د ډاکټر عبدالله پام وړ

سيد حسين پاچا

0 708

 :د ډاکټر عبدالله پام وړ

د ملا برادر نکاح خو د ټرمپ په امر قريشي وعمرانخان وتړله، خو ستا به څوک تړي؟

ستا نکاح به نو خامخا د پوتين په امر ظريف و روحاني تړي

د شيخ هبة الله نکاح به نو درېواړه نړيوالې سترې سټې شيجين پينګ، پوتين او ټرمپ په ګډه تړي

نوټ : د نړۍ عجيبې وغريبې نکاحګانې چې تراوسه لا په نړيواله کچه يې ساری نه دی تر سترګو شوی. د شيخ نکاح به د کمونېزم، الحادېزم و عيسويت ويهوديت يوه نادره بېلګه وي چې مذهب، ايډيالوژي او انکار درېواړې بېلګې نغښتې وي، خو تړي به يې پر مسلمان چې رېزروېشن يې لا تراوسه روښانه نه دی. د ملا برادر په نکاح کې خو د مهر لپاره يو څه واچول او د عبدالله ته هم، خو د شيخ هبة الله په مهر کې به څه اچول کيږي؟ او په څه به راضي کيږي؟

 :بېسارې او نادرې نکاحګانې

د روڼتيا تلوسه

حالاتو ته په کتو خو د ملا برادر نکاح له زندانه يا د پنجاب له غوجلې د قطر د دوحې د شانداره او ښکلې هوټل پورې ټولو وليدله چې د لوړو او ژورو وروسته او د پنجاب له مکارتوب سره سره ايله د عمرانخان په ورتګ او د قريشي له استوګنتوب سره د ښاغلي زلمي خليلزاد په هڅو سره په داسې ناروښانه، نيمګړې او نامشروطي موافقتنامې ترسره شوه چې هغه مهمه برخه لا هېچا ته پته نشته چې په څه سره د لاسا شوي دي، خو رياست وسپنه ماڼۍ او هم يې منکوحه درېواړه خوشاله دي.

ښکاره موخې :

  • رياست خو به خامخا له تورلېسته د ځان بچولو، درنو سودي پورونو د سپکولو او نورو سترو امتيازاتو په تمه وي،
  • د سپنه ماڼۍ نړيوال پانګه په دې تمه دی چې بيا بريالی شي او له خپل سيال ديموکرات ګوندله مشرتابه ښاغلي اوباما سره سيال شي او د سولې نړيواله جايزه ترلاسه کړي،
  • منکوحه د څه په تمه ده؟ لکه چې هغه هم د بيا امارت د راژوندي کېدو په تمه ده که څنګه؟ پوښتنه دا ده چې امارت به د مهر په توګه څنګه او د چا په لاس ورکول کيږي؟ که لاس په لاس ورکړل شي، خو فبها او که نه، نو راتلونکې به يې څنګه وي؟ تېرځل خو هم امارت ورته په مهر کې اچول شوی وو ولې ترې واخېستل شو؟ او که اوس بيا ورکول کيږي، نو تضمين يې څوک دی؟

زموږ پير اغا چې اوس نوی ملا شوی خامخا به د نکاح په تعريف پوهيږي چې له بېع وشراء سره يې توپير څه دی؟ داسې نه شي چې د ايجاب وقبول په صورت کې د نکاح [انکحت / زوجتک]، بضغې او متعې په توپير کې ملتانی چالاکه يې تېر باسي او بيا يې وړيا وپلوري او له اسلامي ارزښتونو [عقد] پيمان وژمنې ”ګډ ژوند“ نه يې مارکېټ ته راکښته کړي او په راکړه ورکړه [بايعت واشتريت] يې خلاصه کړي.

زما اندېښنه دا ده چې ټرمپ کاکا خو پانګه وال او سوداګر دی هغه په اسماني ارزښتونو يا په بله مانا په اسلامي وعيسوي ارزښتونو نه پوهيږي. هغه يو سوداګر انسان دی تنها د بازار په نرخ ونوا يعنې راکړه او ورکړه يا په نورو ټکو په ورکولو او رانيولو يا په نورو ټکو په پيرلو او پلورلو پوهيږي او بس. پيسې درکوم او څه را کوې؟ هغه له خپل قراردادي سره معامله او د روزنو ارزانه نړيوال تړونونه لري. مال (پيسې) ورکوي او شی (جنس) غواړي.

محمد زمان مزمل :

[د ښاغلي مزمل دوه رغنده تشخيصونه]

صمد حامد په پخوانيو سياستوالو کې يو پاک سياستمدار

په افغانستان کې د لومړيو انتخاباتو په دوران کې يو ټيم وروڼو مشوره وکړه که صمد حامد صاحب تشويق شي او په دې روانو انتخاباتو کې ځان کانديد کړي، کېدای شي په کابل کې داسې سياستونه پر مخ بوځي چې بهرنی اشغال پکې له منځه ولاړ شي.

کله چې د ماښام له لمانځه وروسته له هغه سره مشوره وشوله، هغه د ټليفون پر کرښه په صفا صفا ټکيو کې وويل :

« نه مونږ امريکا غواړو او نه هم امريکا مونږ زغملی شي. په روانو او له درغليو ډکو انتخاباتو کې به هغه څوک په يقيني ډول راځي چې امريکا يې غواړي‎. داسی په کابل کې به مونږ هم د دغو جعلي او غير ملي انتخاباتو ميدان تود کړو، نو هغو ته به پخپل حضور اعتبار ورکړو. دا به مو له ملت سره خيانت کړی وي. زما له نظره له دې نه دا ښه ده چې يوه ابتدائي حلقه په کوم جومات يا مدرسه کې ولرو چې د دغه نظام او د دغه اشغال پر ضد خپله واضح خبره پرګنو ته ورسوي».

کله مې چې ټليفون د هغه خوريي خالد صاحب ته ورکړ، نو د تأثر نه په ډکه لهجه مې وويل، ”دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اسلام خوښو نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل“.

روح دې يې ښاد او ياد دې يې باقي وي (آمين)

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

نو موږ جهاديان، طالبان وشمال ټلواله او هغه واکمنه کړۍ ((مقتدره حلقه)) دې خبرو ته په کتو ځانونه په کوم رديف کې ګورئ؟

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

ډاکټر اسرار احمد مشرف ته خبرداری ورکړی وو، خو هغه نه وو منلی

I warned Musharraf but He denied – Dr. Israr Ahmed (29 Nov 2011)

https://www.youtube.com/watch?v=lvbd7tg1W18

کرنيل امام [سلطان امير تارړ] :

مونږ سره د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې هغوی د مجاهدينو سره په ديني او د هغوی د ذهن جوړولو برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د هواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه ”د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري“.

دهغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.

سمه بڼه : ((ان الضرورات تبيح المحضورات))

کاف کنګانه :

نيلام منير نڅا وسندره :

https://www.youtube.com/watch?v=hO2YOb3gW4M&list=RDhO2YOb3gW4M&start_radio=1&t=7

زما مشوره خو زموږ د اسلامي امارت په نوم دې اوسنيو نويو چرګوړو ته دا ده چې يو څوک د خپلو موخو لپاره له هرې ناروا او نامشروع کړنې ګټه پورته کوي. تاسې ګورئ چې د استخباراتو، نظاميانو او له سياست ومذهبه يې نيولې تر هنر او لوبغاړو پورې له هرې وسيلې نه کار اخلي تر څو خپلې ناولې موخې او ګټې ترلاسه کړي. په دې هيله چې زموږ پير اغا او شيخ محمد خطاب عمري پورې يوځلې بيا په خپلو ويناو او کړنو کې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې کتنه وکړي چې خدای مه کړه تېروتلي خو به نه وي؟

د افغانستان د نظام ړنګونه به له هيرا منډي نه ډېره اړينه وي؟ ايا يو مسلمان ولسمشر ته کافر ويل اسانه خبره ده؟ که افغان ولسمشر له کفارو سره په انډيوالۍ وملګرتيا کافر کيږي، نو زموږ ګاونډيو چا ستاسې د تېر نظام او حکومت په ړنګونه کې برخه اخېستې وه، همکاري يې کړې وه. چا ورته خپل درېواړه حريمه په واک کې ورکړل او چا ستاسې نظام ړنګونه او ځپنه د خپلو ملي منافعو سره ايجابوله، نو نن هغوی مسلمان او تاسې له ترې د همدې نظام په خلاف وسلې وپيسې ترلاسه کوئ او لا زياتی مو نوې معامله ورسره وکړه، نو خپل ځانونه خو هم يوځلې د هماغه ايمان په هېنداره کې ووينئ چې تاسې ترې نور خلک کافر او مرګ جايز بولئ؟ ايا دا ډول نکاحنامه د حُديبې له سولې ((صلحې)) سره ورته بللی شو؟

PART TWO

In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa’ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa’ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

دا څه ډول نکاح ده؟ دا متن يې چا جوړ کړی؟ ايريک پرنس چې د روسيې په نظامي تحقيقاتي مرکز کې د خلکو نوي رول او بڼې ته د همدې متن ومحتوی پر بنسټ څرګندونې کړي که څنګه؟

د ملا برادر په نکاح کې خو دغه او دېته ورته نورې خبرې ليکل شوي. اوس وګورو چې د ډاکټر عبدالله په نکاحنامه کې به څه ليکل کيږي؟ او له نوموړي وروسته به د شيخ هبة الله په نکاحنامه کې څه ليکل کيږي؟ چېرته به ليکل کيږي؟ څوک به يې ليکي؟ او چېرته به يې عقد يا په نورو ټکو ايجاب وقبول ترسره کيږي؟ کورني وبهرني مېلمانه به يې د سياستوالو، استخباراتو او نظاميانو په شمول څوک وي؟ او له ټولو مهمه دا چې دا خطبه به يې څوک کوي؟ رويبار به يې څوک او څو تنه وي؟

د ډاکټر عبدالله خبره خو اخر ګواښنې او غوڅې ګوتڅنډنې ته ورسېده، خو د شيخ به څنګه کيږي؟ له اروپايي اتحاديې يوه نړۍ مننه چې نور يې زړه راتنګ او فېشني نازولی يې په غوڅه، تُنده او پرېکنده لهجه پوه کړ، خو د شيخ صاحب سره به څه کيږي؟ ايا دا ځل د ښاغلي ټرمپ يو په غوڅه، تُنده او پرېکنده لهجه يو ټويټ به يې بس وي او که ښاغلی پمپيو به د لاساينې لپاره راليږي چې مکار او دوړن ملتانی له ځان سره مخکې او د لاسا يې کړي او خبره خلاصه کړي. ګوندې په دې هيله چې د ولسمشر ټرمپ ټولې هيلې او ارمانونه به هم پوره شي. هم به يې نظاميان ستانه کړي وي، هم به يې ټاکنې ګټلې وي او هم به د سولې نړيواله جايزه ترلاسه کړي او هم به رياست خوشاله شوی وي او هر اړخيزه ګټه به يې پکې کړي وي. سرومال به د منکوحې په مهر کې د خوار وغريب تللی وي او بس.

په درنښت

سيد حسين پاچا

عبدالله عبدالله: د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې سياسي کړکېچ پای ته نېږدې شوی او ځيني هوکړې شوې 

https://rohi.af/news/85235

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply