ستانکزی: موږ له امريکايانو سره سوله کړې نه له افغانانو سره

سيد حسين پاچا

0 583

ستانکزی: موږ له امريکايانو سره سوله کړې نه له افغانانو سره

د زمکې پر مخ له ستانکزي پرته بل لعين وملعون نشته

امريکايي بنسټونه او د نظر څښتنان وايی چې امريکا له طالبانو سره سوله نه، بلکې د خپلو عسکرو د وتلو تړون لاسليک کړی دی

نوټ : د ستانکزي لپاره به همدومره بس وي چې زموږ او د رياست ترمينځ روا (مشروع)، حقوقي و تاريخي ستونزه ده. ترڅو چې هغه او د رياست نورې ناروا (نامشروع) غوښتنې، هيلې او موخې پوره نه شي، نو زموږ او د دوی ترمينځ به دا نااعلان شوې جګړه همداسې روانه وي چې لروبر به د لوی تاريخي افغانستان د شاه زلميو سرونه ريبي او په طالب کې به يې د سپي په شان پړی اچولی وي چې وخت ناوخت به يې د جهاد په نامه راخوشې کوي او افغانان به پرې داړي چې اوسنی تاوتريخوالی يې ښه بېلګه ده.

ښاغلی ستانکزيه،

تاسې او رياست مو بايد په دې ښه پوه شي چې کلا وحاشا هېڅ يو افغان به د خپلې وينې تر وروستي څاڅکي او وروستۍ سلګۍ پورې پنجابي رياست ته سر ټيټ نه کړي.

پنجابی بنسټ ((رياست)) زموږ تاريخي وازلي نه پُخلا کېدونکی دښمن دی. زموږ او د دوی ترمينځ سوله ناشونې ده. هغه څه چې رياست (مقتدره حلقه) يا واکمنه کړۍ يې غواړي هغې ته هېڅ يو افغان ذهنًا او له رواني پلوه تيار نه دي.

ښاغلی ستانکزيه،

دا هيله وارمان له کرنيل امامه واخله تر حميدګل، بابر، ضياءالحق و بوټو پورې ټولو له ځان سره ګور ته يووړ او لا نور به يې هم يوسي.

کرنيل امام :

د طالبانو مشرانو ويل مونږ هر وخت د پاکستان له پاره قربانۍ ته تيار يو. دوی به ويل چې زمونږ نيکونو هندوانو ته شکستونه ورکړي دي او بيا به هم مونږ دوی ته د بت شکن محمود غزنوي تاريخ راژوندی کوو او له دوی څخه به د اسلام دفاع کوو، خو د پاکستان حکمرانانو [مشرف …] د پاکستان همدا خواخوږي لاس تړلي او په ډېره بې شرمۍ امريکا ته وسپارل چې دا يې د پاکستان سره لوی خيانت وکړ.

کرنيل امام د خپلو مشرانو په کړنو شرميږي، خو ته بېحيا او د رب العالمين بدبخته او شقي انسان نه شرمېږې. ان تر دې چې مېجر عام او رستم شاه مهمند تر ډاکټر اسرار احمده پورې پخپلو خبرو کې منښتې کړي، خو بې ايمانه، بې وجدانه او بې ضميره او بد اخلاقه دا نه شې منلی او له دې هر څه نه چورلټ منکر ياست. تاسې و رب العالمين چې د شپې خوب ته ځې او يوازې شې له څښتن تعالی شرم وحيا نه درځي؟

ميجر عامر :

موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.

رستم شاه مهمند څه وايی؟

https://www.facebook.com/pshtonistan/videos/795873230759545/

ډاکټر اسرار احمد مشرف ته خبرداری ورکړی وو، خو هغه نه وو منلی

I warned Musharraf but He denied – Dr. Israr Ahmed (29 Nov 2011)

https://www.youtube.com/watch?v=lvbd7tg1W18

تاسې چې پخپل د وخت پر سفير او نورو لوړپوړو چارواکيو پر بېعزتۍ، وژلو او پلورلو نه شرمېږئ، نو نور به له چا وشرمېږئ؟

اذا لم تستح فاصنع ما شئت

کله چې حيا (شرم) در کې نه وي، نو بيا څه چې دې خوښه وي کوه يې. ستا مشرانو ته به پته وي چې ((الحياء نصف الايمان))، حياء نيمايي ايمان دی. داسې برېښي چې په تا کې هېڅ نښه د ايمان او افغانيت لا څه ان چې د انسانيت (بشريت) لا نشته. ښه به دا وي چې سوچ وکړې او بيرته سمه لار ځانته انتخاب کړې.

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

کرنيل امام :

((د افغانانو وينې مردارې دي، پرېږده چې دا مردارې وينې وبهېږي)).

کرنيل امام زياتوي :

هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو، مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو.

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

ښاغلی ستانکزيه،

د کرنيل د پورته دريو نقطو پر بنسټ ستا دنده روښانه ده چې هغه تلپاتې، اوږدمهاله او کم لګښته جګړه مخته وړل دي چې د افغانستان د ثبات، سوکالۍ او پرمختګ مخه نيول دي، خو دومره ده چې :

((کاروان به روان وي او ….. )).

توافقنامه دې څه وايی؟

PART TWO

In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa’ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa’ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

تاسې د تاوتريخوالي په زياتېدوه سره جوته کړه. په خپلو ناولو کړنو مو په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه د نورو د ګټو او هيلو د پوره کولو لپاره هر اړخيزه سياسي واخلاقي ځانوژنه وکړه او دا به درته په ډېره لويه او درنه بيه په افغاني ټولنه کې پرېوځي. خپل سرنوشت او راتلونکې مو له هر اړخيز پلوه له ستر خطر (ګواښ) سره مخ کړه. خپل شتون او په ټولنه کې زغمل مو ناشوني کړل.

په درنښت

ستانکزی : موږ له امريکايانو سره سوله کړې نه له افغانانو سره

http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%da%a9%d8%b2%db%8c-%d9%85%d9%88%da%96-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%b3%d9%88%d9%84%d9%87-%da%a9%da%93%db%90/

نبيل : طالب مشران د استخباراتي معلوماتو په شريکولو له امريکا پيسې وهي

http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%d9%86%d8%a8%db%8c%d9%84-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%ae%d8%a8%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d9%85%d8%a7%d9%84%d9%88%d9%85%d8%a7%d8%aa%d9%88/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply