موږ امارت په رسميت نه پېژنو او ملتاني دوړن پرې تاسې تېر ايستلي وئ او له يوې راهيسې درته هملته په قطر کې دېره وو چې د آی ايس آی مشران لا مو هم راغوښتل، خو قطري چارواکيو يې مخنيوی وکړ، نو دا راته ووايه چې څوک ډېر بې حيثيته دی د کابل حکومت او که تاسې؟ ولې په تلېفون کې له ملا برادره وغوښتل شول چې :

((… چې قطريانو ته ووايه چې د آي ايس آي مشر جنرال فيض او جنرال حسن تيمور  هم مراسمو ته در وغواړي. حاجي ملا صاحب سم له لاسه دفتر ته زنګ ووهل چې قطريانو ته وايی چې پاکستانی جنرالان هم را وغواړي، دغه مکالمې مېلمستيا ته تر رسېدو وغځېدی . ځای ته چې راغلو بيا يې مشران را وغوښتل او دغه خبر يې ورته وکړه، هغوی ورسره دلايل ويل او ده خوشکې ورته وکړې. څو ګړۍ وروسته ځينې قطري چارواکي راغلل او حاجی ملا صاحب ته يې قناعت ورکړ چې دا کومه استخباراتي غونډه نه ده چې هغوي را وغوښتل شي بلکې سياسي غونډه ده او د شاه محمود قريشي شتون دلته کافي دی)).

ولې شيرمحمد عباس ستانکزی د موافقتنامې له لاسليکولو بهر شو او ملا برادر ته وويل شول چې دا ټول د دې څرګندوي کوي چې لا تراوسه د پردې تر شا بل څوک دی او افغان ولسمشر غواړي چې هغه پسکنان او مردارخواره ((غولنان)) رامخته کړي او پر خېټه و مرۍ يې ورته پښه تر هغې کښېږدي تر څو د تېرو څلورو لسيزو ټول طلسم يې ورمات او باد و غول ترې وباسي او دا کار به کيږي ان شاء الله العظيم. ولس اوس بيدار دی او ستاسې شا ته هغه مردارې څېرې اوس ښه پېژني.

کله چې ولسمشر وايی چې اوس هغه پخوانی وخت نه دی او شرايط بدل شوي دي، نو ولسمشر په حقيقت کې ډېر ژور او ډېر وړاندې و وروسته پخه خبره کوي. زموږ د جهادي پير لنډه غر، دوه مخي شيطانان او فېشني نازولي او نور ګانکړپان بايد په دې پوه شي چې اوس د منطق واستدلال وخت دی. حساب ورکوو او حساب غواړو او د زور غوښتنې او فرمايشونو وخت نور تېر دی. فرمايش خلک هوټل ته ورکوي نه حکومت ته! طالب دې نور هم خپله کونه له نورو راټوله کړي او د منطق واستدلال لور ته دې مخه کړي چې د نظام يوه برخه شي نه ټول نظام او نه يې ورسره څوک مني.

په درنښت

25

د سولې له اعلان شوي مذاکراتي ټيم سره د طالبانو مخالفت

https://www.pashtovoa.com/a/taliban-say-the-negociation-team-not-representing-all/5349828.html

طالبانو د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت پلاوي سره مخالفت وښود

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52077845

طالبانو د حکومت مرکچي پلاوی رد کړ

https://khabarial.com/archives/1238

مُلا محمد عمر چا او څنګه وواژه؟

http://www.dawatmedia24.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d9%85%d9%8f%d9%84%d8%a7-%d9%85%d8%ad%d9%85%d8%af-%d8%b9%d9%85%d8%b1-%da%86%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d9%88%d9%88%d8%a7%da%98%d9%87%d8%9f/

طالبانو او ملت ته د طالبانو د يو مشر او خواخوږي پرانيستی ليک

https://www.taand.com/archives/146686

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply