تېره یوه اوونۍ شمالي او جنوبي وزیرستان کې ۶۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي

0 590

د تېرې اوونۍ په لړ کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو، غلکچي او ډله ییزو بریدونو پر مهال ۶۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي او زیات شمېر نور ټپیان دي.

شمالي وزیرستان کې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د ۶۶ پاکستاني پوځیان د وژل کېدو تر څنګ، له ۷۰ څخه زیات ټپیان هم دي.

د سرچینې په خبره، تر اوسه هېڅ لوري د دې وژنو مسوولیت پر غاړه نه دی اخېستی او بریدګر هم سمدلاسه په تېښته بریالي کېږي.

سرچینه سیحون ته کاږي، چې وژل شویو کې د پاکستاني پوځیانو لوړ پوړي مسوولین هم شامل دي.

د سرچینې په وینا، پاکستاني نظامي چارواکیو تېره اوونۍ یوازې د ۱۵ سرتېرو وژل تایید کړي، خو دا شمېره څو چنده ده.

د مالوماتو پر اساس، د پاکستان استخباراتي ادارې ای اس ای د خپل هېواد د ټولو خبري شبکو مسوولینو ته ویلي، چې د سرتېرو د وژنو له راپور ورکولو ډډه وکړي.

مالومات ښيي، چې د پاکستاني سرتېرو دا تلفات د نورو کلونو په پرتله کم ساري دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د ۶۶ وژل شویو سرتېرو له ډلې، یوازې د ۱۰ ملېشو د وژلو مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ټولنیزو شبکو کې د بلوڅ جنګیالیو هغه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو مرګوني بریدونه ترسره کوي.

د دې ټولو مسایلو سربېره، پاکستاني ځواکونو د پي ټي ام په شمول، په ټولو هغو خوځښتونو زور زیاتی پیل کړی دی چې مشري يې پښتانه کوي.

تازه راپورونه هم دا دي چې دغو سیمو کې د پښتنو هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply