د پير اغا ذهنيت لا د سيمه ييزې څارګرې ادارې او

سيد حسين پاچا

0 613

د پير اغا ذهنيت لا د سيمه ييزې څارګرې ادارې او د نړيوالو شبکو د ذهنيت وپالېسۍ و تشدد ښکارندويي کوي

پير اغا بايد خپله د دين او د تمويل سوړه ولس ته روښانه کړي

جهاد يوازې وينې تويونې ته نه، بلکې د ځان او د ټولنې سمون ته وايی. څوک چې د ځان په سمون نه پوهيږي، نو نورو ته به څه په درد وخوري؟

سعدالدين شپون (شرم او اوښکې) : د ننګرهاريانو به ښه جهاد دا وي چې دوی د درونټې بند ونړوي.

پوښتنه : ولې داعش دلته په ختيځ زون کې رامينځته شو؟

ځکه چې افغان حکومت د خپلو پخوانيو ماستر پلانونو له مخې د کابل او د کونړ پر سيندونو د نويو بندونو جوړولو پلان لري، نو داعش هم د همدغې موخې د مخنيوۍ لپاره رامينځته شوی چې افغانستان نه يوازې د نويو بندونو له جوړولو او نورو پرمختګونو راوګرځوي، بلکې هغه شته بندونه لکه : درونټه، نغلو، سروبی او ماهيپر هم ونړوي او هم په پکتيا کې د مچلغو مخنيوی وکړي. د طالب وحقاني زړه پروژه بنده او له نړيوالو سره پرې چڼې ووهي او داعش و نوې حقاني شبکه يې ځای ناستې کړي.

پوښتنه :

يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء بعضُهم أولياء بعض ومن يتولهم منکم فهو منهم الخ

لايتخذ المؤمنون الکافرين اولياء من دون المؤمنين، ومن يفعل دلک فليس من الله في شيئ الا أن تتقوا منهم تقاة …

ابن عباس:” إلا أن تتقوا منهم تقاة “، قال: التقاة التكلم باللسان، وقلبُه مطمئن بالإيمان.

  • موالات في العقايد (؟)
  • موالات في المعاملات [لابأس فيه]

په نړيواله کچه موږ ټول يو بل ته په راکړه ورکړه، سوداګريزو اړيکو او په نورو ټولو امورو ديپلوماتيک او ناديپلوماتيکو کې ان تر زده کړې پورې له هر اړخيز پلوه اړتيا لرو او يو پر بل متکي يو. معاملات له عقايدو مستثنی دي. د خپل نظام ړنګه د پاکستان د درېواړو حرمو په همکارۍ څنګه توجيه کوي؟

وظللنا عليکم الغمام وانزلنا عليکم المن والسلوی کلوا من طيبات ما رزقنکم …

قال عيسی ابن مريم اللهم ربنا انزل علينا مآئدة من السماء تکون لنا عيداً لأولنا وآخرنا وآية منک وارزقنا وأنت خير الرازقين

((رزقکم في السماء))

الله تعالی مفته مړۍ له اسمانه هېڅ يو نبي ته نه ده راچولې او نه يې هېڅ يو نبي ورسول مفتې ډوډۍ ته هڅولی، بلکې خپل محنت ته يې هڅولی. ان تر دې چې نبي عليه الصلاة والسلام به کله له جومات څخه کور ته راننوت. له بيبيانو به يې وپوښتل چې څه شی د خوراک لپاره شته؟ چې نه به وو، نو ويل به يې ((اني صائم)) زما روژه ده. په ايمان يې ووايه چې له رمضان پرته څو وخته خورا کوې؟

مولانا محمد خان شېراني :

هغه خو يو ژڼی هلک دی. هغه بلکل معصومه يوه جذبه لري. له حالاتو نه بالکل ناپوه (ناخبره) دی. په سياست نه، بلکې د کور له حال هم ناخبره دی. دا ته او يا بل څوک چې ورته ذهن ورجوړ کړي، نو ته او هغه به خو به پر ځان خبر وي، نو والله اعلم چې ستا او يا د هغه خدای هېر دی او که يې آخرت هېر دی؟ او دا خو ډېره معصومه جذبه لري، نو هغه غريب خو ځوان هلک دی، جذبه يې شته، پوهه نه لري. چې دا ستا او يا د بل بيا پوهه شته، خو جذبه د خپل کار لپاره نه لرئ، نو جذبه مو د ده په کار ده او پوهه مو خپله ورسره مل کړې ده.

پير اغا نه نه مزدوري کوي او نه به يې د پلارو د نېکه منقول وغيرمنقول پانګه د دې ايجاب کوي چې دا دومره اوږد اتلس کلن جنګ مخته يوسي؟

يا به ځان مافوق له انبياو بولي يا به ماتحت؟

که ما فوق يې بولي، نو دی به خپل ځان په نعوذ بالله منها په مرتبه د الوهيت کې بولي. ځکه مافوق له نبوته بله لوړه رتبه نشته. يا به فرېښته وي، که فرېښته وي، نو فرېښته خو موږ ليدلی نه شو. ان تر دې که جني وي، نو بيا هم موږ جن نه شو ليدلی، خو شته. البته پر هغه چا چې ځان ښکاره کوي هغه بيا پخپل حالت کې نه وي او ځان د مځکې مځکې ولي. د پرېښتو دنده په بدر کې روښانه ده.

که ځان اله بولي، نو بيا دې سوچ وکړي چې خدای مه کړه په خپله خبره او ايمان کې خطا شوی نه وي؟

که ځان په مرتبه د نبي او د رسول کې ويني، نو بيا هم خطا شوی دی چې ((انا خاتم النبيين …)).

او که ځان له نبي ټيټ بولي، نو بيا دې هم سوچ وکړي چې له بني اسرائيلو پرته رب العزت هېچا ته مفته مړۍ ((من وسلوی)) نه ده مقرره کړې. د هغې مفتې (وړيا) مړۍ پايله څه شوه؟ ولې قرآن د سرغړونې په صورت کې ((قردة خاسئين)) کارولی؟ درې ورځې ژوندي ول او بيا مړه شول.

ابن عباس قال : نـزلت على عيسى ابن مريم والحواريين، خِوانٌ عليه خبز وسمك، يأكلون منه أينما نـزلوا إذا شاؤوا.

قرآن د مائدې د غوښتنې په صورت [وضاحت] کې چوپ پاتې دی. هلته د موسی عليه السلام په وخت کې د ((من وسلوی)) وضاحت شوی، خو دلته د عيسی عليه السلام په وخت قرآن څه نه وايی؟

علماء ومحدثين دا وايی چې غوښتنه شوې، خو د مجازاتو پايلو ته په کتو يې بيا غوښتنه نه ده تکرار شوې. مانا دا چې هغوی له خپلې غوښتنې صرف نظر (تېر) شوي دي.

نو راځم دېته چې له پير اغا نيولې تر اوسني ومخکېنيو مشرتابه ګانو ملا هيبت الله اخوند، ملا اختر محمد منصور او ملا محمد محمد عمر پورې ټول نه په مرتبه د الوهيت او نه په مرتبه د حضرت موسی و د هارون عليهما السلام او نه په مرتبه د حضرت عيسی عليه السلام او نه يې د حوارييونو په مرتبه کې دي، بلکې له پيله تر پايه و ژونده بهرنی جاسوس کرنيل امام ورسره وو او هغه پخپل کتاب ((داستان جهاد افغانستان)) د دوی د راتګ ټوله کيسه ان تر سترګې وتو پورې کړې چې حقيقت څه وو او چېرته د چا د نګرانۍ لاندې تداوي شوی؟

دويم دا چې له پير اغا نيولې تر اوسني ومخکېنيو مشرتابه ګانو پورې يې نه په مرتبه د محمد صلی الله عليه وسلم او نه يې په مرتبه د خليفه راشده ګانو کې دي. د انبياو مرسته وساتنه له حضرت ابراهيم عليه السلام راواخله تر محمد صلی الله عليه وسلم پورې له اوره راواخله تر فلق البحر او غزوة البدر پورې اسماني وضاحت وشفافيت شوی، خو د طالب وحقاني شبکې، القاعدې و داعش او نورو سختدريځو تش په نوم اسلامپالو ډلو هر اړخيز ملاتړ څوک کوي او دا يې تمويل يې له کومه کيږي؟ ان تر دې چې موسی عليه السلام خضر ته ته، نو له ځان سره يې ځوان ((غلام)) ملګری کړ او روان شول. خوراک او توښه يې روښانه ده، خو زموږ د پير اغا جنګ معلوم دی چې د ملا فاضل د خبرې پر استناد يو کال په جلال اباد کې له داعش سره وجنګېده، خو وسله او لګښت يې روښانه نه دی چې له کومه يې کول او چا د څه لپاره استولی وو؟ که د کوټې شوری په لارښوونه تللی وي، نو هغوی ته چا دنده سپارلې او ولې؟

ان تر دې چې حضرت ادم عليه السلام له جنته راکښته خو نه پوهېده چې څه وکړي؟ ځکه دلته محنت (زحمت) وتنګسه يا خواري وتکلف وو، نو الله تعالی يې د ژوند چارې ورجوړې او وروښوولې او تر نن والی قيامت به دا چاره روانه وي. خبره دېته راغله چې زموږ پير اغا له يو لورې د دين خبره د دين کوي، خو له بل لورې بيا له ديني اړخه خپله د رزق او د تمويل سوړه چا ته نه ښيي.

دا قضاوت خپل ولس او پير اغا ته پرېږدم چې څنګه يې ځوابوي؟

خو دېته يې بايد پام وي چې بېنظيرې نړيوالو رسنيو يعنې د فرانسې له ليموند ورځپاڼې ته دا خبره کړې (منلې ده) چې طالبان د چا طرحه ((پلان))، څوک يې له هر اړخيز پلوه تمويلوي؟ زموږ دنده څه ده او د کومو موخو لپاره کار کوي؟

زموږ پير اغا چې د يهودو او نصاراو د ملګرتوب خبره رااخلي او غيرمسلم (کافر) يې بولي، خو قرآن خپله سيده په بل ايات کې له غيرمسلمو (کافرو)) د ((اولياء)) کليمه کارولې. داسې برېښي چې زموږ پير اغا د موالاتو ((دوستۍ)) په تعريف کې پاتې راغلی او حال دا چې قرآن استثنی ((الا)) کارولې او د ((تقاة/تقة)) قيد يې کارولی. او ده چې کوم ايات د خپل جنګ لپاره د دليل په توګه رامخته کوي، نو په هغه کې هغه دوستي مراعاتيږي چې هغه له معتقداتو سره په ټکر او هم د بل مسلمان ځپنې لپاره وي. تر اوسه خو هېڅ يو اسلامي هېواد په ښکاره دغه حکم نه دی راخپل کړی، خو دېته يې هم بايد پام وي :

که له يو دوه مخي (منافق) مسلمانه د خپل ولس د ځپنې لپاره وسله او هر اړخيز ملاتړ ترلاسه کوې، نو د دې حکم څه دی؟ په داسې حال کې چې هغه مسلمان په ښکاره او پټه تپ وتلاش کوي چې افغانستان بېثباته (ناارامه) او کمزوری کړي او د پرمختګ مخه يې نيسي، لکه دلته :

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

د ميرزا اسلم بيګ خبره :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

نصيرالله بابر له فرهاد علي خاور سره :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

مکار ديکتاتور پروېز مشرف :

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

نو زموږ پير اغا دې دا راته چې که يهود ونصاری ځينې د ځينو دوستان (ملګري) يا خواخوږي دي او موخه يې يوازې اسرائيل وامريکا او متحدين ((ناټو)) وي، نو بيا دوی له چين او روسانو سره څنګه برخورد کوي؟ خپلې کړنې او ملاتړ څنګه توجيه کوي؟

نن خو پاکستان هم له دې دوستۍ خالي نه دی. ولې په چين چوپ او له روسانو سره نژدې شوی او هم له امريکا و متحدينو او ناټو سره په دې نړيوال ائتلاف کې يو دی؟ ترکيه و روسيه خو هم د ناټو د ائتلاف غړي دي. د اسلام اباد او د تهران دوستي له يهودو ونصاری او هم له دې نورو (چين و روسيه) څنګه توجيه کوي؟ اسلام اباد خو روسان خپل وروڼه او ګلان غاړې ته ورواچول. زموږ پير اغا چې ځان حنفي او د امام ابوحنيفه پيرو بولي ايا دا به هغه مبارک سپکاوی نه وي؟

Qatar and Israel do not currently have diplomatic relations, although they maintained economic relations between 1996 and 2000. Qatar is a major financial supporter of the Palestinian Sunni-Islamic fundamentalist group Hamas.

Diplomatic visits

Despite Qatar’s support of Hamas, Israeli leaders have maintained direct contact with the emirate. In January 2007, in his last months as vice premier, former President Shimon Peres paid a high-profile visit to the capital city of Doha. Peres also visited Qatar in 1996, when he launched the new Israeli trade bureau there.[15]

In January 2008 Israeli Defense Minister Ehud Barak met with former Qatari Prime Minister Sheikh Abdullah bin Khalifa al-Thani in Switzerland, at the World Economic Forum. The existence of the surreptitious talks has so far been kept secretive by Israel.[16]

Foreign Affairs Minister Tzipi Livni also met with the Qatari Emir at a UN conference in 2008.[17] In April 2008, she visited Qatar where she attended a conference and met the Emir, the Prime Minister and the Minister of Oil and Gas.[18]

زموږ پير اغا د طالبانو شته اړيکي او هلته په قطر کې شتون څنګه توجيه کوي؟ که قطر له اسرائيلو سره د فلسطين د حماس په سر اړيکي نه لري، خو له بل لورې د امريکا تر ټولو ستره بحري اډه هملته ده چې دا ټوله سيمه اداره کوي. امريکا خو بيا هلته پر دواړو (قطر واسرائيل) او په هغه ټوله سيمه يو چتر دی او ډېرې پراخې ژورې هر اړخيزې اړيکې د سيمې له هېوادونو سره لري.

زموږ پير اغا چې د خپلې هر اړخيزې کمې پوهې له امله د بګيالي مړز په شان د خپلې خېټې مړلو لپاره د دانې په لټه کې د سيمې او نړيوالو استخباراتو په دام کې د مذهب ((دين و عقيدې)) په نوم په جال کې راښکېل شوی په دې نه پوهيږي چې دين وسياست، ملي – اسلامي، نظامي – څارګري، اقتصادي او د ستراتيژيک عمق يا نظامي پراختيا غوښتنې سره تعريفولی نه شي او نه يې پرې سر خلاصيږي، نو بس د يهودو ونصاراو د ملګرتيا خبره کوي، خو دېته نه ګوري چې خپله اګاهانه يا نااګانه د چا په لومو کې ښکېل شوی او د چا د موخو لپاره کارول کيږي؟

که له پير اغا وپوښتل شي چې په نننيو نړيوالو شرايطو کې د الله تعالی د حکم د فريضې سر ته رسولو لپاره به تا د زمکې، هوا او بحر له ليارې له اسناد (پاسپورټ) پرته څوک هلته او په لاره له هوايي ډګره همداسې له ګروېږنې او تالاشۍ پرته پرېږدي. د دوی دا مشران هلته همدا اوس په څه شي اوسيږي؟ ان تر دې چې په همدې پاکستان کې له کوټې وپېښوره نيولې تر کراچۍ پورې په څه شي اوسيږي؟ اوس خو پاکستان د خپلې پالېسې له مخې له ثبت پرته نه پرېږدي، نو څنګه بې قانونه اوسيږي؟ ايا همدا بې اسنادو اوسېدنه له قانون سره ټکر نه دی؟

د ليکنې د لنډښت لپاره همدومره لازمه بولم کنه ډېرې داسې پوښتنې شته چې له نوموړي سره د ديني احکامو په رڼا کې مطرح کېدای شي.

زما مشوره زموږ ښاغلي پير اغا ته دا ده چې دين لا پراخه هر اړخيزې مطالعې ته اړتيا لري. خدای مه کړه داسې نه شي چې د نورو د ګټو او خپلو امتيازاتو د لاسته راوړنې لپاره مو دنيا وآخرت تباه و برباد شي. دېته دې پام اوسه چې د يو بېګناه انسان وژنه د ټول عالم بشريت له وژنې سره ورته ده او هم د يو مسلمان قصدي وژنه کې څلور مواعيد دي. د يعقوب عليه السلام زامنو له قتل ځان وساته، ځکه خو يې يوسف کوهي ته وغورځولو. که قتل عمدي کې حساب نه شي، نو له قتل خطا نه خو خالي نه دی. دېته دې هم بايد پام اوسه چې طالب خپله د بهرنيانو د راتګ وسيله ده، نو ولې خپله پړه بر پل ورواچوي؟ د مشرتابه ټاکنه يې هم کرنيل امام پخپل کتاب ((داستان جهان افغانستان)) کې روښانه کړې ده چې له هغې سره د اهل حل العقد خبره تر پوښتنې لاندې راځي. ولس ته روښانه ده چې چا له چا سره اړيکې لرلې؟ په نورو ټکو دين او اسلامي نظام پر مبهماتو او مشکوکاتو ولاړ نه، بلکې پر شفافيت او واضحاتو او کره شواهدو او لاسوندونو او مدارکو ولاړ دی. د پير اغا او د طالبانو ذهنيت لا د نړيوالو شبکو د ذهنيت او پالېسيو ښکارندويي او استازولي کوي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

په پاکستان کې د طالبانو پراخه غونډه او د نوې جګړې تياری

https://khabarial.com/archives/1565

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply